نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د سرکاري شمېرو له مخې په سیند کې چې د کورونا وایرس څومره ټیسټونه کېږي د هغوی په هر ۱۰۰ کسانو کې ۱۴ په دې ناروغۍ اخته وي خو دا کچه په صوبايي مرکز کراچۍ کې لا زیاته یعني ۲۴ فیصده ده.
د جولای پر ۲۸مه په کراچۍ کې په یو وسله وال برید کې دوه چينایي وګړي ژوبل شوي. پولیس وايي، دواړه چينايان په دغه ښار کې د يوې کارخانې کارکوونکي ول. په کراچۍ کې د مشال خبريال نياز علي خان د بريد له ځايه دا ويډیو رالېږلې ده. راپور: نياز علي خان اېډېټ: ګل آياز
دا پریکړه د جولای په ۲۳مه د سيند د اعلا وزیر مراد علي شاه په مشرۍ په صوبه کې د کورونا وایروس مخنیوي لپاره کار کوونکي ټاسک فورس په یوه غونډه کې شوې ده.
شیخ صغیر محمد صدیقي په کراچۍ کې د ګاډو د مینځلو او پاکولو مرکز یا سروېس سټېشن لري خو د لوی اختر په ورځو کې د قربانۍ څاروي مینځي. دی وايي، د دې کار موخه یې پیسې ګټل نه بلکې ثواب دی نو ځکه یوازې په ۱۰۰ روپۍ یو څاروی مینځي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په کراچۍ کې کاروباریانو د قربانۍ د اوښانو منډیۍ ته څه د پاسه ۴،۰۰۰ اوښان وروړي دي. کاروباریان د اوښانو د خرڅلاو لپاره د هغوی پر څرمنو ګلکاري کوي او ورباندې نکریزې هم لګوي خو وايي، د ګرانۍ له وجې یې خلک نه اخلي. په هغه ښار کې ځینې خلک یوازې د اوښانو قرباني کوي. ویډیويي رپورټ.
د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډيو ته وویل چې پولیسو ویلي دي چې دا مقدمه د ۲۰۱۸ز کال د مې پر اوومه د کراچۍ په شاه لطیف تاڼه کې درج شوې وه چې پکې د محسن داوړ او د غورځنګ د نورو غړو او ملاتړیو نومونه هم ول.
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د پهلوانۍ (یا ملاکړې) سیالۍ روانې دي چې ورته د سیند د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د شانګلې یو پهلوان غلام حسین هم ورغلی دی. نوموړی یوازینی پښتون دی چې په ټول سیند کې د پهلوانۍ ښه لوبغاړی بلل کېږي. حسین د پهلوانۍ لپاره د سیند مختلفو سیمو ته ځي.
د اېن سي او سي په وینا، دا د مې له ۳۰مې راهیسې لومړی ځل دی چې په هېواد کې د کورونا وایرس د معاینو د مثبتېدو شرح دومره زیاتېږي.
په کراچۍ کې د وژلي شوي نقيب الله مسید وکيل تور پورې کوي چې پولیس د خپلو ملګرو د بچ کولو هڅي کوي.
علي خان چې د پاکستان هوايي شراکت "پي ای اې" په لومړۍ الوتنه کې د جولای پر پشږمه نېټه کراچۍ ته رسېدلی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:
د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د قربانۍ د څارویو منډیانې لګېدلې دي چې پکې د کراچۍ منډيي تر ټولو لویه ده. خو سوداګر وايي، سږ کال څاروي خورا ګران دي او ښايي تاوان وکړي. ویډیويي رپورټ.
د جون پر ۲۸مه په کراچۍ کې د سیند او بلوچستان د ورکو کسانو خپلوانو احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې د ډاکټر دين محمد بلوچ د لادرکه کولو د ۱۲ کاله پوره کیدو په مناسبت جوړه شوې وه. دوی له حکومت د لادرکه کړل شویو کسانو عدالتونه ته د وړاندې کولو غوښته کوله. نور حال د نیاز علي په دې ویډیويي راپور کې.
په کراچۍ کې د باجوړ اوسېدونکو د خپل هغه کليوال د وژنې پر ضد مظاهره کړې چې څو ورځې مخکې وژل شوی وو. د کراچۍ پریس کلب مخې ته راغونډو شوو دې خلکو ويل چې عطاالله د قلنګ یا بتې نه ورکولو له امله وژل شوی او حکومت یې بايد قاتلين ونیسي. پولیس واييدوی مقدمه درج کړې او پلټنې یې پيل کړې دي.
د جون پر ۲۰مه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې پوليسو د جنوبي وزيرستان دوه ځوانان په ډزو ژوبل کړل۔ په دغه پېښه کې د څلورو پوليسانو پرضد مقدمې درج شوي دي او ګرفتار کړل شوي هم دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
علي وزير د ضمانت لپاره د پاکستان سپريم کورټ په کراچۍ رجسټرۍ کې په لومړي ځل درخواست اورېدنه وشوه
په سیند کې د کووېډ-۱۹ واکسینو کمښت له وجې د خلکو د واکسینولو بهیر ټکنی شوی دی. د سیند صوبايي حکومت د واکسینو کمي پړه پر وفاقي حکومت اچولې خو اسلام اباد وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به ستونزه هواره کړي او هرې سیمې ته به له اړتیا سره سم واکسین ولېږدوي. ویډیويي رپورټ.
د نوموړي ورور سلیمان کاکړ او د هغه ډاکتر صمد پانیزي د جون پر ۲۱مه د اغا خان روغتون مخې ته مشال راډیو ته د هغه مړینه تایید کړه.
وفاقي حکومت په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد له چین او نورو هېوادونو څخه د واکسینو په درامد کې مشکل لري.
په کراچۍ کې د سیند پر غاړه د آسونو ځغل يو کلب ته ګڼې نجونه ورځي چې د اسونو ځغلول زده کړې وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
نور وښیئ