نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د اپريل پر ۲۴مه د شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د ابتدايي معلوماتو ترمخه، په چاودنه کې دا مرکز ويجاړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې چاودنې د ترهګرۍ ضد مرکز په زړه ودانۍ کې د بارودي موادو په يو ډيپو کې شوې دي. په وژل شويو کې ۱۳ پوليس والا او ۳ ولسي وګړي دي.
د کوچني اختر د خوشاليو لا زیاتولو لپاره د پاکستان او خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو يو شمېر کسان سوات ته رسېدلي دي. دوی وايي چې د اختر رخصتیانې په سوات کې خوند کوي.
د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) او پولیسو په جلا، جلا بیانونو کې ویلي دي چې پېښه د اپرېل پر ۲۳مه ماسپښین مهال د سوات په فتح پوره کې شوې ده.
مظاهرچيانو د اپرېل پر ۱۹مه په مینګوره کې د شعارونو له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د بحرين او کالام ترمینځ شاوخوا ۴۰ کېلومیټره اوږد سړک دې ژرترژره خلاص کړي.
د اپرېل له ۱۷مې راهیسې په سیمه کې د روانو بارانونو له کبله سېلابونه راغلي دي چې له کبله یې له بحرینه تر کالام پورې ۲۴ کېلومیټره سړک ځای پر ځای پر ځای بند شوی دی او په شمال کې د ګلګت بلتستان او د پنجاب د راولپېنډۍ ترمینځ د قراقرم لویه لاره هم تړل شوې ده.
د بونير د زراعت محکمې مشر عدالت خان وايي چې دوی کروندګرو ته پر وخت مشورې ورکړې وې چې په غنمو د سرخي لګېدو مخنیوي لپاره دې دوایانې وکاروي.
د خيبر پښتونخوا د سوات په چارباغ کې يو کس هر کال د روژې په مياشت کې زرګونه خلکو ته پاخه شوي وړيا خواړه ورکوي. د دې کار انتظام کوونکی وايي چې دا کار د روژه دارو لپاره د ډالۍ په توګه کوي. بلخوا خواړه ترلاسه کوونکي کسان وايي چې په روانه ګراني کې وړيا خواړه لويه مالي ګټه ورته رسوي. .
د سوات احسان الله د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) اتم پړاو غوره لوبغاړي انعام ګټلی دی. ۲۰ کلن احسان الله وايي، پلار به یې د کرکټ ازموینو یا ټرایلونو ته بیوه خو ده پر ښه توپ اچونه یا بالېنګ سربېره په لوبډلو کې ځای نه مونده. له نوموړي سره بشپړه مرکه وګورئ.
په سوات کې د مشهورو شاعرانو په ګډون مشاعره شوې ده. لایق زاده لایق، ممتاز اورکزی، افسر افغان، بخت زاده دانش، ظفر علي ناز، منير بونیری او اباسین يوسفزی له هغو شاعرانو وو چې تر پينځوو ساعتونو لپاره شعرونه وويل.
د مارچ پر ۱۴مه د مظاهرې ګډونوالو وویل چې له چکدرې تر فتح پوره پورې تر جوړېدونکي سړک لاندې د خلکو په "زرګونو کناله" کرنیزه مځکه راځي چې ورسره "۳۰۰،۰۰۰" خلک متاثرېږي.
په سوات کې له اوږدې مودې راهیسې په لاسونو د لرګیو پر شیانو نقش او نګار کېږي، خو په وروستیو کې یې کاروبار خراب شوی دی ځکه چې حکومت د سیمې د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی دی او له بهره درامدېدونکې (واردېدونکی) لرګی ګران وي. چارواکي وايي، دا اقدام یې د ځنګلونو د ژغورلو لپاره کړی. ویډیويي رپورټ.
ریاض دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د فبرورۍ پر ۱۹مه شپې دوه بجې وسلوالو هغه مهال د ښار په تاج چوک کې د نرښځيانو پر موټر ډزې وکړې چې هغوی له یو پروګرامه خپلې دېرې ته ستنېدل. په هغه برید کې د ماه نور په نوم نرښځۍ وژل شوې وه او بل نرښځی ژوبل وو.
د سوات په ملم جبه کې تر واورې ورېدو وروسته یوشمېر سیلانیان هغې سیمې ته ورمات دي. سیلانیان وايي، له موسمه یې خوند اخیستی دی. موږ په ملم جبه کې له سیلانیانو سره خبرې کړې دي او دا ویډیويي رپورټ مو جوړ کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د سوات عایشه اياز غواړي په اولمپېک لوبو کې ګډون وکړي. هغې په نهه کلنۍ کې په دوبۍ کې يوه نړيواله او د پاکستان دننه ځينې نورې سیالۍ ګټلې خو وايي غواړي لا مخکې ولاړه شي.
مظاهرچيان د کبل تحصيل له پوځي کيمپ سره نږدي راغونډ شوي ول. د هغوی په خبره ۱۵ کاله وړاندې په ۲۰۰۸ز کال کې د سیمې د امنيت د ټینګولو لپاره پوځ او امنیتي ادارو د هغوی ۱۵۰ کناله زمکه نیولې وه.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د عکسونو او ویډیوګانو له خپرېدو وروسته د وژنو پېښې شوي دي.
د سوات د بحرین سیمې پخوانی ناظم ډاکټر شاه خان د جنورۍ په ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، نړیوالو له پاکستان سره په کافي اندازه د پیسو ژمنه کړېده خو درېغه که دغه مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي.
په سوات کې د ژمي واوره ورېدل پیل شوي دي چې ورسره سم یوشمېر سیلانیان هلته ورغلي دي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې د تېر کال پرتله سږ کال کم خلک چکر ته ورځي. د سیمې خلک وايي، د دې لامل په ۲۰۲۲ز کال کې سېلابونه او د ناامنۍ زیاتېدل دي. نور په ویډیويي خپرونه کې.
نور وښیئ