نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
په کراچۍ کې د فیلانو يا هاتيانو د درملنې لپاره له جرمني څخه ډاکټران ورغلي دي. دوی په ژوبڼ کې د مدهو بالا او نورجهان په نوم هاتيانو د غاښونو عمليات کوي.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۴مه په کراچۍ کې پر یوه ګاډي د لاسي بم په برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان وژل شوي ول چې ورڅخه یې شپږ ماشومان او اووه ښځې وې. د هغې کورنۍ مشر فرمان خان وايي، تر اوسه په برید کې ککړ کسان نه دي نیول شوي. ویډیويي رپورټ.
د پي ټي اېم د کراچۍ څانګې مشر نور الله ترین تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي وو چې د هغوی د غورځنګ دوه مهم غړي لادرکه شوي دي. هغه زياته کړې وه چې محمد الله مسید او علاوالدین په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد تر مظاهرې وروسته ورک شوي ول.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ناامنیو او هدفي وژنو ضد مظاهرې کړې دي. د غورځنګ مخکښه مشرانو او پلویانو د اګست پر ۱۰مه د پېښور، کراچۍ او ژوب په ګډون په یوشمېر سیمو کې احتجاجونه وکړل او پر حکومت یې غږ وکړ چې د ناامنیو مخه دې ونیسي. د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي
پولیسو د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې عماد یوسف یې د سې شنبې (نهې) شپې مهال د ښار په ډېفېنس سیمه کې له خپل کوره ګرفتار کړی دی.
په کراچۍ کې د سبزیو سوداګر وايي، د تېرې میاشتې بارانونو او سېلاوونو له وجې په منډیۍ کې د سبزیو کمښت دی چې له وجې یې په راتلونکې کې د بیو لوړېدو وېره ده. په سیند او بلوچستان کې سېلاوونو لویې لارې خرابې کړې دي او همداراز ځینې مهم پلونه یې وړي دي چې له وجې یې کراچۍ ته د سبزیو لېږد اغېزمن شوی.
عدالت د اګست پر څلورمه د ۲۰۲۰ز کال د سهراب ګوټ جلسې پر مهال په دایره شوې مقدمه کې پر علي وزیر د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونو جاج واخیست او خپله پرېکړه یې محفوظه کړه.
د بلوچستان په لسبېله ضلع کې تندو بارانونو يو شمېر پلونه او سړکونه نړولي دي. له کراچۍ سره د صوبې یوازينۍ لاره له تيرې يوې اوونۍ راهيسې بنده ده چې خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. بلخوا د بلوچستان حکومت وايي چې په سېلاب ځپلو سېمو کې يې د ژغورونکې او مرستندويه کارونه پیل کړي دي.
پي ډي اېم اې د جولای پر ۲۷مه نېټه په خپل تفصيلي رپورټ کې، چې مشال رېډيو هم ترلاسه کړی، ويلي چې په وژل شويو کې ۳۹ سړي، ۴۶ ماشومان او شپږ ښځې دي.
په کراچۍ ښار کې خلک شکایت کوي چې له وروستیو بارانونو نه پس په لارو، کوڅو او سړکونو باندې اوبه ډنډ ولاړې دي او د هغوی ژوند یې اغېزمن کړی دی. دوی له انتظامیې غوښتنه کوي چې دا مسله دې ورته هواره کړي. بل پلو انتظامیه وايي، لاس پکار ده او د اوبو د نکاسۍ هڅه کوي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې
د پاکستان په سیند او بلوچستان صوبو کې وروستیو بارانونو او له وجې یې راغلو سیلابونو لږ تر لږه ۳۱ کسان وژلي او خلک وايي، ژوند یې سخت اغېزمن شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مخکښ مشر اسد عمر، د سیند پخواني ګورنر عمران اسماعیل او جماعت اسلامي د بلدیاتي انتخاباتو پر ځنډولو خواشیني ښوولې او دا یې د واکمن پیپلز ګوند او ملګرو "سازش" بللی دی. صوبايي حکومت د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د جولای پر پینځمه د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشرانو په يو ګډه خبري غونډه کې ويلي ول چې په کراچۍ پوهنتون کې پر چينايي وګړو د ځانمرګي بريد يو مرسته کوونکی داد بخش يې نيولی دی.
د قادر خان اېډوکېټ په وينا د علي وزير پر ضد په کراچۍ کې څلور مقدمې جوړې شوې دي. په دې ټولو مقدمو کې د هغه پرضد د رياست ضد وينا او خلکو پارولو تورونه دي چې هغه تل انکار ورڅخه کړی دی.
د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته شوې دي چې د جولای پر ۱۲مه د حیدراباد له بایپاس سړک سره نېږدې په یوه رستوران کې نښته شوې وه چې پکې په ډزو کې یو سیندی وګړی بلال کاکا ووژل شو.
د محمد وسيم د تره زوی شاکر الله د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې وسيم د لوی اختر پر دویمه ورځ (د جولای پر ۱۱مه) له خپل کور بهر ناڅاپه ورک شو. د هغه په وينا، د جولای پر ۱۳مه پوليسو خبر ورکړ چې له ملير کینټ سره نېږدې سيمه کې يې د محمد وسيم مړی موندلی او هغه پر سر دوه ډزه ويشتل شوی دی.
د صوبې اعلاوزیر مراد علي شاه د حیدراباد پر پېښه خپګان ښوولی دی او د بشپړو پلټنو ډاډ یې ورکړی دی.
د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د کسانو په زوره لادرکه کولو کې لاس لرل په وار وار رد کړي دي. د ۲۰۲۱ د فبرورۍ پر ۲۴مه د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر ميجر جنرل بابر افتخار ويلي وو چې په هغه هېواد کې د ورکو کسانو مسله حلېدو ته نيږدې شوې.
نور وښیئ