نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
په همدې حال کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.
په کراچۍ کې ګڼ شمېر پښتنو په يوه غونډه کې د غلو له منګولو ازاد شوي قانون پوه حکمت الله هرکلی وکړ. هغه د سيند کچې سیمې غلو تښتولی وو چې د پښتنو تر احتجاج وروسته پوليسو ازاد کړ.
وروسته احتجاج کوونکو او پولیسو ترمینځ تر مذاکراتو وروسته پرلتوالو احتجاج د یوې ورځې لپاره وځنډاوه. تفصیل په دې ویډیو کې واورئ
د کراچۍ په سهراب ګوټ کې ګڼو پښتنو کاروباریانو او فعالانو د اګست پر نهمه د خیبر پښتونخوا د یو وکیل حکمت الله مسید د تښتونې پرضد پرلت وهلی دی. دوی وايي، نوموړی د جولای پر ۱۷مه د سیند په کندکوټ کې غلو تښتولی دی او له کورنۍ یې د کروړونو روپیو تاوان غواړي. ویډیويي رپورټ.
په سيند مېشت هندوان تور پورې کوي چې وړې نجونه یې تښتول کېږي او په زور د مذهب تر بدلونې وروسته ودول کېږي. هندوانو د اګست پر اتمه په کراچۍ کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې په زور د هندوو نجونو تښتول، مذهب بدلولو او ودونو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.
په سیند کې د هزاره اېکسپرېس په نوم د مساپر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د اوښتو په پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۰ ژوبل دي. چارواکي وايي، هغه اورګاډی د اګست پر شپږمه له کراچۍ څخه د خیبر پښتونخوا د اېبټ اباد حوېلیا ته روان وو چې د پېښې ښکار شو. ویډیويي رپورټ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دې امن پر ځای کړي. دوی د اګست پر شپږمه په کراچۍ کې د مظاهرې پر مهال د باجوړ په برید کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د انصاف غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د سیند د سکر ډېوېژن د اورګاډو ادارې یو لوړپوړي چارواکي محمود الرحمان لاکو مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر شپږمه د هزاره اېکسپرېس په نوم د اورګاډي ۱۰ ډبې یا بوګۍ له پټلۍ واوښتې.
په کراچۍ کې کاروباريانو د يو پښتون سوداګر د وژنې پر ضد مظاهره کړې ده. پوليس وايي چې د اګست پر لومړۍ نېټه غلو عارف مسيد په سهراب ګوټ کې په خپل دوکان کې وژلی دی. مسید په کراچۍ کې د ټایرونو دوکان درلود. د اګست پر دویمه کاروباریانو او په کراچۍ کې اوسېدونکو ګڼو پښتنو په سهراب ګوټ کې مظاهره وکړه.
دا تر هغې وروسته ده چې د سیند های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د جولای پر ۳۱مه د حکومت له لوري د عامه نظم ساتنې د قانون له درېیمې مادې (۳ اېم پي او) سره سم، د هغوی ګرفتاري ناقانونه وګرځوله او سمدستي یې د خوشې کولو امر وکړ.
دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، نور الله ترين او له هغه سره د غورځنګ نور غړي د جولای پر ۱۶ مه د کراچۍ د ګلزار هجري تاڼې پوليسو د يوې مسلې په اړه غوښتي ول او له هغه ځایه یې نیولي او نامعلوم ځای ته یې استولي ول.
خالد خان بېټني د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې تېره میاشت وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.
په همدې حال کې د جولای پر ۲۲مه د سیند صوبې په دویم لوی ښار حیدراباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بېټني د خوشې کېدو لپاره احتجاج وکړ.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جولای پر ۲۱مه په کراچۍ کې مظاهره وکړه او د سیند صوبې په خیرپور کې د پولیسو په حراست کې د باجوړ د استوګن سلطان محمد د مبینه وژنې د پلټنو غوښتنه یې وکړه. مظاهره کوونکیو ویل چې په س
د تېلو کاروباریانو د ټولنې مشرانو پرون (د جولای پر ۲۰مه) په کراچۍ او پېښور کې خبري غونډو ته وویل چې حکومت ورته د یو لیټر تېلو پر سر شپږ روپۍ ګټه ورکوي چې له دې کبله له زیان سره مخامخ دي. دوی داراز وویل چې له ایرانه د تېلو قاچاق یې هم کاروبار خراب کړی دی نو ځکه سبا سهار ټول پمپونه تړي.
خالد خان بېټنی د خیبر پښتونخوا د ټانک سیمې دی. هغه د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.
د سيند حکومت د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل چې هر څوک چې د قانون پرضد کار کوي یا د حالاتو خرابولو هڅه کوي، نو پرضد به یې قانوني اقدام کوي.
د خېبر پښتونخوا د ټانګ اوسيدونکی خالدخان بېټنی د سيند صوبې په کشمور کې غلو تښتولی او اوس يې د کورنۍ نه دکروړونو روپو غوښتنه کوي. د پیښې پر ضد په کراچۍ کې د جولای په۱۷مه د ټرانسپوټرانو اتحاديو غړو ډريورانو او د ګاډو مالکانود بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو کور مخې ته احتجاج کړی او
نور وښیئ