نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د صوبې د ځينو نورو سیمو په شان په سوات کې هم په دې وروستيو کې خلکو د جرګو او لاریونو له لارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د خلکو د خونديتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.
په سوات کې زرګونه کسان او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو د اکتوبر ۱۱مې احتجاجي مظاهرې ته ورغلي ول. مظاهرې ته د عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ په ګډون د یوشمېر سیاسي ګوندونو او ډلو مخکښه مشرانو ویناګانې وکړې. ویډیويي رپورټ.
پولیسو د نننيو احتجاجونو د پراخېدو د مخنيوي لپاره د ايين د ۱۴۴مې دفعې په لګولو سره په ځينو ځايونو کې د احتجاجونو کول منع کړي دي، خو ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دوی به مظاهرې کوي او تر هغې به ارام نه کښېني تر څو ورته حکومت د امنيت پوره ډاډ نه وې ورکړی.
د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځ په وار وار ویلي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسله والو فعالیت ته به په هیڅ صورت اجازه ورنکړي.
په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په سوات کې سېلابونو د يخو اوبو "ټراوټ" کبانو (ماهيانو) سلګونه فارمونه وړي دي. د فارمونو مالکان وايي چې د کروړونو روپيو زيان وررسېدلی او زرګونه کاريګران يې بېروزګاره شوي دي. بلخوا حکومت وايي چې د اوښتو زيانونو سروې روانه ده.
منظور پښتین دا پوښتنه د سېپټېمبر پر ۳۰مه د سوات په مټه چوک کې امن مظاهرې ته د وینا پر مهال پورته کړه. د امن لپاره دا مظاهره د ولسي پاڅون په نوم د ځايي ځوانانو لخوا ترسره شوه چې پکې ګڼو خلکو برخه واخېسته.
جرګې ته د وینا پر مهال د سوات د پولیسو یو مشر ډي ايي جي ذیشان اصغر وویل، د امنیت د پر ځای ساتلو په موخه د پوځ درې ډویژنه دستې سوات ته رسېدلې دي.
د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې وسله والو د پنجشنبې (زیارت) شپې مهال د جمرود په نوې ابادۍ کې د پولیسو د ګزمې یا ګشت پر مهال برید وکړ چې پکې سرتېری محسن اپرېدی ووژل شو.
په سوات کې قامي جرګې غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د وسله والو پرضد د عملیاتو لپاره پولیسو ته زیات اختیارات ورکړي. دا غوښتنه د سېپټېمبر پر ۱۸مه په مینګوره کې د جلسې ګډونوالو وکړه. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې په سوات کې د وسله والو ضد اقدامات کوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي.
د سوات د کبل خلکو، د سېپټېمبر پر ۱۶مه د لاریون او جلسې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د بدامنۍ، هدفي وژنو او قلنګ اخېستو مخه دې ونیسي.
په دې لاریون او جلسه کې ځايي خلکو، قامي مشرانو، د سیمې مخورو او همدا رنګه د سیاسي ګوندونو استازو برخه واخیسته. غونډې ته د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي رحمت علي، مخور مشر شیرشاه خان، د ځوانانو مشر فواد خان او نورو ویناوې وکړې.
د چارباغ تاڼې مشر علي باچا تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د دکوړک سیمې اوسېدونکی او د امن کمېټۍ پخوانی غړی محمد شیرین د سېپټېمبر پر ۱۴مه د ماخوستن تر لمانځه وروسته کور ته پر لاره وو چې وسله والو وویشت.
په سوات کې یوه خبریال فضل خالق مشال راډیو ته وویل چې د امن کمېټۍ او لښکر مشر محمد ادریس خان په خپل شخصي کار پسې د کبل تحصیل کوټکۍ سیمې ته تللی وو او چې کور ته ستنېده نو ګاډی یې پر لار د رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شو.
د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات ګبین جبه د نوې سیلانۍ سیمې په توګه معرفي کړې ده. سیلانیان وايي، ګبین جبې ته یوازې جیپ ډوله ګاډي تللای شي او همداراز، ځینې خلک پر آسونو سپاره ورځي. په دې ویډیويي رپورټ کې مو د ګبین جبې سیل ته بیایو.
د خيبر پښتونخوا د سوات چارواکي وايي چې هلته د اګست تر ۲۷مې سېلاوونو لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي. د سوات مرستيال کمېشنر ويلي چې اوسنی سېلاو د سوات د تاريخ يو تر ټولو لوی سېلاو دی. په سوات کې د سېلاو او هلته د مرستندويه کارونو په اړه نياز احمد خان راپور راکوي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په مينګوره کې د اګست په ۲۴مه سیلابونو دکانونو او کورونو ته زیان رسولی دی. د دې ځای خلک وايي په مينګوره کې په تېرو ۱۲ کلونو کې دومره زورور سیلاب کله نه وو راغلی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې زر تر زره دې مرستې ورسره وکړي. په اړه یې د نیاز احمد خان ويډيو راپور وګورئ
د ملا بابا سیمې اوسېدونکي شوکت علي مشال راډیو ته وویل، سېلاو یې حجره اغېزمن کړې ده. دی وايي، د هغې سیمې شاوخوا ټولې کورنۍ سېلاو ځپلې دي خو په وینا یې، اوس د سېلاو شدت کم شوی دی او د سیمې زیاتره اوسېدونکي له کورونو څخه اوبه باسي.
نور وښیئ