نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
منيزې زياته کړه چې پوليس قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نيسي او زندان ته يې لېږي. "له نيول شويو کسانو تذکره، پاسپورټ، روپۍ او نور قيمتي شيان هم اخلي، خو په مقدمه يا ريکارډ کې يې هيڅ ذکر نه وي او افغانان له خپلو اسنادو او قيمتي شيانو څخه هم محرومه کوي."
په کراچۍ کې بلوڅ فعالانو د يوې مظاهرې په ترڅ کې ادعا کړې چې په بلوچستان کې د پوځي عملياتو په وخت ښځې او ماشومان نيول شوي او نامعلومو ځايونو ته وړل شوي دي. چارواکي د امنيتي ځواکونو په لاس د ښځو او ماشومانو نيول نه مني او وايي چې دا یوازې پروپېګنډه ده. په دې اړه د نياز علي ويډيو راپور وګورئ:
د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې پولیسو عمليات کړي دي. د نومبر پر شپږمه د واڼه ښار تاڼې مشر عثمان وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان يو مشکوک قوماندان وژل شوی او د هغه دوه ملګري نيول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترين وايي چې د پوليسو له خوا له افغان ګډوالو سره ناروا سلوک جاري دی او هره ورځ په ښار کې افغانان نيول کيږي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، دا نوی ګام چې پاکستان به له چین سره په یوان کرنسۍ کې راکړه ورکړه کوي، اسلام اباد ته د بهرنیو پورونو په واپس کولو کې یو نوی فرصت په لاس کې ورکړي.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
فرهاد خان د افغانستان اوسېدونکی دی او وايي چې هنري نوم یې شاه رخ خان دی. دی وايي، پخوا به یې په فلمونو کې کار کاوه خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم کراچۍ ته کډه شو او هلته سینګار توکي خرڅوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
اختر نواز خټک د خیبر پښتونخوا د کرک اوسېدونکی دی. نوموړی په ۲۰۰۹ز کال کې په کراچۍ پوهنتون کې څوکیدار شو او ۱۰ کاله یې هلته کار وکړ خو په عین وخت کې یې زدکړو ته هم دوام ورکړ او اوس په هغه پوهنتون کې د جرمپوهنې یا کرېمېنالوژۍ د څانګې استاد دی. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
قانون پوهان وايي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په نوم دا ډول پېښي رامنځ ته کېږي او د زياترو تعلق له نورو مذهبونو يا منونکو سره وي او بیا په نښه کېږي.
هندوان هر کال د اکتوبر په وروستيو ورځو کې "ديوالي" لمانځي. د خوشحالۍ د دې مذهبي رسم پر مهال هغوی خپل کورونه او مندرونه په رڼاګانو سينګاروي او خواږه پخوي. مشال راډيو په کراچۍ کې د ديوالي رسم په اړه ويډيويي راپور لري.
په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې وې او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی وو، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی.
په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.
د قامي اسمبلۍ د ملتان له څوکۍ پرته ټولې په اپرېل کې له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د لیرې کېدو پر مهال د ۱۲۳ غړو د استعفا له کبله خالي شوې وې. د ملتان څوکۍ د تحریک انصاف زین حسین قریشي په جولای کې پرېښې وه او د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.
انتخاباتي کمېشن په یو بیان کې ویلي، د رایې اچونې عمل د اکتوبر پر ۱۶مه سهار پر اتو بجو پیل شو او بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو.
د خيبرپښتونخوا پر سوات او ځينو نورو سيمو سربېره په کراچۍ او اسلام اباد کې زرګونو کسانو د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد مظاهرې کړې دي. په مظاهرو کې د سیمې سياسي او ولسي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سوات په ګډون کې د خيبر پښتونخوا په ټولو سيمو کې امنيت باوري کړل شي.
د موټروې پولیسو یوه مشر سید فرحان احمد خبریالانو ته وویل، چې په بس کې ۵۵ کسان سپاره ول چې سېلاب ځپلي ول. د بس د ایېرکنډېشنر په ځای کې ناڅاپي اور لګېدلی.
تر ژوبلېدو او پاکستان پرېښودو وروسته دا دوهم ځل دی چې ملاله پاکستان ته تللې ده. که څه هم دا ځل د نوموړي د سفر مقصد د پاکستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي او مرستې راغونډول دي، خو لا هم څرګنده نه ده چې هغه به وروسته نورو کومو سيمو ته ځي او له چا سره به ملاقاتونه کوي.
په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې دي او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی دی، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی. په هغه مقدمه کې د نوموړي د ضمانت د درخواست اورېدنه د پېښور های کورټ په بنو څانګه کې روانه ده.
نور وښیئ