نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
په سوات کې د بشيګرام ډنډ ته تلل اسانه کار نه دی خو بیا هم ګڼ سېلانیان ورځي او د طبیعت ښایستونو ننداره کوي. سېلانیان وايي، په ساعتونو، ساعتونو مزل کوي نو ځکه ښه دا ده چې خلک هلته په رسېدو، شپه وکړي. د سوات بشیګرام ډنډ په اړه دا رپورټ وګورئ.
د خيبر پختونخوا پخوانی وزير اعلی او د دې صوبې د عوامي نيشنل ګوند مشر نن سوات ته تللی وو. هغه خبريالانو سره د افغان کډوالو په ستونزو، سوات موټروی او چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه خبرې وکړي.
د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د ملاکنډ په چکدره کې د سوات موټروې پرانیسته کړې. نوموړي په تاڼه کې ولس ته په وینا کې وویل، د ۲۰۱۷ز کال تر پایه به دا ۸۱ کیلیومیټره اوږد لوی سړک جوړول کېږي. د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپله وینا کې وویل، خېبر پښتونخوا حکومت د درغلۍ ضد بېساري اقدامات
د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پرویز خټک ويلي دي وفاقي حکوت په صوبه کې د بجلۍ د لوډ شیډنګ (پارچاو) ذمه واره دی. نوموړي د شبنې پر ورځ په سوات کې یوې غوډنې ته وویل. وفاقي حکومت یادې پښتونخوا ته د هغې د برخې بجلي نه ورکوي. په اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ
په سوات تحصيل کبل کې یوه ناوې چې دوه ورځې وړاندې یې واده شوی دی وژل شوې،پوليسو يې خاوند د وژنې په تور نیولی دی.
د ملاکنډ سیاسي اتحاد په سیمه کې د کسټم یا ګمرکاتو قانون په اړه د وفاقي حکومت پرېکړې هرکلی کړی دی. دې سیاستوالانو د دوشنبې پر ورځ په یو بل کې خواږه ووېشل. د یکشنبې پر ورځ د خزانې وفاقي وزیر وویل، د ملاکنډ ولس په غوښتنه، په هغه سیمه کې د کسټم قانون نه نافذوي. ویډیو وګورئ.
احتجاجیان غوښتننه کوي چې امنیتي ادارې دې د ترهه ګرۍ په نوم شريف او بې ګناه ولس نه تنګوي.
د خېبر پښتونخوا سېلاني سیمې سوات په تحصيل مټه کې یوه ۲۰ کلنه مېرمن چې سخته ژوبله وه، د سيدوشريف خیر ښېګړې ټولنې دوتر کې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې خپل سخر او خواښې په چړو وهلې ده او تېری ورسره شوی دی. دې دعوه کوله چې پوليس یې رپورټ هم نه اخلي او له حکومته یې د انصاف غوښته کوله. له سواته
د سوات د مټې تحصیل په یوه کلي کې په زرګونه کسان اوسي خو سکول نه لري. د جره کلي اوسېدونکي وايي، بچي یې څو کیلومیټره لرې ښوونځي ته ځي او دا چې دوی ځمکه ورکړې خو انتظامیې لا سکول نه دی جوړ کړی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د درال درې ډنډ نه یوازې د خپل ښایست لپاره پېژندل شوی دی بلکې خلک یې ((جادويي)) ډنډ هم بولي. د سیمې اوسېدونکي وايي، که حکومت ډنډ ته تلونکې لارې جوړې کړي نو ښايي لا زیات سیلانیان ورشي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه ټولنه وايي په سوات ضلع کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې اته مېرمنې په ناموسي پېښو کې وژل شوې دي. د بشري حقونو کمېشن هم وايي چې په ۲۰۱۵ز کال کې په ټول هېواد کې سلګونه ښځې د غیرت په نوم وژل شوې دي چې پکې ډېری د خیبر پښتونخوا په سوات کې دي. تفصیل په دې رپورټ کې
د پاکستان بشري حقونو کمیسون هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې په دغه کې نږدې ۱۱۰۰ مېرمنې د ناموسي وژنو ښکار شوې
د دوی په وینا ، دا دسیسه د سوات په سېلاني سیمه بحرین کې هغه مهال شنډه شوې ده چې په لویه کچه بارودي مواد او نور توکي نیول شوي دي.
د سوات بري کوټ تحصیل په بلو کلي کې د بودايي مذهب یو څلی اوس هم د سیمې او نړۍ په کچ د نندارچیانو پام ځان ته اړولی دی. دغه ګونبد وزمه ودانۍ لا هم په ښه حال کې ده خو د سیمې اوسیدونکي وايي که ورته تلونکې لارې ورغول شي او امنیتي وضع ښه شي، نن هم د نړۍ سیلانیان او په ځانګړي ډول د بودايي مذهب منونکې ورته ډ
د اختر لمانځلو په موخه په سلګونه سیلانیان سوات ته ورغلي دي. دوی د فضا ګټ پارک ته هم ورځي. سیلګري وايي، د سوات سیندونه، درې او غرونه یې ډېر خوښېږي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېرښېګړې ټولني مشرې نيلم چټان وویل چې د برېښنا نشتوالي له لاسه تر ټولو زیات تکلیف په کورونو کې ناستو ښځو ته رسېږي. ځکه چې له بجلۍ سره اړونده کارونه دوی کوي، سړي خو بیا هم له کوره ووځي ګزاره يې وشي.
سوات والي مياګل عبدالحق جهانزېب له پښتو ژبې سره بې کچه مینه لرله، ځکه خو یې د ریاست سرکاري ژبه پښتو ګرځولې وه، چې پکې ولس ته د تعلیم هم په پښتو ژبه ورکول کېدلی او دفتري چارې به هم ټولې په پښتو ژبه ترسره کېدلې.
په دې وروستيوو کې د پاکستان وزيراعظم د خيبر پښتونخوا دورې ډېرې کړي دي. دی په خپل هر سفر کې د يوې نوې پروژې اعلان او د تحريک انصاف په مشرۍ په صوبايي حکومت نيوکې کوي چې په خبره يې د خيبر پښتونخوا لپاره يې هيڅ نه دي کړي.
په سوات کې د پسرلي په راتګ کلنۍ مشاعره شوې چې ورته د ګڼ شاعران او لیکوالان ورغلي ول. مشاعرې ته د سیمې اوسېدونکي هم ورغلي ول. د پښتو نومیالي مزاحیه شاعر ظفر خان ظفر په خپلو شعرونو د ټولو ګډونوالو پر مخ موسکا راوسته. په دې اړه رپورټ وګورئ.
د سوات د منګلور پولیس وايي یو ځايي مشر جمشید علي خان د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی. نوموړی د عوامي نیشنل ګوند غړی او پخوانی ناظم و.
نور وښیئ