نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د علي وزير د کورنيو وکيلانو قادر خان ايډوکيټ او صلاح الدين ګنډاپور د جون پر ۱۲مه مشال راډیو ته ويلي دي چې د علي وزير ضمانت لپاره خواست يې د پاکستان سپريم کورټ کراچۍ رجسټري کې جمع کړي او په بله اوونۍ کې به اورېدنه وي.
د اباسین د اوبو د وېش ادارې (انډس رېور سسټم اتارټي یا ارسا) ویاند خالد ادریس رانا د جون پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سيند وزير اعلا دغه تورونه ردوي او وايي، د اوبو په وېش کې له هېڅ صوبې سره زياتی نه کېږي.
احتجاجیان دا تور ردوي او وايي چې بحريه ټاون ادارہ د نورو ځمکو د قبضه کولو لپاره پخپله خپلو ودنیو او ګاډو ته اور لګولی دی.
د پاکستان د رېلونو ادارې یوه چارواکي ګل حسن مشال راډیو ته وویل، پېښه د جون پر اوومه سهار شاوخوا څلور بجې د سیند صوبې په ګوټکي ضلعې کې شوې.
د پښتو ژبې نومیالی لیکوال او نقاد طاهر اپرېدی د جون پر پینځمه د ۸۲ کلونو په عمر کې مړ شو او پر هم هغه ورځ یې په کراچۍ کې جنازه وشوه. لیکوالان وايي، طاهر اپرېدي د ژوند څو لسیزې د پښتو لنډو کیسو او داستان لیکنې ته ورکړې او په کراچۍ کې یې د "جرس" په نوم ادبي ټولنه او مجله خپروله. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ پولیسو رپورټونه وايي چې په ښار کې د باج (کلنګ) اخیستو او هدفي وژنو پېښې په زیاتېدو دي. رسمي ارقام ښيي چې د ۲۰۲۱ز کال په لومړیو پينځو میاشتو کې تر ۵۰۰ زیات کسان په هدفي حملو کې وژل شوي. حکومت په ۲۰۱۳ز کال کې د دې ډول پېښو پر ضد په ښار کې پراخ عملیات کړي ول چې له وجې یې جرمونه کم شوي ول.
عثمان خان کاکړ وايي، په پاکستان کې د يوه پوځي امر پروېز مشرف لپاره يو قانون او د يوه پښتون ولسي منتخب نماينده علي وزیر لپاره بل قانون دی
د مې پر ۳۱مه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د قامي اسمبلۍ غړي او د غورځنګ مخکښ علي وزیر په ګدون د خپلو نیولو کسانو د راخوشېکولو لپاره احتجاجي مظاهره وکړه. پي ټي اېم په ټول ملک کې د ګرفتارو ملګرو د خوشېکولو لپاره د احتجاجونو اعلان کړی دی چې پیل یې له کراچې وشو. ياد غورځنګ به د جولای تر څلورمې
عدالت د سږکال مارچ پر پنځمه نېټه د پښتون ژغورنې مخکښ علي وزير د ضمانت د درخواست په اړه فیصله خوندې کړې وه.
چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې وسله والو د مې پر ۱۹مه په شکارپور کې د دوو وزیرستانیو ټرانسپورټرانو په ګډون ۱۲ کسان وتښتول.
د سیند های کورټ چیف جسټس په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر پینځمه د وزیر د ضمانت فیصله محفوظه کړې وه.
د رویت هلال کمېټۍ پخواني مشر مفتي منیب الرحمان د مې پر ۱۳مه په کراچۍ کې د اختر د لمانځه د خطبې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې یوه قضايي روژه دې ونیسي ځکه چې د هغه په وینا د رویت هلال کمېټۍ پرېکړه ناسمه وه او هغوی یوه ورځ وړاندې اختر کړی دی.
د کورونا وبا له کبله د کراچۍ په ګډون په ټول ملک کې ټرانسپورټ تړل شوی خو مساپروړونکي رېل ګاډې روان دي چې پکې تر اختر مخکې هره ورځ په زرګونه خلک سفر کوي. دوی وايي، یو خو کرایې لوړې شوې بل دا چې په اسانۍ رېل ګاډي هم نه پیدا کېږي چې دوی پر وخت کور ته ورسي. نور په ویډیويي راپور کې.
په دې حلقه د اپرېل پر ۲۹مه ټاکنې شوې وې چې د غیرحتمي نتیجو له مخې پکې د پاکستان پيپلز پارټۍ قادرخان مندوخېل بری ترلاسه کړی و. خو د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند مفتاح اسماعیل هغه نتیجه نه وه منلې او د انتخاباتو کمېشن ته یې درخواست کړی و چې ووټونه دې دوباره وشمېرل شي.
دکېماړۍ پوليسو مشر فدا حسین جانوري د مې پر دويمه نېټه ويلي چې دغه درې مشکوکه وسله وال يې د ښار په سايټ اېريا سیمه کې د ده په ادعا د عملیاتو پر مهال نيولي دي.
کېله په نړۍ کې تر ټولو زیاته استعمالېدونکې مېوه ده. د پاکستان سیند صوبه د هېواد پر کچ تر ټولو زیاته کېله پیدا کوي او تر ټولو لویه منډيي یې هم په کراچۍ کې ده. د پخوا پرتله اوس په پاکستان کې د کېلو بیه لوړه شوې. نور په ویډیو کې.
د سیند وزیراعلا مراد علي شاه وویل چې د دې پرېکړې تر کولو وړاندې یې په دې اړه د نورو صوبو حکومتونه هم خبر کړي دي.
په کراچۍ کې په احتجاج ناست اهل تشیع وايي، حکومت او امنیتي ادارې ورته د کورنۍ ورکو غړو په اړه معلومات نه ورکوي. دې شیعه ګانو د اپرېل پر دویمه پرلت پیل کړی. امنیتي چارواکي وايي، ډېری ورک کسان له بېلا بېلو ناقانونه مذهبي ډلو پورې تړاو لري چې ځینې یې د هېواد دننه او ځینې یې بهر پټ دي. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ یوه اوسېدونکي په روژه کې پر بېوزله خلکو په ارزانه بیه د تازه مېوو خرڅلاو پیل کړی دی. مصطفا حنیف وايي، د غوښتل چې غریبان هم په روژه ماتي کې تازه مېوې ولري نو ځکه یې دوکان پرانیست. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د چارواکو په وینا د هېواد د ځینو نورو برخو په شان د سېند صوبې په سر ښار کراچۍ کې هم د کورونا وایرس هغه بڼه موندل شوې چې له بريتانیې، جنوبي افریقې، نایجیریا او برازیل څخه یې سرچینه اخېستې ده.
نور وښیئ