نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
په سوات کې د غر ختونکو ټولنې لومړۍ غونډه کړې ده چې پکې د هغې سیمې د لرو پرتو سیمو په اړه معلومات شریک شول. په دې غونډه کې د مشال راډیو هغه رپورټونه هم وستایل شول چې د سوات د سیلانیو او ښایسته سیمو په اړه جوړ شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په سيدو شريف کې د پښتو يوه مشاعره شوې ده چې ځانګړتيا دا وه چې پکې په لومړي ځل ښځينه شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړي دي. ویډیو وګورئ.
د سوات په مینګوره کې یوې ادبي ټولنې د سکول ماشومانو لپاره مشاعره کړې. په غونډه کې شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل او د ادب او داسې غونډو پر ارزښت یې خبرې هم وکړې. ویډیويي رپورټ.
په سوات کې د نومیالي شاعر عبدالرحیم روغاني جشن لمانځل شوی دی چې ورته یو شمېر پوهانو او ادیبانو ویناګانې وکړې او سندرغاړو یې کلام له موسیقۍ سره وړاندې کړ. غونډې ته په وینا کې د اسلامیه کالج استاد اباسین یوسفزي وویل چې د روغاني په شاعرۍ کې شاعرانه او فلسفیانه دواړه رنګونه شته. ویډيويي رپورټ.
د سوات په باچا خان ښوونځي کې کلتوري مېله شوې چې پکې ماشومانو کلتوري او اصلاحي ټپې ویلي او پر ټولنیزو چارو یې ویناوې وکړې. مشرې ښوونکې وویل، دا ښوونځی درې کاله مخکې د بېوزله ماشومانو لپاره جوړ شوی وو چې پکې اوس ۲۰۰ زده کوونکي مفت تعلیم کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات سیمه د قدرتي حسن او شنه چاپېریال له وجې مشهوره ده، خو ځايي خلک یې اوس حسن ته اندېښمن دي. دوی وايي ښاروالۍ د ټول ښار ګندونه د سیند غاړې ته غورځوي چې له کبله یې اوبه ککړیږي او ډول ډول ناروغۍ خوریږي. د سیمې ناظم بیا وايي حکومت په پام کې لري چې د ګندونو لپاره په کوتره مېره کې یو ځای وټاکي او د خل
د سوات او شانګلې د تایکواندو لوبغاړي په تایلینډ کې تر مېډالونو ګټلو وروسته خپلو سیمو ته ستانه شوي. دوی تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، د سپینو زرو مېډالونه یې ګټلي خو حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د سوات د تعلیم اداره وايي، د ښوونځینو تر منځ یې د لوبو سیالۍ پیل کړې دي. د دوشنبې یا ګل پر ورځ په مینګوره کې پیل شوې سیالۍ به د نومبر تر ۱۵مې روانې وي چې پکې هاکي، کرکټ، واليبال او ادبي هغه شاملې دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په کالام کې د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ ادارې درې ورځنۍ مېله کړې چې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ ورته د صوبې اعلا وزیر پروېز خټک هم ورغلی وو. دې مېلې ته ګڼ کسان ورغلي ول چې پکې د خرڅلاو لپاره ډېر شیان او د تفرېح یو شمېر انتظامات شوي ول. راځئ چې تاسې هم مېلې ته ورولو.
په مینګوره کې د شاه وزیر خان خاکي د دوو کتابونو مخکتنه شوې چې ورته ګڼ ادیبان، لیکوالان او فعالان ورغلي ول. دا کتابونه د پښتو پر کلتور او فوکلور لیکل شوي دي چې پکې د پښتنو ماشومانو د پخوانیو لوبو او په ټپو کې د مادي فوکلور موضوعات څېړل شوي دي. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.
د سوات له بڼ سیمې د پښتو ژبې ډېرو ښځینه سندرغاړو سر پورته کړی دی. سعدیه شا هم یوه نوې سندرغاړې ده چې لا یې د شهرت اوازې خپرې شوې نه دي، خو کار یې پیل کړی چې خپل هنر او نوم وځلوي. سعدیه شا وايي د اختر په ورځو کې د خلکو د خوشالولو لپاره خپلې سندرې وړاندې کوي. له نوموړې سره د مشال خبریال نیاز احمد خان
د سوات په بریکوټ کې یوه کس – محمد پروېز – د انارو باغ جوړ کړی دی چې له خپلې څېړنې سره یې ځانګړې مېوه تیاره کړې. دی وايي، د دې باغ ګټه دا ده چې زیاتې سرې یا اوبه خور ته اړتیا نه لري. د بوټو او ونو پوهان هم وايي، د انار خوند ښه دی او حکومت دې د داسې باغونو په جوړولو کې مرسته وکړي. رپورټ وګورئ.
د ښایستونو په وطن سوات کې ډونچار چړ یو زړه راښکونکی ځای دی چې سیلانیان ورته په ګنټڼو ګنټو پیدل مزل کوي ځکه چې هلته د رسیدو لپاره د ګاډي لاره نشته. د کالام د مهمو ډنډ نه ډونچار چړ ته د رسیدو لپاره باید دوه ساعته په پښو مزل وشي. یادې سیمې ته له رسیدو وړاندې په ټوله لاره ښایسته، شنه غرونه، تالابونه، کن
سیدګی ډنډ د سوات په یوه داسې سیمه کې دی چې هلته ورتګ لوی کړاو غواړي. دا سیمه په کتلو ارزي، ځکه چې د ډنډ په شاوخوا سیمو کې قدرتي منظرې، یخ موسم او د ګرمۍ په موسم کې هم واورې وي، خو سړی باید هلته رسېدو لپاره څو ساعته په خپلو پښو مزل وکړي. د سیمې خلک وايي که حکومت لارې جوړې کړي نو سیلانیان به په اسانه
د پېښور، مردان او بنو په نسبت د پښتونخوا سوات یوه ښایسته او یخه سیمه ده. د ګرمۍ په موسم کې د نورو ګرمو سیمو خلک د سوات یخو هواګانو، د سیند د اوبو شور او د حسن نظارو ته ځانونه رسوي. د نورو سیمو نه موسیقۍ غږونکي هم په دې ورځو کې سوات ته مخه کوي. د مشال خبریال نیاز احمدخان پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښځوو د حقونو له پاره مبارزه کوونکې او یو نړیواله جایزه ګټونکې تبسم عدنان وايي د جمعې په شپه نامالومه وسله والو په سیدو شریف کې د هغې پر کور ډزې کړې دي.
د شانګلې له رانيال کلي سره نېږدې شهتوت کلي ته تلونکي يو ډاټسن ګاډی لرګو پل ماتيدو له کبله پرېوتي چې پکې اووه تنه مړه او اووه نور ژوبل شوي دي.
د سوات په چارباغ کې یوه ښځه هره ورځ ګڼو خلکو ته روژه ماتی تیاروي. د دې روژه ماتي منتظمین وايي، دا ښځه نه غواړي چې خپل نوم وښيي او تېر کال یې په روژه کې د ۲۳ لاکو روپیو خواړه وېشلي ول. تفصیل په دې رپورټ کې.
په کالام کې په ۲۰۱۶ز کال کې له اوبو څخه د برېښنا (بجلۍ) جوړولو دوه پروژې عملي شوې چې ورڅخه په زرګونه کورونو او کاروبارونو ته بجلي رسي. دا پروژې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته عملي شوې دي. د سیمې اوسېدونکي خوشاله دي چې اوس بجلي لري. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په یوه لرې پرته سيمه منګلور بېش بڼ کې په ۲۰۰۷م کال د وسله والو له لوري ویجاړ کړل شوی د نجونو یو ښوونځی لا هم کنډواله دی، کوټې یې بې چته دي او ودانۍ یې کنډکپر ده خو نجونو او استادانو یې حوصله نه ده بایللې او اوس پکې زدکړې کوي. د مشال را ډيو خبريال نياز احمد خان یې ويډيو راپور کښلی.
نور وښیئ