نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د کراچۍ په یو ژوبڼ کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته د یوې هاتۍ (ښځینه فیل) علاج شوی دی. هغه هاتۍ نور جهان نومېږي. د هغې درملنې لپاره له جرمني څخه د څارویو او ځناورو ډاکترانو یوه ډله ورغې وه. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مصطفی حنیف په نوم یو ځوان په روژه کې بېوزلو کسانو ته په ارزانه بيه مېوه ورکوي. د هغه هېواد خلک شکايت کوي چې د تېرو روژو پرتله سږ کال د خوراکي توکو قیمتونه زیات شوي دي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په کراچۍ کې د روژې په میاشت کې د نجونو لپاره د کرکټ سیالۍ پیل شوي دي. په دې سياليو کې په کراچۍ کې مېشتې پښتنې هم برخه اخلي. هغوی وايي چې د هلکانو تر څنګ نجونو ته هم بايد په کرکټ لوبو کې برابره ونډه ورکړل شي او د پاکستان په نورو ښارونو کې دې هم د نجونو لپاره دا ډول سیالۍ جوړې کړل شي.
د پاکستان د انرژۍ چارو وزیر مصدق ملک د اپرېل پر پينځمه په کراچۍ کې له سوداګرو سره تر ملاقات وروسته ورسره ګډې خبري غونډې ته وويل چې په هېواد کې هر کال د ګیس ذخیرې کمېږي.
د پیسو د کاروبار یا صرافیو د ټولنې مشر ملک بوستان مشال راډیو ته وویل، د اپرېل پر څلورمه په پاکستان کې په بانکونو کې د یو امریکايي ډالر نرخ څه د پاسه ۲۸۷ او په ازاد بازار کې ۲۹۱ روپیو ته ورسېد.
په کراچۍ کې په یوه شخصي کمپنۍ کې د زکات وېشلو پر مهال د ګډوډۍ جوړېدو په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوې دي. په وژلو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. حکومتي چارواکي وايي، یادې کمپنۍ د زکات وېشلو په اړه ضلعي انتظامیه او پولیس نه وو خبر کړي نو ځکه پېښه وشوه. .
د سیند د محنت او افرادي قوت وزیر سعید غني د پېښې وروسته هلته ورغې، نوموړي خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو کې نهه ښځې او درې ماشومان دي.
په کراچۍ کې د سیند صوبې لسګونه هندوانو د کم عمره نجونو د تښتولو او په زور یې د مذهب بدلولو پرضد مظاهره کړې ده. مظاهرچیانو د مارچ پر ۳۰مه د کراچۍ د خبریالانو له مرکزه د سیند اسمبلۍ تر ودانۍ پورې لاریون وکړ او د هندوو نجونو د تښتونو او مذهب بدلولو پرضد یې نعرې ووهلې. .
د روژې له راتګ سره په پاکستان کې ګراني زیاته شوې او د نورو شیانو تر څنګ د خورما (کجورو) نرخ هم لوړ شوی دی. اوسمهال په بازار کې د یو کیلو خورما بیه تر ۶۰۰ روپیو پورې ده. په دې ویډیو کې مو په کراچۍ کې د کجورو تر ټولو لوی بازار ته بیایو چې هلته یې د نرخ لوړېدو لامل معلوم کړو.
په پاکستان کې د روژې میاشت له پیلېدو راهیسې پر ټولنیزو شبکو د تازه مېوو له اخیستو څخه د پرېکون (بایکاټ) یو کیمپېن روان دی. د کیمپېن چلوونکي وايي، له دې کار سره به د مېوو بیې ښکته شي. خو یوشمېر کسان د دې کار مخالفت هم کوي .
اورنګزېب وايي، هغه ۱۳ کلنه نجلۍ تاڼې ته ورغلې وه او تور یې پورې کړ چې پلار یې او په پناه ځي کې یو کس ورباندې تېری کړی دی. "موږ په جناح روغتون کې د نجلۍ طبي معاینه کړې چې پکې جنسي تېری ثابت شوی دی."
د بلوچستان په حب سیمه کې ښځو او نارينوو د ګاډو ځغلولو په سیالۍ کې برخه واخیسته. د ښځو په برخه کې دا لوبې دېنا پټېل او د نارينوو په خوا کې سیالۍ نادرمګسي وګټلې. د دې لوبو په اړه د نياز علي ويډيو راپور وګورئ.
د سیند صوبې د پولیسو مشر غلام نبي مېمن د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د کچې زیاته سیمه یې له ډاکوانو پاکه کړې او یوازې د دریو ضلعو برخه پاتې ده چې هلته هم د پولیسو عملیات روان دي.
سپریم کورټ وايي راو انوار دې وفاقي حکومت ته رجوع وکړي، له اي اسي ایل څخه نوم ویستل یا وراچول د مرکزي حکومت کار دی
په پاکستان کې د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۷۲ روپۍ، د ډیزلو ۲۹۳ او د خاورو تېلو هغه څه د پاسه ۱۹۰ روپۍ ته رسېدلی دی. د مالیې وزارت په بیان کې زیاته کړې چې نوې بیې به د مارچ تر پای پورې عملي وي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) په کراچۍ کې د دوو کسانو د وژنې پرضد احتجاج ختم کړی دی. دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۱۳مه د کراچۍ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې دعوه وکړه چې په منګوپیر کې یې په نښته کې د پولیسو پر دفتر په برید کې ککړ دوه مشکوک وسلوال وژلي
په کراچۍ کې د خرګاډيو د ځغل کلنۍ سیالۍ شوې دي. په دې ځغل کې خرګاډو د بن قاسم له پارکه د ګورنر تر دفتره پورې درې نيم کيلو ميټره منډې ووهلې. د برک په نامه خر لومړی او د ډولا په نامه خر دويم ځای خپل او جایزې یې وګټلې.
سي ټي ډي د مارچ پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې نښته د مارچ پر ۱۲مه شپې مهال د کراچۍ په منګوپیر سیمه کې له شمالي بایپاس سړک سره نېږدې شوې ده چې پکې د فبرورۍ ۱۷مې برید مشکوک پلان جوړوونکی اریاد الله او د هغه یو ملګری وژل شوي دي.
د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې هرکال د مارچ پر اتمه نېټه چې د ښځو نړيواله ورځ وي، د عورت مارچ په نوم لاريونونه کوي خو په کراچۍ کې دا ځل د مارچ پر۱۲مه وشو.
نور وښیئ