نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
سدوزی وايي، د ماشوم مړی په کورنګۍ سیمه کې د ګاډو درولو په یو ځای کې له یوه موټره موندل شوی دی. دی زیاتوي چې د پېښې پلټنې لپاره یې کمېټي جوړه کړې ده.
په پاکستان کې هندوانو د هولي درې ورځني مراسم لمانځلي. دا د هندوانو اختر وي چې پکې دوی پر یوه بل رنګونه شیندي. دا تهوار یا جشن هر کال د پسرلي د راتګ سره سم لمانځل کېږي. په پاکستان کې د هندوانو تر ټولو زيات شمېر په سيند صوبه کې دې. د هولي د یو جشن تفصیل په دې ویډیويي راپور کې
په کراچۍ کې د مارچ پر اتمه، بلوڅانو ښځو لاريون کړی. دوی تور پورې کړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونه یې اوس د نارينوو تر څنګ ښځې هم په زور لادرکه کوي. دوی غوښتنه وکړه چې د بلوڅ ښځو حقونه دې نه تروړل کيږي. د پاکستان امنيتي ځواکونو هېڅکله د ښځو نيول نه دې منلي.
عبداللطیف اپرېدی د روان ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښورهای کورټ کې په وژل شوی وو چې د پوليسو په وينا، بريدګر يې د پېښې په ځای کې ونيولی.
دا تر هغې وروسته ده چې د عورت مارچ منتظمینو د مارچ پر څلورمه شپې مهال په لاهور کې د لاریون اجازت نه ورکول کېدو پرضد په های کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ. تر دې مخکې د لاهور انتظامي مشرې د عورت مارچ جوړوونکو ته د مارچ پر اتمه پر سړکونو د لاريون کولو اجازه ور نه کړه.
په کراچۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل سید عبدالجبار د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، هغه افغانان یې د شنبې یا خالي پر ورځ هېواد ته ولېږدول.
د ادارې په خبره، په ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ میاشت کې د شیانو د نرخونو یا بیو له پلوه انفلېشن ۱۲،۶ فیصده لوړ شو چې په دې توګه د انفلېشن مجموعي سطح ۳۱،۶ ته ورسېده.
په پاکستان کې د کرنسيو کاروباریان وايي څو ورځې وړاندې د ډالرو بیه کښته شوې وه خو اوس بیا په تور بازار کې د روپۍ په مقابل کې ډالر پورته ختلی دی.
دا مظاهره د بلوڅ يکجهتي کميټۍ په نوم د بلوڅانو د حقونو یوې غیر سرکاري ادارې لخوا راجوړه شوې وه چې پکې ګڼ شمېر د لادرکو بلوڅانو خپلوانو او مدنې فعالانو هم ګډون وکړ.
د کراچۍ په زندان کې دننه عدالت په خپله لنډه پرېکړه کې ویلي ول چې د "ناکافي ثبوتونو" له کبله د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو پخوانی مشر راو انوار په ګډون ټول ۲۵ پولیسان بري کوي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر ۱۹مه په سهراب ګوټ کې د جلسې جوړولو موخه د غورځنګ د یوه مخکښ غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځل او داراز، د نقیب مسید په وژنه کې د ککړو کسانو د سزا ورکولو ترڅنګ، پښتنو ته پر ورپېښه مسلو غږ اوچتول ول.
د سیند وزیر اعلا مراد علي شاه تېره شپه رسنیو ته ویلي، برید وروسته له هغې پای ته رسېدلی چې درې واړه طالب وسله وال د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شول. د نوموړي په وینا په پرونۍ حمله کې ټول ټال اووه کسان وژل شوي چې درې ورکې امنیتي سرتېري، یو ولسي وګړی او درې نور هغه طالب وسله وال دي چې برید یې کړی وو.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز تر سره شوی برید غندلی او د خپلو امنیتي ادارو ستاینه یې کړه ده چې د هغه په وینا دا حمله یې ناکامه کړېده. نوموړي په یو بیان کې ویلي، پاکستان به د ترهګرۍ ریښې ختموي.
پولیس وايي، وسله وال په یوه سپین موټر کې ورغلي، په دروازه کې یې ډزې کړي او د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شوي دي. د بریدګرو شمېر د لسو په خواوشا کې ښودل کېږي.
په کراچۍ کې د پولیسو په یوه مرکز په وسله وال برید کې لږ تر لږه څلور سرتېري ژوبل شوي دي. د پولیسو ايډېشنل انسپکټرجنرل جاوید اوډو رسنیو ته تایید کړې ده چې د هغه پر دفتر "ترهګرو "حمله کړېده او د رېنجر ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د څه باندې دوو کلونو تر زنداني کېدو وروسته د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو. د نوموړي د هرکلي لپاره د هغه ښار په سهراب ګوټ سيمه کې سلګونه پښتانه راغونډ شوي ول.
د کراچۍ له مرکزي زندانه تر راوتلو وروسته علي وزير وويل چې اوس هم پر "خپلو خبرو" ولاړ دی او خپلې "مبارزې" ته به دوام ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او په پارليمان کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر په کراچۍ کې له زندانه خوشې شوی دی. هغه له نيږدې دوه نيمو کلونو راهیسې په جېل کې وو. پر نوموړي تور وو چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد یې د خبرو په کولو سره خلک پارولي وو.
له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وایي چې د فبرورۍ له اتمې راهیسې په زندان کې د علي وزير پاتې کېدل یو "غيرقانوني" ګام دی.
نور وښیئ