نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د ملک او صوبې د یو شمېر نورو برخو په شان په سوات کې هم ضمني انتخابات روان دي، د رایو ورکولو په مرکزونو کې د مېرمنو ونډه کمه ده خو د نارینه رایه ورکونکیو شمېره بیا زیاته ده. نور حال له سواته د نیاز احمد خان په دې ویډیويي راپور کې.
د سوات د فعالانو یوه ډله د سیمې په ښایسته سیمو کې ګرځي او له هغو ځایونو څخه هغه کثافتونه ټولوي چې سیلانیانو غورځولي وي. په دې کې زیاتره شیان له پلاسټیکه جوړ وي. دوی وايي، پلاسټیک تر سلګونه کلونو پورې په ځمکه کې پروت وي او نه حلېږي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
سوات ـ په سوات کې د مخالفو ګوندونو ټولنې ویلي، په اکتوبر میاشت کې د پوځ په نګرانۍ کې کېدونکې ضمني ټولټاکنې نه مني.
د سوات په کبل کې د کانجو سیمې اوسېدونکې نفیسې رحمان د ناامنیو په کلونو کې هم زده کړو ته دوام ورکړ او وايي، د نجونو پر تعلیم بندیز وو او چې له کوره به ووته نو دا وېره به ورسره وه چې په جګړه کې و نه وژل شي. نوموړې د ناامنیو په کلونو کې لیکنې وکړې چې اوس یې کتابي بڼه ورکړې. د نفیسې رحمان کیسه په ویډیويي رپورټ کې.
د سوات د مټې تاڼې پولیسو مشر وايي، یوې نجلۍ او هلک ته یې د زهرو ورکولو په تور اووه مشکوک کسان نیولي دي.
د دوشنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د صوبايي اسمبلۍ پر ۲۳مې حلقې رایې واچول شوې. د پاکستان الېکشن کمېشن د جولای پر ۲۵مه هلته د انتخاباتو نتیجې ځکه رد کړې وې چې پکې د ښځو د ووټونو شمېر له ۱۰ فیصده کم وو. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات له ښایسته برخو څخه یوه یې د کالام شاهي باغ دی چې ګڼ سیلګري ورځي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، په پسرلي کې سیمه په بېلا بېلو ځنګلي ګلانو ښایسته کېږي. شاهي باغ د غرونو په منځ کې پروت دی چې چکر ته مو ورولو.
د سوات په مینګوره کې یو شمېر فعالانو د خوړونو غاړو ته د ونو کښېنولو لړۍ پیل کړې. دوی وايي، غواړي سیمه بیا شنه کړي او د اقلیم یا اب و هوا د بدلون اغېز کم کړي. دا فعالان وايي، د ونو، بوټو نهالولو سلسله د سوات تر نورو برخو هم غځوي. دوی چنده ټولوي او بوټي اخلي. ویډیويي رپورټ.
ګودر د کلام بازار سره په لس کیلومیټره واټن کې موقعیت لري، خو دا چې ورغلې لارې خرابې دي نو ورتګ لوی زړه او لوړه حوصله غواړي. د سوات ځیني سیلانیان د قدرتي حسن نه مالامال دغه ډنډ ته ورغلي وو. دوی وايي که حکومت ګودر ډنډ ته لارې ګودرې برابرې کړي، زیات شمېر سیلانیان به یې لیدو ته زړه ښه کړي. د مشال خبریال
د سوات اوسېدونکو د جولای د ۲۵مې پر سهار اته بجو د ووټونو په مرکزونو کې د ووټونو اچول پیل کړي دي. دا بهیر به تر ماښام شپږو بجو پورې روان وي. د سوات په مینګوره کې د ښځو او سړیو لپاره جلا جلا مرکزونه هم جوړ شوي. ویډیو وګورئ.
په سوات کې د سیلګرۍ صنعت سره تړلو لسګونو کسانو پرون د احتجاجي مظاهرې له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی له څو میاشتو راهېسې ځنډېدلې تنخاګانې دې ورکړي او نوکرۍ دې یې ورته پخې کړي.
سوات ته په اوړي او اختر کې ګڼ سېلانیان ورځي. په دوی کې ځېنې په سیند کې په جاله کې کښېني او په چکر ځي. جاله وانان وايي، دا کاروبار یوازې څو ورځې وي او دوی ورته ټول کال انتظار باسي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې یو شمېر کسانو د صوبايي او قامي اسمبلیو د څوکیو لپاره د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي. د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي چې د جولای پر ۲۵مه به ټولټاکنې کوي چې لپاره یې تیارۍ بشپړې کړې دي. د سوات یو شمېر نوماندان وايي، د ولس خدمت لپاره څوکۍ ګټل غواړي. ویډیويي رپورټ.
د سوات څپلۍ جوړووونکي کاریګر وايي، د وړوکي او لوی اختر په شپو کې د دوی مشتریان ډېر زیات وي او کاروبار یې ګټور وي. دغه کسان وايي، په لسګونو قسمه څپلۍ جوړوي چې قیمتونه یې هم فرق کوي. بل پلو د څپلو اخېستونکي وايي، په مقامي توګه په لاس جوړې شوې څپلۍ تر ډېره چلیږي. له سواته پرې نیاز احمد خان ویډیويي راپو
د پاکستان نګران وزیراعظم ناصرالملک د یکشنبې پر ورځ به سوات کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې راتلونکې پارلیماني ټولټاکنې به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.
د سوات په دې لرغوني مسجد کې لا هم د پخوا په شان کوهی شته. لرګي پکې پخواني کارول شوي دي او خلک وايي د دوی د حفاظت له وجې لا هم مسجد په ښه حالت کې دی. د نياز احمد خان ويډيو.
نیلم ارزو د دیر ده او په پښتو ژبه کې یې ماسټري کړې. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د ۲۸ کلنې ارزو د شاعرۍ د لومړۍ ټولګې مخکتنه وشوه چې ورته نومیالي ادیبان او شاعران ورغلي ول چې د نوموړې د هڅې ستاینه یې وکړه. ویډیويي رپورټ.
د سوات بلوګرام هم یو له هغو سیمو دی چې لرغوني اثار لري، خو د ورتګ لار یې ګرانه ده. د سوات غرختونکو او چکر وهونکو د ډلې یو شمېر ښځې او خبریالان په کنډ کپر سړک د بلوګرام په غونډیو او غرونو وختې او لرغوني اثار یې ولیدل. د سیمې اوسېدونکي د دې اثارو د ساتنې غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سولې نوبل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ د خالي پر ماښام په اسلام اباد کې د سوات له مشرانو سره په ملاقات کې ويلي دي چې سواتيانو د امن لپاره ډيري قرباني ورکړي دي.
په سوات د ورژلي په نوم یو ډول خواړه دي چې له وریژو او څو قسمه سبو (ساګو) پخېږي. د ملاکنډ په بېلا بېلو سیمو کې خلک یې په نورو نومونو یادوي. د سوات اوسېدونکي وايي، دوی یوازې خاصو مېلمنو ته ورژلی پخوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ