نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د سوات د بريکوټ یو اوسېدونکی چې په اړه یې ویل کېږي چې نرښځی وو، په سعودي عرب کې تر مړینې وروسته خپلې هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی. دی محمد امین نومېده چې مینو په نوم هم پېژندل کېده. د ده خپلوان وايي، ورسره ((زیاتی او ظلم)) شوی دی او په سعودي عرب کې یې هېچا مرسته نه کوله. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په مینګوره کې د پښتنو د دودیزو جامو – شړۍ او پکول – ورځ لمانځل شوې چې ورته ګڼ ولسي وګړي او فعالان ورغلي ول. د ټولنیزو چارو پوهان وايي، د دې ورځ لمانځلو موخه دا وه چې د پښتنو په اړه ناسم پوهاوي او تاثرات ختم کړل شي. دوی وايي، پښتنو ته په کار دي چې له خپل دود، دستور او رواج سره مینه ولري. رپورټ
د سوات پوليسو د اتوار پر ورځ مشال راډو ته وويل چې په تېرو دريو ورځو کې درې مېرمنې چې دوو په کې بچي هم درلودل د سوات په مټه کې د غيرت په نامه وژل شوي دي. خو په سوات کې د مېرمنو حقونو لپاره مبارزه کونکې يوه ټولنه بيا وايي چې په تېرو څلويښتو ورځو کې اته مېرمنې د غېرت په نامه وژل شوي او دريو مېرمنو بيا په زهرو خوړو سره ځان وژلی کوم چې د دوي په فکر هم د غېرت په نامه وژنې دي.
د عوامي نیشنل ګوند یو مشر وايي، له افغانستان سره یې وینه او دود دستور یو دی، نو اسلام اباد ته په کار ده چې ورسره ملګرتیا وکړي. میا افتخار حسین د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د سوات په سیدو شریف کې د باچا خان او ولي خان تلین غونډې ته وینا وکړه، په اړه یې دا رپورټ وګورئ.
په سوات کې باچاخان ایجوکیشن ټرسټ په یوه تعلیمي ورکشاپ کې د سیمې استاذانو ته په مورنۍ ژبه د زدکړو د اهمیت په اړه معلومات ورکړل. د غونډې د ګډونوالو وینا وه چې د نړۍ پرمختللي هیوادونه خپلو ماشومانو ته په مورنیو ژبو ژدکړې ورکوي، نو ځکه یې پوهه او قابلیت د پام وړ او لوړ وي. د ورکشاپ له لارې پر حکومت هم غ
د سولې نوبېل انعام ګټونکي ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي په شانګله کې هغه ښوونځي ته څوکۍ او مېزونه ورکړي دي چې ده پکې خپله زده کړې پیل کړې وې. زده کوونکي وايي، پخوا به پر ځمکه ناست ول، ساړه به یې کېدل او جامې به یې ناولې کېدې. د سکول استادان خوشاله دي چې دا سامان ورسپارل شوی دی. ویډیويي رپورټ.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک وايي د بدلون په نوم یې ووټ اخیستې او په حکومتي ادارو کې یې یو شمیر بدلونونه وکړل.
د سوات په مینګوره کې ناحکومتي ټولنو او انتظامیې د ((درخانۍ ثقافتي مېلې)) په نوم د ښځو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه چې پکې د سوات او نورو سیمو ښځو په خپلو لاسونو جوړ شیان نندارې او خرڅلاو ته ایښي ول. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.
په مینګوره سوات کې زدکونکیو د « ۲۰۱۶ نندارتون » په ترڅ کې پخپله جوړ کړي توکي د خلکو په وړاندې کېښودل. د نمایش تابیا کونکیو مشال راډیو ته وویل له دې نندارتونه یې هدف دا دی چې د زدکونکیو پټ صلاحیتونه خلکو ته ښکاره کړل شي.
په سوات کې خویندو جرګې د هغې مېرمنې په حق کې جرګه وکړه چې خسر ورباندې جنسی تیری کړی و او په چړو یې هم وهلې وه. نصیب جان چې اوس یې زخمونه ښه شوي او عادي ژوند لوري ته مخ په راګرځېدو ده وايي د خویندو د جرګې مشکوره ده چې د هغې په حق کې یې پریکړه وکړه. د خویندو جرګې یوه مسووله تبسم عدنان وايي نصیب جانې
په سوات کې تن د خپلې مېرمنې وژلو په تور هله ونیول شو چې کورنۍ یې مړی په پټه خاورو ته سپارلو.
په سوات کې د پخواني والي په ویاړ او یاد جوړې شوې غونډې ته ګڼ خلک ورغلي ول. په غونډه کې پر دې ټینګار وشو چې خپل مشران او تاریخ یاد ساتل اړین دي. ژبپوه پوهاند پروېش شاهین وویل، خپله والي یا باچا باسواده نه وو، یعنې لیک لوست یې نشو کولای خو په ۱۹۲۴ز کال کې یې ښوونځی جوړ کړ. رپورټ وګورئ.
په بنوکې د يو سرکاري وکيل په وژنه د سوات سرکاري وکيلانو نن په عدالتونو کې د کار نه کولو اعلان کړی دی. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې وکيلانو ته دې امنيت برابر کړي.
د تاېوان حکومت او اميد نومې غير سرکاري ادارې د سوات څوارلس کلنې حديقه بشير ته په کم عمر کې د جینکو ودونو خلاف مبارزې په سر د اسیا سفيرې جاېزه ورکړې.
په سوات کې عوامي ورکرز ګوند د چین – پاکستان اقتصادي لار پر موضوع یو ورځنۍ غونډه جوړه کړې وه چې ورته ګڼ سیاستوالان، پوهان او فعالان ورغلي ول. دوی په خپلو ویناګانو کې ټینګار وکړ چې که د اقتصادي لار ګټې پښتنو ته و نه رسېږي نو دوی یې نه مني. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په پېښور کې داسې ډېر ماشومان دي چې په مستريخانو کې کار کوي او کسب زده کوي. ځېنې ماشومان وايي، ښوونځی یې نه خوښېد نو ځکه هنر یا کسب زده کوي. خو د ګاډو مستریان وايي، دا ماشومان اکثر د بې وزلو کورنیو دي او د زده کړو وس نه لري نو ځکه مزدوري کوي. د ماشومانو حقونو ادارې وايي، دا ناقانونه عمل دی.
په پېښور کې د سړک تر غاړې یا په اډو او بازارونو کې داسې ډېر ځایونه دي چې پکې د لوبیا او چڼو یا چولو خرڅولو ځایونه جوړ دي. دا خواړه هم ارزانه وي او هم خوندور. خو له طبي پلوه، دا خواړه مناسب نه ګڼل کېږي. البته خرڅوونکي یې وايي، د بې کارۍ له کبله ډېری خلک ښه خواړه نشي اخیستای نو همدا خوري. ویډیو رپورټ.
په سوات کې د هغې سیمې لرغونو اثارو په اړه غونډه شوې چې ورته د چارو پوهان، فعالان او حکومتي واکداران ورغلي ول. په میوزیم کې جوړې غونډې ته په ویناو کې پوهانو ټینګار وکړ چې د سیمې لرغوني اثارو خوندیتوب لپاره دې کارونه وشي او ځېنې خراب شوي یا اغېزمن شوي اثار دې ورغول شي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات ضلعي انتظاميې او د خوارک محکمې په ګډه په مېنګوره کې د غير معياري پاپړو او چپسو کارخانې تړلې دي او د هغوی پرضد يې مقدمې درج کړي دي.
د سوات په کبل کې د سيګرام کلي د ماشومانو لپاره د لومړنیو زده کړو یو ښوونځی دی چې پکې دا مهال ۳۰۰ ماشومان زده کړې لري. سکول درې کوټې لري او شپږ ټولګي. په دې صورت کې، کله کله د درو ټولګیو ماشومان په یوه کوټه کې ناست وي او درې استادان ورته بېل، بېل تعلیم ورکوي. رپورټ وګورئ.
نور وښیئ