نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د سوات په سیدو شریف کې د جولايي پر اتمه په یوه غونډه کې پنځه ښځو او یو نرښځي د یادې جرګې د غړیتوب څوګند وکړ.
چارواکي وايي چې دا پېښه د جولايي پر شپږمه ماښام مهال د شانګلې ضلعې په مارتونګ سیمه کې شوې ده. په پېښه کې د وژلو شویو ماشومانو عمرونه د نهو او ۱۴ کلونو ترمنځ ښودل کېږي.
د مېنګور په نشاط څلور لاره کې د جولايي پر لومړۍ نېټه د شوي احتجاج ګډونوالو غوښتنه کوله چې د جون پر ۲۷مه نیول شوی اظهار الله دې زر تر زره خوشې کړل شي.
پوليسو ویلي چې بېګا شپه ناوخته (د جون پر ۲۷مه) يې د مرستيال کمشنر په امر شاهد علي خان په مينګوره او ډاکټر امجد علي په شموزو کې له خپلو کورنو ونیول او زندان ته يې ولېږل
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشربلاول بوټو زرداري ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې لا هم "د ترهګرۍ خطر موجود" دی. دا د ګوند د مشر په توګه سوات ته د بلاول بوټو زرداري لومړی سفر وو. ویډيويي رپورټ.
په سوات کې مندتې (خورماڼۍ یا زردآلو) پخې شوې دي او باغوانان وايي، سږ کال یې پیداوار ښه دی. په هغه سیمه کې په وروستیو کلونو کې د مندتو باغونه زیات شوي دي او باغوانان وايي، بازار یې هم ښه دی. ویډیويي رپورټ.
د سوات د پوليسو مرستيال مشر فرمان الله مشال راډيو ته ويلي چې د جون پر اتمه، د مينګورې تاڼې دوه سرتېرو په ښار کې عادي ګزمه کوله چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې. د نوموړي په وينا، په پېښه کې دواړه پوليس ووژل شول او يو لاروی ژوبل شو.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پولیسو د دعوې تصدیق نه شي کولای. خو د بنجوټ اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د ډزو د پېښې ځای ته چې ورغلل نو هلته درې مړي پراته ول. دوی وايي، هغه مړي یې له پولیسو سره یو ځای د غره له سره پورته کړل او بیا پولیسو له ځان سره یوړل.
د روزنې دا لنډمهاله کورس د سوات په فضاګټ سیمه کې پرانېستل شوی وو چې پکې ۱۶ هغو مېرمنو او نجونو برخه واخیسته چې له عکاسۍ او ویډیو کلیپونو جوړولو سره یې علاقه لري.
مسرت هلالي دا څرګندونې د جون پر درېیمه، په مینګوره کې، له ځايي وکیلانو څخه د سګوند اخیستو پرمهال وکړې. هغې وړاندې وویل، د کوم عدالت نه چې خلک شکایتونه ولري، مسوول به یې د ضلعي عدالت مشرقاضي وګڼل شي.
د خیبر پښتونخوا پخوانۍ صوبايي اسمبلۍ د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د یو قرارداد له لارې له وفاقي حکومته غوښتنه کړې وه چې تر هغو چې د ملاکنډ ډېوېژن او قبایلي ضلعو خلک د دې جوګه شوي نه وي چې ټیکسونه ورکړي نو مالیې دې ورڅخه نه اخلي.
رانا ثناالله زیاته کړه"دا تاسو (تحریک انصاف) چې څه کړې دي، تر دې وروسته به دا ووايم چې د دې حل يوازې دا دی چې دغه ګوند نور کاالعدم اعلان کړل شي."
د سوات په کبل کې د یوشمېر ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه مشرانو او فعالانو د مې پر پنځمه، د ناامنۍ پر ضد د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي جلسه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین جلسې ته د وینا پر مهال وویل، په سوات کې شوې وروچاودنې او د بدامنۍ وروستۍ پېښې د ترهګرۍ او بدامنۍ د لړۍ نوې کړۍ ده.
ټاکل شوې چې په کانجو چوک کې نننۍ جلسه ماسپښین دوه بجې پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې ناامني زیاته شوې ده.
د سوات په کبل تاڼه کې د اپرېل پر ۲۴مه تر چاودنو وروسته هلته مظاهرې پېل شوي دي. مظاهرین په سیمه کې د امن ټینګښت او د کبل د چاودنو رڼې پلټنې غواړي. حکومت دریځ لري چې د تاڼې په څنګ لوري کور کې د برېشنا د شارټ سرکټ له وجې په تاڼه کې بارود ډزېدلي وو. مظاهرې په مټه او منګلور کې شو
د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې خلکو د اپریل پر ۲۸مه هم د جمعې له لمانځه وروسته خپلو پراخو مظاهرو ته دوام ورکړ. دوی دا مظاهرې د سوات په کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په تاڼه کې د ترسره شویو غبرګو چاودنو نه وروسته شروع کړې دي.
د سوات قامي جرګې تر سیوري لاندې ځايي خلکو د مينګورې په نشاط چوک کې د اپريل پر ۲۵مه په مظاهره کې غوښتنه وکړه چې د پوليسو په مرکز کې دې د ښويو چاودنو رڼې پلټنې وشي. په دې احتجاج کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غړي شامل ول.
د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د اپريل پر ۲۴مه د شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د ابتدايي معلوماتو ترمخه، په چاودنه کې دا مرکز ويجاړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې چاودنې د ترهګرۍ ضد مرکز په زړه ودانۍ کې د بارودي موادو په يو ډيپو کې شوې دي. په وژل شويو کې ۱۳ پوليس والا او ۳ ولسي وګړي دي.
نور وښیئ