نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د کراچۍ په کېماړۍ کې مو سمندري يا بحري خواړه خوړلي؟ دلته هره ورځ په لسګونو خلک ورځي. د يو ریسټورنټ پښتون مالک وايي دوی د هغوی د شهرت وجه، ښه پخلی، د کارېګرو پوهه او مناسب قیمت دی. د نياز علي خان په دې ويډيو کې یې وګورئ چې د کېماړۍ د سمندري خوړو خوند له نورو ولې بېل دی؟
د جنورۍ پر ۱۶مه شوي دې سیمینار ته له خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د ملک له بېلا بېلو سیمو د بشري حقونو د کمېشن مشرانو او مدني فعالانو په خپلو ويناګانو کې پر حکومت غږ کړی چې په خيبر پښتونخوا کې د امنيت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې مخالفه ګوندونو لومړی د بلدیاتي انتخاباتو غوښتنه کوله خو چې اوس وشول نو د درغلۍ تورونه پورې کوي. انتخاباتي کمېشن د ټګۍ د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د لېډي رېډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو اپرېدی د جنورۍ پر ۱۶مه ماسپښین مهال په پېښور های کورټ کې وویشت.
نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو. هغه مهال د کراچۍ د ملير سیمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار دعوه کړې وه چې د ډزو په تبادله کې یې "ترهګر وژلي" دي، خو وروسته د سيند پوليسو پلټنيزې ډلې هغه يوه "جعلي نښته" بللې وه.
انتخابات په داسې حال کې وشول چې تر دې درې ورځې مخکې د سیند صوبايي حکومت په کراچۍ، حیدراباد او دادو کې د بلدیاتي انتخاباتو ځنډولو اعلان کړی وو. خو انتخاباتي کمېشن د جنورۍ پر ۱۳مه د سیند حکومت پرېکړه رد کړه او و یې ویل چې انتخابات پر ټاکلې نېټه کوي.
د سیند په ۱۴ ضلعو کې تېر کال په جون کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو. تر دې وړاندې د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډولي ول.
د سیند په ۱۴ ضلعو کې تېر کال په جون کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو خو دا څلورم ځل دی چې د دویم پړاو انتخابات ځنډېږي. تر دې وړاندې د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډولي ول.
په کراچۍ کې مېشت قانون پوه او د سپریم کورټ بار غړي اډوکېټ صلاح الدین ګنډاپور د جنورۍ په ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، پنځه کاله ډېر وخت دی، پکار ده چې په دغه موده کې عدالت فیصله کړې وای خو داسې نه دي شوي.
د پاکستان د هندوانو شورا (هندو کونسل) په کراچۍ کې د ۶۵ هندوانو نجونو او هلکانو ودونه کړي دي چې پکې زیاتره سېلاب ځپلي ول. هغه ناحکومتي سازمان هر کال د بې وزله هندوانو اجتماعي ودونه کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د سیند صوبې چارواکي وايي، د کراچۍ له زندانونو څخه یې د جنورۍ پر اوومه ۳۰۱ نور افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي. هغه افغانان له تېرو پینځو مياشتو راهيسې په بېلابېلو زندانونو کې بند ول. نور افغانان لا هم په زندان کې پاتې دي او خپلوان یې وايي چې ورسره په اسانۍ ملاقات نه شي کولای. ویډیويي رپورټ.
اډوکېټ عمر اعجاز له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل کېدو ته په اشاره وویل، "په داسې وخت کې له فارن ايکټ سره سم د افغانانو نيول او بيرته استول غير قانوني او غير اییني دي."
شیر افضل ایډوکیټ وايي، د پېښور های کورټ ته یې دا درخواست ځکه ورکړی چې په یوه مقدمه کې د علي وزیر ضمانت وشي نو پولیس یې پر ضد بله مقدمه ښکاره کړي. نوموړی وايي، لکه څنګه چې د تحریک انصاف د یو غړي اعظم سواتي په ټولو مقدمو کې په یو وار ضمانت وشو، همداسې دې د علي وزیر په مقدمو کې هم يه یو وار ضمانت وشي.
دا احتجاج په ځانګړې توګه د لادرکه شوي عارف بلوڅ او سراج نور لپاره د هغوي کورنیو او د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکي سازمان - وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز - په شریکه کړی وو چې په ګڼ شمېر د لادرکه کسانو د کورنيو غړو او مدني فعالانو پکې ګډون کړی وو.
د ټول پاکستان د مال وړونکیو ګاډو د اتحادیې مشرانو د ډېسېمبر پر ۳۰مه، په کراچۍ کې د احتجاج او وروسته یې د خبري غونډې پر مهال پر صوبايي حکومت غږ وکړ چې د دا ډول پېښو مخنیوی دې وکړي.
د کراچۍ پولیسو ویلي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه او ۳۰مه د ښار له مختلفو سیمو نه نور ۸۰ افغان کډوال په دې تور نیول شوي چې قانوني اسناد نه لري.
نور وښیئ