نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د دواړو هېوادو لوړ پوړو چارواکو په داسې حال کې ملاقات کړی چې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.
د پاکستان په سيند صوبه کې له سېلابه د بېکوره شويو خلکو لپاره کېمپونه لګول شوي دي. حکومتي ادارې وايي چې لا هم يوشمېر سېلاب ځپلي تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي او مرستو ته اړتيا لري. د سیند په جامشورو کې د عارضي کېمپ په اړه ویډیويي رپورټ.
د هغو افغان کډوالو يوې وکيلې منیزې کاکړې مشال راډيو ته ويلي، د کراچۍ يو عدالت د سېپټمبر پر ۲۷مه د ټولو ۲۰۸ افغان بنديانو د خوشې کولو او افغانستان ته يې د ستنولو امر وکړ.
د کراچۍ د پولیسو یوه مشر اسد رضا د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په شوې حمله کې د غاښونو هغه کلېنېک په نښه شوی چې د پاکستان او چين دواړو تابعيت لرونکو وګړو وو.
د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترین مشال راډیو ته وويل د زندان چارواکيو نن (د سېپټېمبر پر ۲۶مه) علي وزیر له جناح روغتون د کراچۍ زندان ته انتقال کړی البته چارواکو د دې خبرې تصديق نه دی کړی.
د سيند په دادو کې د سېلاب ځپلو د درملنې پر چارو بوخت د ځوانو ډاکترانو د اتحاديې يو غړی ډاکټر يعقوب زرګون وايي، د سيند په يوشمېر سيمو کې لا هم اوبه ولاړې دي او ځکه نو پکې بېلا بېلې ناروغۍ خپرېږي.
عدالت د سېپټېمبر پر ۱۳مه په کراچۍ کې په څلورمه او وروستۍ مقدمه کې د وزیر ضمانت درخواست منظور کړی وو خو د هغه پرضد په میرامشا کې مقدمه دایره شوې ده نو ځکه پولیسو او د زندان چارواکو د خالي (شنبې) پر ورځ د خیبر پښتونخوا پولیسو ته سپارلی دی.
د پاکستان د سيند صوبې په سېلاب ځپلو سيمو کې لا هم په کليو او اباديو کې دننه اوبه ولاړې دي او خلک بنيادي مرستو ته اړتيا لري. د سيند صوبايي او د پاکستان مرکزي حکومتونو له نړېوالو ادارو او هېوادونو د مرستو غوښتنه کړې ده.
د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترين د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په څلورو مقدمو کې د علي وزیر ضمانت شوی او په دې لړ کې یې د قانوني ضرورتونو پوره کولو لپاره مچلکې د سېپټېمبر پر ۱۹مه جمع کړي چې ښايي عدالت يې نن په رسمي ډول تاييد کړي.
رسول وايي، ډاکترانو د وزیر درملنه پیل کړې او که هغه اجازه ورکړي نو د سېپټېمبر پر ۱۲مه به یې د وجود کمپیوټري ټوموګرافي (سي ټي) سکین (عکسونه) واخلي او نورې معاینې یا ټېسټونه به یې هم وکړي چې د هغه ناروغي تشخیص شي.
د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ د سېپټمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو خپل رپورټ عدالت ته راوړی وو خو سرکاري څارنوال وویل چې دی به دا رپورټ لولي.
د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې عدالت د علي وزیر د ضمانت اورېدنه تر سبا (د سېپټمبر دریمې) پورې وځنډوله. نوموړی وايي، کله چې په عدالت کې اورېدنه شروع شوه نو د پولیس فایل او متعلقه کس نه وو موجود.
د حکومتي شمېرو له مخې په سيلابونو کې شاوخوا ۱۲ سوه کسان مړه شوي دي او ۳۳ مليونه ورڅخه اغېزمن شوي دي. د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي اېم اې) د اګست په ۳۱مه د شپې وويل چې تر دغې نېټې پورې له سیلابونو د وژل شويو شمېر ۱۱۹۱ ته رسېدلی دی.
دا پېښه د اګست پر ۲۲مه، د سیند په حیدراباد سیمه کې مخې ته راغلې وه او پر ضد یې خلکو مظاهرې هم کړې وې. هغه مهال د رابي پلازې دوکاندارانو پر اشوک کمار تور پورې کړی وو چې ګینې د قران سپکاوی یې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې د اګست پر ۲۸مه په ټول ملک کې د سېلاب له کبله د مړو شمېر ۱۰۴۱ رسېدلی دی.
په پاکستان کې روانو سېلاوونو د سيند صوبې لکونه خلک بېکوره کړي دي. صوبايي حکومت يوشمېر سېلاو ځپلي د کراچۍ په سکولونو کې ځای پر ځای کړي دي. بلخوا هلته زياتو اورښتونو او سېلاوونو زياتره فصلونه هم تر اوبو لاندې کړي دي. نور حال د نياز علي خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.
نور وښیئ