نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
په غونډه کې د کراچۍ کور کمانډر لېفټينېنټ جنرال نديم احمد انجم، د رېنجرز ځواک مشر مېجر جنرل عمر بخاري، د سيند پوليسو مشر مشتاق مهر او د کورونيو او داخله چارو سيکټريانو ګډون وکړ.
شيخ رشيد احمد وايي، له ايران سره هم پر پوله ازغن تار غځوي او د هغه چارې هم له ۳۸ څخه تر ۴۰ فيصده شوې دي.
تحریک انصاف وايي، له بهره په ترلاسه کړو پیسو کې که ناقانونه کار شوی وي نو هغه د دوی په وینا په ایجنټانو پورې اړه لري.
د جنورۍ پر ۱۷مه (اتوار پرورځ) په کراچۍ پریس کلب کې د نقیب د درېم تلین پر مهال د هغه ورور عالم شېر مسید مشال رېډیو ته وویل چې د پوځ مشر او نورو چارواکو ورسره د انصاف ژمنې کړې وې خو هغه یې نه دې پوره کړې.
د بوینګ ۷۷۷ په نامه دا پاکستانۍ الوتکه د جنورۍ پر ۱۵مه د ملایزیا له پلازمېنې کولالمپور څخه اسلام اباد ته د تلو پرمهال نیول شوې ده.
د اورېدنې پر مهال د سيند های کورټ چيف جسټس وويل چې په دې مقدمه کې راو انوار مرکزي تورن دی که عدالت استثنا ورکړي نو دا به له نورو سره امتيازي سلوک وي.
پاکستان هندو کونسل هر کال په کراچۍ کې د بې وزله هندوانو ډله ییز ودونه کوي. دا کونسل د واده لګښتونه پوره کوي او د واده زلمي او ناوې ته جهېز او د کور سامان هم ورکوي. نور په ویډیو کې.
عدالت دا نېټه د جنورۍ پر نهمه د کراچۍ په زندان کې دننه د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړیو د ضمانت په اړه د لومړۍ اورېدونې پر مهال ورکړې ده.
پولیس وايي، مظاهرچیانو له هوایي ډګره بهر پر لويه مرکزي لاره شاهراه فيصل شپږ موټر سايکلونه سوځولي دي.
د صحت صوبايي وزیرې عذرا پيچوهو په مشرۍ د واکسین په اړه یوه مهمه غونډه جوړه شوې او په دغه غونډه کې د واکسينو د انتظام لپاره د مرکز جوړولو لارښوونه شوې ده.
عدالت د ډېسېمبر پر ۱۸مه علي وزیر، نور الله ترین، حسن او بسم الله تر ۳۰ ډېسېمبر پورې پولیسو ته په رېمانډ ورکړي وو.
بلاول بوټو يو ځل به په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د پاکستان اسټبلشمنټ دې له سياسته لاس واخلي چې هېواد د یوې ریښتونې ډموکراسۍ پر لوري وخوځېږي.
عدالت رباني ته د ۲۵ کلونو د بند او ۲۲ لکه روپیو د جرمانې او شاکر الله ته یې د ۲۰ کلن قید او ۱۱ لکه روپیو جرمانې سزاګانې اورولې دي
بلاول بوټو وویل، د سلیکټیډ یا د انتخاباتو له لارې نه بلکې د ځینو کړیو په ملاتړ د غوره شوي وزیراعظم لوبه به ختموي.
د سيند های کورټ د دوه کسیزه ججانو بنچ د ډېسېمبر پر ۲۴مه په فیصله کې البته ویلي چې حکومت دې د څلورو کسانو احمد عمر شیخ، فهد نسیم، سید سلیمان ثاقب او محمد عادل
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د ولس استازی علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره په جسماني ریمانډ پولیسو ته حواله کړل شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د ولس استازی علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره په جسماني ریمانډ پولیسو ته حواله کړل شو. علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۸مه له پېښوره کراچۍ ته وړل شوی وو او د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو.
د ډېسېمبر ۱۸مه د هجرت کوونکو نړیواله ورځ ده. رفیق په کراچۍ کې ورځني مزدوري کوي. د نوموړي کورنۍ کلونه پخوا له افغانستانه د سیند صوبې تر ټولو لوی ښار ته کډه شوې وه. د رفیق ژوند په اړه دا ویډیو وګورئ.
منظور پښتین په وینا کې زیاته کړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ډېسېمبر پر ۲۰مه د بنو په جاني خېلو او د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خیبر په باړه کې هم احتجاجي غونډې کوي.
په کراچۍ کې د پاکستان فولادو کارخانې (پاکستان سټیل مېلز) لسګونه کارکوونکي له دندو د ګوښه کېدو پر ضد په احتجاج دي. دوی شاوخوا هره ورځ د کارخانې مخې ته احتجاج کوي او پر دندو د بحالۍ غوښتنه کوي. وفاقي حکومت وايي، له کارخانې یې څه د پاسه ۴،۵۰۰ کارکوونکي ایستلي.
نور وښیئ