نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
عدنان اسماعيل چې د بي اېس یو زده کونکی دی او احتجاجي مظاهرې ته يې وينا هم وکړه، وايي، پوهنتون ورباندې د پینځو سوو روپیو فیس څلورنيم زرو روپیو ته لوړ کړی دی.
سیلګرۍ ته د ودې په موخه سرکار د سوات ښکلې سیلانۍ سیمې ګبین ته په دا ورستیو کې یو خام سړک غځولی او ځینې نورې اسانتیاوې یې برابرې کړي دي. ځايي ولس وايي چې د سیلانیانو راتګ به د خپلو مسافرانو د راتلو سبب هم وګرځي.
د سوات د جینکو په سکولونو کې ورزشي سیالۍ وشوې چې په کې ګڼو جینکو برخه واخیسته. جینکۍ وایي، که موقع ورته ورکړل شي نو د هلکانو څخه په یو مېدان کې هم کمی نه دي. د سکولونو د ښځینه زده کونکو د ورزشي هلو ځلو په اړه تفصیل په ویډیو کې.
د سوات په مینګوره کې د ښوونځیو د نجونو ترمنځ بېلا بېلې سیالۍ شوې دي. دوی وايي، حکومت ته په کار دي چې د سیالیو لړۍ ته دوام ورکړي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ټراوټ کبانو په لسګونه فارمانونه دي چې د ګڼو خلکو د روزګار او ګټې وټې یوه لویه سرچینه ده. حکومت نیت لري چې دغه فارمونه لاپسې پراخ کړي چې د هېواد لر بر رېسټورانونو ته دغه ماهیان ورسوي. له سواته د نیاز احمد خان ویډيو
د سوات مڼو يو وخت ډېر شهرت درلود او هرکال به په زرګونه ټنه د پاکستان ګوټ ګوټ ته وړل کېدلې خو کروندګر وايي چې اوس يې فصل مخ په ختېمدو دی. دوی اوس د مڼو ونې پرې کوي او پرځای یې شفتالان کري.
د خېبر پښتونخوا په کوهستان ضلع کې د سپرليو يو ګاډی د اوبو کندې (نالۍ) ته لوېدلی چې پکې د څلورو مېرمنو په ګډون ۲۴ کسان مړه شوي دي.
په سوات کې د پوهنتون پر ودانۍ ۱۰ کاله وړاندې کار پېل شوی وو چې لا هم بشپړ شوی نه دی. استادان او شاګردان وايي چې د اوږدې مودې تېرېدو سربېره هم زدهکړې د کرايې په ودانيو کې ورکول کېږي.
مستیج ډنډ د سوات یو ښایسته سیمه ده. دغه ځایې ته له کالامه دولس ساعته پیدل مزل دی. سېلانیان وایي ډنډ ته یوازې تجربه کار او تکړه سېلانیان تللی شي. د سیمې سېل د نیاز احمد خان په ویډیو کې کولی شئ.
په سوات کې پولیسو د مسلم ليګ (ن) ښځينه څانګې یوه ځايي مشره نسيم اختر د ملک او پوځ پرضد د نعرو ورکولو په تور د ګل/دوشنبې په ورځ نیولې ده.
عنایت الله د سوات سندرغاړی دی او د موسیقۍ ترڅنګ په لوبو او انځورګرۍ کې هم دلچسپي لري. نوموړي د لوی اختر مبارکۍ ترڅنګ د مشال راډیو اورېدونکو او خپلو مینه والو ته سندره ډالۍ کړې چې په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
په شانګله کې د جولای پر درېیمه یوه کښتۍ په اباسین کې واوښته چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او د زیاتره کسانو مړي لا هم نه دي موندل شوي.
له اسلام اباده ۱۰۰ کیلومیټره لري د خیبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پر پوله د کوهالې نیلم پواینټ هغه سیمه ده چې په اوړي کې ګڼ سیلانیان ورځي. هلته ورغلي خلک د نیلم سیند، غرونه او شنې ونې ویني او له موسمه خوند اخلي. په ویډیو کې مو د هغې سیمې په چکر ورولو.
د سوات له کالام سره ایسمڅ (ايزمس) ډنډ چې له سمندره یې کچه يولس زره فوټه اوچته ده، د خپلې ښکلا له وجې په دوبي/اوړي کې ورته سېلانيان رامات وي. د مشال راډيو خبريال نياز احمدخان یې ويډيو راپور تیار کړی.
په سوات کې الوچې او خوباڼۍ پخې شوې او باغوانان یې په شوکولو لګیا دي. زمينداران وايي چې سږ کال بر ښه دی خو په منډۍ کې یې نرخ ټیټ نه دی. د نیاز احمد خان ویډيو راپور
د خیبر پښتونخوا سوات ته د اختر لمانځلو لپاره د صوبې له بېلا بېلو سیمو ګڼ خلک ورمات شوي دي. نیاز احمد خان یې ویډیو راپور کښلی
په سوات کې ګڼ خلک تر روژه ماتي وروسته بازار ته ځي او د اختر لپاره شیان اخلي. په دوی کې ماشومان هم شامل دي چې رنګارنګ شیان اخلي خو میندې او پلرونه یې وايي، ګراني خورا زیاته شوې. په دې ویډیو کې مو د سوات یوه بازار ته ورولو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مشرانو او پلویانو د مې پر ۲۶مه تر روژه ماتي وروسته د سوات په مینګوره کې د شمالي وزیرستان د خړ کمره پوستې د پېښې ضد مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د علي وزیر په ګډون دې نیولي کسان خوشې کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
علي وزیر د شمالي وزیرستان د خړ کمر پېښې پرمهال پاکستانیو عسکر نیولی وو. نوموړی یې په هېليکوپټر کې بنو ته یووړ او د ترهګرۍ ضد عدالت یې وړاندې کړ.
د اپرېل پر ۲۹مه، د سوات په سیدو شریف کې ګڼو ډاکترانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ. دا هغه ډاکتران دي چې د ۲۰۱۱ز کال او ۲۰۱۷ز تر منځ په موده کې یې زده کړې بشپړې کړې دي خو د ناامنیو له کبله یې د فراغت مراسم نه ول شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ