نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
احتجاج کونکو له حکومته په پېښو کې د ککړو کسانو د نیولو او د پېښې قربانیانو سره د مالي مرستو غوښتنه کوله
په کراچۍ کې د نيول شوو افغانانو وکيلې منيزه کاکړ مشال راډيو ته وويل چې په تازه خوشې کړل شويو افغان کډوالو کې ۲۶ ماشومان هم شامل دي.
د کراچۍ او کوټی ترمینځ د لوی سړک ځینې برخې او پلونه تېر کال د پشکال سېلابونو وړي وو خو لا هم نه دي رغول شوې. د سړک خرابوالي له امله ترافیکي پېښې کېږي او مالي او ځاني تاوانونه اړوي. د سړکونو جوړولو اداره (اېن اېچ اې) وایي د دغه سړک پر جوړولو یې پیل کړی دی. تفصیل یې د نياز علي په ویډیو راپور کې
د عوامي نيشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د سیند پر حکومت غږ کړی دی چې په کراچۍ کې دې د افغانانو د نیولو او ځورونو لړۍ ودروي. نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کراچۍ ارټس کونسل کې د پښتنو د کلتور ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان هغه افغانان ځوروي چې په نوم یې له نړۍ پیسې
په کراچۍ کې مېشت افغانان وايي، د ګرفتارۍ له وېرې د کډوالو له کیمپه نه شي وتلای. دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د سېپټېمبر تر ۱۹مې پورې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور تر ۸۰۰ زیات افغانان نیولي دي. افغانان وايي، د ګرفتاریو له کبله یې روزګار اغېزمن شوی دی. ویډیويي رپورټ.
د سېپتېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال دپښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند صوبی مشر سليم خان ترين او نورو مشرانو وويل چې پوليس دافغان کډوالو سره دخیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نيسي او زورزیاتی ورسره کوي.
په کراچۍ کې د اسونو د ځغل خوندوره مقابله د سېپټېمبر په ۱۸مه پای ته ورسېده. هر کال د ګرمۍ د موسم په ختمېدو په دغه ښار کې دا ډول مقابلې ترسر
پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره شمېرې شریکې کړې دي چې له مخې یې د کراچۍ په "ختیزه ضلع کې ۱۵۴، په ملیر کې ۹۷، په کورنګۍ کې ۹۰، په مرکزي ضلع کې ۷۵ او په کېماړۍ کې ۵۶" افغانان نیول شوي دي. د پولیسو ارقام ښيي چې پاتې افغانان په درو نورو ضلعو کې ګرفتار شوي دي.
فضل غفار خان د سکرو په هغه سرکاري کان کې کار کوي. د نوموړي د معلوماتو له مخې په کان کې بند پاتې دوه مزدوران وروڼه او یو یې د تره زوی دی.
په کراچۍ کې ګرفتارو افغانانو د پاکستان او د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې هغوی دې خوشې کړي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دوی د سېپټېمبر پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تاڼو او زندان کې له مشکل سره مخامخ دي ځکه چې ډېری ګرفتار کسان ناروغه دي او د علاج لپاره پاکستان ته تللي ول.
په کراچۍ کې مېشت افغانان وايي، د پولیسو تازه اقداماتو د وېرې ښکار کړي دي. په کورنګۍ کې اوسېدونکي یو کډوال شېر اغا مشال راډیو ته وویل چې له کوره بهر نه وځي ځکه وېرېږي چې پولیس به یې ونیسي.
د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري او د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر بریګیډیر حارث نواز د سېپتېمبر پر ۱۱ مه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل پاکستان کې هیچا ته په ناقانونه توګه د اوسېدو اجازه نشي ورکولې.
په کراچۍ کې د مرمرو کاروباریان وايي، د بجلۍ لوړو بیو او کمښت له کبله یې لګښتونه څو چنده لوړ شوي او کاروبار یې زښت اغېزمن شوی دی. دوی وايي، د دې له کبله ګڼ مزدوران هم بې کاره شوي دي. ویډیويي رپورټ.
د سیند صوبې هندوانو او عیسایانو په کراچۍ کې د مظاهرې په کولو سره پر حکومت غږ کړی چې د دوی تښتول شوي نجونې، هلکان او ماشومان دې له تښتوونکو خوشې کړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ او کوټه کې د خپلو ملګرو د خلاصولو لپاره د پریس کلبونو مخې ته د مظاهرو اعلان کړی وو خو پولیسو د غورځنګ غړي هلته احتجاج ته پرېنښودل. کراچۍ پریس کلب ته د تلو پر مهال د پي ټي اېم ځیني پلویان پولیسو نیولي هم دي. د اجازې نه ترلاسه کولو وروسته غورځنګ د کراچۍ په صدر او د کوټې
وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد كې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا مسله په ۹۰مه لسیزه کې د نامناسبو معاهدو، د بلونو وصولۍ نامناسبه عمل او د خرابو ټرانسمېشن لاېنونو له وجې اوږده شوې ده.
د اګست پر ۳۱مه د کراچۍ په صدر کې په هغه احتجاج کې شامل د وژل شوي ځوان ورور رحمت الله او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو تور پورې کړی چې نعمت الله د پولیسو په تحویل کې د تشدد له لاسه وژل شوی دی.
نور وښیئ