نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
په سوات کې تر بارانونو وروسته سېلاب راغلی دی. د زښتو پسرلنیو اورښتونو له کبله د سوات په سیند کې د اوبو کچ لوړ شوی دی او په بېلا بېلو سیمو کې په کوڅو کې او پر سړکونو اوبه جمع شوې دي چې له کبله یې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی. دا ویډیو وګورئ.
په سوات کې د خیبر پښتونخوا کلتور او فرهنګ ادارې په مرسته ځوانانو ته د رباب غږولو یو میاشتینۍ زده کړې ورکړل شوې. دې وړیا پروګرام ته ورغلیو ځوانانو مشال راډیو ته وویل چې رباب په یوه میاشت کې نشي زده کولای نو حکومت دې دا روزنیز پروګرام وغځوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د دې غیر رسمي اسمبلۍ په مرسته به نه یوازې ښځې په خپلو حقونو خبرې شي بلکې د دوی کړې سپارښتنې به په حکومتي قانونسازۍ کې هم یوه لویه مرسته وکړي.
د خيبر پښتونخوا د بلدياتي ټاکنو بريالي کانديدانو نن د خپلو دندو سوګند په پورته کولو سره خلکو ته د خدمت کولو وعدې وکړي. ځينو کانديدانو له حکومته وغوښتل چې سيمو ته دې يې پوره فنډ يا پيسې ورکړي چې دوی پري پرمختيايي کارونه وکړی شي.
د سوات په چونګۍ کې د لرګیو جوړه یوه ډېره پخوانۍ هجره ده چې ۱۷ کوټې لري او ګڼ خلک ورته ليدو ته ورځي. دا هجره د بریکوټ په شاوخوا ۱۴ کېلومیټرۍ کې پرته ده.
د سوات په کانجو ټاون شپ کې د دوو زرو سکولونو څوکیدارانو ، ته ځايي پولیس د وسلو د چلولو روزنه ورکوي.
په پيښور کې هم د مېرمنو د نړیوالې ورځې په پلمه یوه غونډه وشوه چې پکې مېرمنو له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي
محمود خان اڅکزي وویل، چې پښتون په تاریخ کې یو پیاوړی او زورور ولس پاته شوي خو ځینې خلک یې د نوم بدولو هڅې کوي.
په سوات کې پوځي چارواکي وايي، چې دغه د معمول کار دي او سيمه چې کله هم پاکه وګرځول شي نو حالات به بیرته عادي شي.
د پخواني سوات ریاست اخري ولې عهد ( د والي ځای ناستی ) میا ګل اورنګزیب د ورپېښې ناروغۍ له کبله د شپږ اتیا کالو په عمر کې د اتوار په ورځ په سوات کې وفات شو. د نوموړي د جنازې لمونځ په شاهي محل سیدوشریف کې وشو چې په سلګونو ولسي کسانو پکې برخه واخیستله خو حکو
ده وویل، وسله والو دی هغه وخت وواژه چې د ماسخوتن (ماخوستن) لمانځه لپاره جومات ته تللی وو. تر پېښې وروسته پولیس او پوځ په ګډه سیمه په خپله ولکه کې واخیسته او د وسله
شاهده وايي چې د خپل مېړه د وهلو ټکولو خلاف چې یې خپل غږ عدالت ته ورسولو نو په دې یې خاوند ډېر غوسه چې په غچ کې د دې لاس ورمات کړ او هم یې پوزه ترې غوڅه کړه.
د ملاکنډ د لیویزو یوه سرتېري ګلروز مشال راډيو ته وویل، وسله والو په غاور کلي کې پر امنیتي پوستې برید وکړ او دوه سرتېري یې ووژل.
د خېبر پښتونخوا شانګلې سيمې ولس په یوه احتجاجي لاریون کې غوښتنه کړې چې په خپل ځايي بند (ډېم) کې پېدا کېدونکې بجلۍ دې ورکړل شي.
د سوات له مرکزي ښار مینګورې ۴۰ کیلومیټره لرې د ملم جبې پر سړک په تليګرام سیمه کې د جمعې پر ورځ د پاکستان پوځ پر ګاډي هغه وخت د ریموټ کنټرول بم برید وشو چې پوځ په عادي ګزمې یا ګشت وتلی وو.
د سوات په ملم جبه کې پينځه ورځنې د واورو لوبو مېله پیل شوې ده چې پرانسته یې د خيبرپښتونخوا اعلا وزیر پروېزخټک وکړه. په دې لوبو کې يو شمېر سیالۍ کېږي چې سېلانيان هم ورځي. نور تفصیل په دې ویډیویي رپورټ کې.
د لوبو په دغه پنځه ورځنۍ مېله کې به هاکي، کرکټ ، فټ بال، بيډمېنټن، والي بال، تېکوانډو او نورې لوبې ترسره کېږي.
د خېبر پښتونخوا په سېلاني سمه سوات کې د سواستو فن او کلتور ټولنې له نورو ټولنو سره په ګډه ۲۰۱۴م کال د فلسفي شاعر غني خان په نامه دستوره ولمانځله.
د غزالې جاويد مور خبريالانو ته وویل چې دوی د عدالت له فيصلې مطمينه ديؤ خو زیاتوي چې اوس ورته د جهانګير خان کورنۍ دهړکې ورکوي.
په دغه سوځول شوي سکول کې تر پينځم جماعته زدکړې کېږي چې څه باندې یو سل زدکوونکې یې لرل خو اوس په کې حاضري ډېره کمه شوېده.
نور وښیئ