نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
کله چې د سوات والي پاکستان سره د الحاق تړون کاوه نو پرې منلې یې وه چې دا ډويژن به ټيکسونه نه ورکوي خو څه موده مخکې د پاکستان حکومت په قوانينو کې د بدلون په کولو سره اعلان وکړ چې دا استثنا به د ۲۰۲۳ کال په جولای کې ختمه شي. په دې کار سره به په لکونو نان کسټم پېډ ګاډي هم ناقانونه شي.
د ډېسېمبر پر ۱۷مه د سوات په مینګوره کې د یتیمو ماشومانو ادارې د زده کوونکو لپاره یو ورځنی ساینسي او هنري نندارتون جوړ کړی وو. په نندارتون کې زده کوونکو ساینسي او فولکوري شیان وړاندې کړل او په اړه یې معلومات ورکړل. ویډیويي رپورټ.
په سوات سيدوشريف کې د ښځو د حقونو د پوهې په اړه مېله شوې چي پکې هنرمندانو ښځو د لاس جوړکړل شوي شيان ايښي دي. پر دې سربېره په مېله کې د ښځو د حقونو په اړه ويناوې هم وشوې.
د سوات انتظاميې د نومبر پر ۲۲مه نېټې پر شپه په مينګوره کې د موسيقۍ محفل جوړ کړی وو چې پکې له لاهوره ورغليو سندرغاړو سندرې وویلې. محفل ته یوشمېر کسان ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
ګوښه شوي سیاستوال خورشید علي خان، چې د خورشید کاکاجي په نوم مشهور دی، د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د دوی د اېستلو لپاره پورته شوی ګام د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ایین کې نه شته او دوی یې غندي.
محمود خان جلسې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې وفاقي حکومت ورته د صوبې د برېښنا ګټه او نورې پیسې نه ورکوي چې موخه یې د "صوبايي حکومت ناکامول" او هلته د ګورنر راج یا واکمني ده.
د پولیسو ویاند شاهد حمید مشال راډیو ته وویل، پېښه د نومبر پر ۱۶مه سهار په شهابخېلو سیمه کې شوې ده. د ده په خبره، وسلوال چې وار له مخه پټ ناست ول، د عباسي څوکۍ د ګزمې پر ګاډي یې ډزې وکړې او پولیسان یې ووژل.
د خیبر پښتوخوا په اسمبلۍ کې هم د نومبر پر ۱۴مه د بحث پر وخت د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالانو د تعليم په اړه د تحريک انصاف پر حکومت نيوکې وکړي.
د سوات د پولیسو مرستیال مشر وايي، که څه هم مجسمې ته ډير زیان نه دی رسېدلی خو دغه کار د پاکستان د قوانينو خلاف کار دی نو ځکه یې ابوبکر نيولی دی.
له هوا يخېدو سره سم د خيبر پښتونخوا په سوات کې د بړستونو کاروبار زيات شوی دی. د بړستونو کاروباريانو وايي چې وړاندې به د مالوچو بړستنې پلورل کېدې خو اوس خلک د پوليسټر بړستنې هم خوښوي.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
د اکتوبر پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په سوات او بنو کې ګڼو خلکو په سیمه کې د امن لپاره احتجاجي مظاهرې کړې دي. د سوات په بریکوټ کې "سوات ولسي پاڅون" ولسي غونډه وکړه. بلخوا په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې احتجاجي لاريون وشو.
د دې مظاهرو مشرانو او برخه وال تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ په سوات او نورو پښتنو سیمو کې د وسله والو پر بیا راڅرګندېدو سترګې پټې کړې دي.
په سوات کې د اګست په میاشت کې تر سېلاب څه د پاسه دوه میاشتې وروسته هم یوشمېر کورنۍ له سرپناه بې برخې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، ژمی راروان دی او باید د سېلاب ځپلو د استوګنې مناسب بندوبست وشي. اعلاوزیر وايي، حکومت اغېزمنو کورنیو ته د بشپړ وران کور پر سر څلور لکه روپۍ ورکوي. ویډیويي رپورټ.
د اکتوبر په ۲۱مه په سوات او بونیر کې د امن لپاره مظاهرې وشوې. په دواړو سیمو کې مظاهره کوونکیو له حکومته غوښتنه وکړه چې د امنیت د راوستلو لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي. په مظاهره کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم ګډون وکړو. بل پلو حکومت وايي، له سواته وسله وال بیرته تللی دي. نور حال په دې راپور کې.
انصاري دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په وروستیو کې په سوات کې د وسلوالو د منظمېدو په اړه د اوسېدونکو او سیاسي ګوندونو اندېښنې زیاتې شوې دي او د ناامنۍ ضد یوشمېر مظاهرې شوې دي.
د پاکستان د اب وهوا د بدلون مخنیوي چارو وزیرې شيري رحمان په خيبر پښتونخوا کې د ناامنیو په اړه په خپله وينا کې وويل چې "دا څه چې روان دي دا بغاوت نه دی، دا ترهګري ده." هغې پر مذهبي وسلوالو تنقيد وکړ چې په وينا يې د "مذهب په جامه کې خپل ناوړه هدفونه لری."
دوی دا غوښتنه په داسې کې حال کړې چې په خيبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی او خپله د اعلا وزیر محمود خان تعلق هم له سوات سره دی.
د خیبر پښتوخوا په سوات کې، د اکتوبر پر ۱۵مه، د ضلعې انتظامیې او پوځ له خوا د امن کانفرنس په نامه جرګه جوړه شوه. د سوات د سیدو شریف په ودويه هال کې بلل شوې جرګې ته یو شمېر سیاسي او قبایلي مشران وربلل شوي ول.
د خيبرپښتونخوا پر سوات او ځينو نورو سيمو سربېره په کراچۍ او اسلام اباد کې زرګونو کسانو د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد مظاهرې کړې دي. په مظاهرو کې د سیمې سياسي او ولسي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سوات په ګډون کې د خيبر پښتونخوا په ټولو سيمو کې امنيت باوري کړل شي.
نور وښیئ