نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
هغه وویل "دا ګاډي د چمن څخه راځي او دلته یې خلک اخلي، دا درګۍ د پاټکه پورې اجازت لري، مخکې هم حکومتونو دا مسله راپورته کړې ده. په دې ګاډو دلته خلک خپلې مزدوریانې کوي، که دوی په دې ټیکسونه لګوي نو موږ ورته تیار نه یو."
د پاکستان حکومت په وروستیو کې ویلي دي چې د ټول هېواد په څېر په ملاکنډ کې هم پر هغو ګاډو مالیه لګوي چې د ګمرک یا کسټم محصول یې نه دی ورکړی. په ملاکنډ ډېوېژن کې اوسمهال شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ داسې ګاډي چلېږي چې کسټم یې نه دی ورکړی. ویډیويي رپورټ.
د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل، هغوی هغوی ژوبل کسان له کندې وایستل او د ژغورنې د ادارې په مرسته د سوات د سیدو شریف روغتون ته لېږدول شوي دي.
په سوات کې د يتيمو او بېوزله ماشومانو د ساتنې او روزنې حکومتي ادارې "زموږ کور" د خپل تاسيس د دويمې کليزې په مناسبت د ماشومانو په لاسونو د جوړو شیانو نندارتون جوړ کړی. په هغه اداره کې هغه ماشومان روزل کېږي چې د بېلا بېلو لاملونو په نتيجه کې له زدکړو پاتې شوي دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات قامي جرګې مشر مختیار یوسفزي خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د بدامنۍ تازه لړۍ د سوات خلکو ته د منلو وړ نه ده.
دا له هغه وروسته ده چې د ګلګت بلتستان حکومت په ځينو ځایونو کې د امنيت لپاره د پولیسو تر څنګ رينجرز او ايف سي ځواکونو هم ورغوښتي دي.
د ډېپټي کمېشنر په ليکل شوې حکم نامه کې پر فياض ظفر تور پورې شوی چې نوموړي عامه نظم ګډوډ کړی
د شانګلې او بټګرام د يوه کلي ترمینځ د سيند پر سر زانګو (چېیر لېفټ) د تګ راتګ لپاره استعمالوونکې وايي چې بهر ته تلو لارې نه شته او یوازې زانګو يې د تګ راتګ مهمه وسيله ده.
د اګست پر ۲۵مه د هغو مظاهرو ګډونوالو د بجلۍ د محکمې واپډا ضد نعرې ووهلې او د بجلۍ بیلونه یې وسوزول. مظاهرین وایي چې په ملک کې ګراني له وړاندې نه زیاته ده او روزګار نشته خو د بجلۍ نرخونو زیاتېدو سره یې مشکلات نور هم زیات شوي دي.
حکومت دا ګام تر هغې وروسته اخیستی چې د خیبر پښتونخوا د بټګرام ضلعې په الايي سیمه کې د اګست د ۲۲مې پر سهار اووه ماشومان او د هغوی یو ښوونکی د زانګو د یو مزي پرې کېدو له کبله پکې بند پاتې شول.
د سوات د تعلیم د محکمې مرستیال مشر فضل حق خان وایي، پېښه د جولای پر ۲۸مه په ټوپسین سیمه کې شوی. هغه نن (د جولای پر ۲۹مه) مشال راډیو ته وویل، په سکول کې د ۵۴ جینکو په ګډون نېږدې ۵۰۰ ماشومانو زده کړې کولې.
ځايي خلکو له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته د مرستو غوښتنه کړې او پر چارواکو یې ټينګار کړی چې د رغونې او د لارو پرانیستو چارې ګړندۍ کړي.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې تېر کال سېلابونو په سلګونو کورونه او دکانونه وران کړي وو. ځايي سېلاب ځپلي وايي چې لا هم ورسره پوره مرستې نه دې شوې. دوی وايي ستونزې یې ختمې شوې نه دي. نياز احمد خان په دې اړه راپور لري.
اخوا د پاکستان د موسمیاتو ادارې د هېواد په مختلفو برخو کې د پشکال بارانونو پر مهال په ښاري سیمو کې د سېلابونو خبرداری ورکړی دی. د موسمیاتو ادارې د جولای پر ۲۱مه په بیان کې د جولای تر ۲۶مې پورې په پېښور، راولپېنډۍ، اسلام اباد، لاهور او ګوجراوالا کې د سختونو ورښتونو له کبله د سېلابونو اټکل کړی دی.
د سوات مټې تحصیل چپریال پولیس تاڼې اېس اېچ او محمدزیب خان د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د مټې پیوچار شګۍ کلي کې خپله ښځه او ورسره یو سړی ویشتلي.
نور وښیئ