نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د کلتور څانګې مشرې شمع نعمت مشال راډيو ته وویل چې سمدستي یې په روغتون کې د مه جبین لور ته يو لک روپۍ سپارلي دي.
د سوات په ملم جبه کې ۱۲کلنه عزره بي بي چې نه خبرې کولای شي او نه اورېدای شي د واورو لوبو تکړه لوبغاړې ده او د نورو په شان په لوبو کې مخې تلل غواړي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
په سوات کې د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او د ګندهارا هنري ټولنې مشر پروفيسر محمد پروېش شاهين په ادبي خدماتو يوه غونډه وشوه. نور حال د نياز احمدخان ویډیويي راپور کې وګورئ.
د پښتو ژبې له بوه وتلي مزاحیه شاعر بخت زاده دانش سره د هغه پر ژوند او فن د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان خبرې کړې. په دې ویډیو مرکه کې یې وګورئ.
په سوات کې د بېنظير انکم سپورټ تر سیوري لاندې د وظيفې رقم اخېستونکې ښځي وايي، هر ورځ په لیکو کې ولاړ وي خو دوی ته په سم ډول مرسته نه رسېږي. په دې اړه د نياز احمدخان ويډيو راپور وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د بونېر ، باجوړ ، سوات او یو شمېر نورو سیمو خلک وايي ، هلته وسله والو بیا سر راپورته کړی دی خو حکومت پرې سترګې پټې کړې دي.
په سوات کې د دسمبر په يوولسمه د غرونو نړیوالې ورځ په مناسب سره د ښوونځیو زده کوونکو د صفايي لړۍ پېل کړه. په دې اړه ویډیويي راپور وګورئ.
د ډېسېمبر پر اتمه، د خیبر پښتونخوا په سوات او پېښور کې د پښتون ملتپاله مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین ولمانځل شو. په دې لړ کې تر ټولو لویه غونډه په سوات کې وشوه
د سوات په ودوديه هال کې "ګرځنده تیاټر" د "منزلونو" په نوم پښتو ډرامه وړاندې شوه چې ورته د کالج په سلګونو زده کوونکي ناست ول. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د سکول زده کوونکو د ساینس او هنر نندارتون جوړ کړی. زده کوونکو بېلا بېل ساینسي ماډلونه جوړ کړي او پکې د پښتنو کلتوري شیان هم ښوول کېږي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې ميشت عيسويان له حکومته مقبره، عبادت ځای او نورې اسانتياوې غواړي. نور د نياز احمد خان په ویډیويي رپورټ کې.
د سوات تحصيل کالام او مټې په منځ کې د کږې ډنډ يو ډېر ښکلی ځای دی خو سيلانيان یې ډېر لږ دي. نیاز احمد خان پرې ویډیو رپورټ لري.
په پاکستان کې د ټماټرو زیاتو نرخونو د سوات کروندګر خوشحاله کړي چې سږ کال یې د دې جوګه کړي چې راتلونکي کې فصل کرلو ته تیار وسي. خو ګاهکان وايي د دومرو قیمتي ټماټرو وس نه لري. له سواته د مشال ريډيو خبريال نياز احمدخان ویډیويي راپور وګورۍ
د سوات د بريکوټ تحصیل په کنډاک کلي کي يو داسې سکول هم شته چي د تېرو پنځوسو کلونو راهېسې خپله ودانۍ نه لري. په دې سکول کې سلګونه زده کوونکي د کرایې په یوه ودانۍ کې په داسې حال کې پر زده کړو بوخت دي چې نه د ناستې لپاره چوکۍ لري او نه هم
په سوات کې د يتمانو ماشومانو زده کوونکو ساینس او ارټ دوه ورځنی نندارتون شوی چې پکې زده کوونکو د خپل لاس جوړ کړل شوي شيان نندارې ته وړاندې کړل. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات په مالم جبه کې د سیلانیانو لپاره یو نوی تفریحي پارک پرانېستی چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه ورته
په سوات کې جميت علمای اسلام ف د خيبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په کلي کې د موټر سایکلونو یوه رېلي او لويه جلسه وکړه. پردې مهال غونډې ته وينا والو وویل چې دوی د وزير اعلی هغه بيانيه مستردوي چې د ازادي مارچ برخوال به احتجاج ته نه پرېږدي.
په سوات ملم جبه کې د ګرين په نوم جوړ کړل شوي سېلځي کې بې واوري لوبې پیل شوي چې ورته ځینې لوبغاړي خوشاله دي. د دې لوبې چمتوکونکي خوښ دي چې له دې سره به د سېلانيانو ورتګ نور هم زيات شي. په دې اړه د نياز احمدخان ویډیو رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا د سوات بريکوټ په سيمه کې د بازيره نوي لرغونې اثار موندل شوي چې پکې يو لرغونی مندر هم شامل دی. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ