نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۴۲۱ پېښې ثبت شوې دي. پوهنتون وايي، په هغه هېواد کې له ناروغۍ ۳۴ کسان مړه شوي او ۱۲۵ یې رغېدلي دي.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې د کورونا وايرس کوم مریض نشته خو دلته د ځينو مشکوکو کسانو ټيسټونه د نتيجو معلومولو لپاره لېږل شوي دي. د مينګورې بازار بند کړل شوی دی او له خلکو غوښتل شوي چې له کوره بې ضرورته راونه وځي. د نياز احمد خان په ويډيو کې یې نور تفصیل شته.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې حکومت د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دکانونه بند کړي دي. خلک له حکومتي اقداماتو خوشاله دي خو غوښتنه لري چې د کاروبارونو بندېدو له کبله د ورسېدلي اقتصادي تاوان لپاره دې ورسره مرسته وکړي.
د خېبر پښتونخوا سوات تحصيل کبل کانجو کې پوليس اهلکار عمران خان په بازار کې د (هم) ټي وي دفتر مخې ته ماسختن مهال د ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د وفاقي محتسب سلاکار ارباب شير بهادر د سوات په سېدو شريف کې خلکو ته وويل که ځايي ولس د سرکاري ادارو له کاره مطمين نه وي نو دوی سره دې شکايتونه جمع کړي.
ګل رعنا تبسم د سوات شاعره ده چې له تېرو څو کلونو راهېسې شاعري کوي او تر اوسه یې دوه کتابونه هم چاپ شوي دي. هغه وايي، مشاعرو ته تګ او هلته خپل شعرونه اورول یې خوښېږي. نیاز احمد خان ورسره خبرې کړې دي.
د مټې روغتون په وینا، په پېښه کې ځینې ماشومان هم ژوبل دي او دا چې د درو ښځو حالت خراب وو نو ځکه یې د سیدو روغتون ته رسولي.
د سوات جاوېدالله د خپلې کورنۍ شپاړلسم تن دی چې په هدفي برید کې وژل کېږي
د خیبرپښتونخوا د بونير په سلارزو سيمه کې د ماربلو یو کان نړېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
د سوات په مينګوره کې څلور کلوميټره د بلوګرام په کلي کې د هندو شاهي وخت پخوانۍ کلا او د سلطان محمود غزنوي جماعت لرغوني اثار موندل شوی دی. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیو راپور وګورئ.
په ټول پاکستان کې د زمردو قيمتي کانونه په خېبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې د سوات زمردو کاروباریان وايي چې هر کال د کروړونو روپو خام زمرد له کانونو رایستل کېږي او بهر هيوادونو کې د بل هېواد په نوم پلوړل کېږي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
د خیبر پښتونخوا سوات نهه کلنې عایشې اياز په دوبۍ کې د تایکوانډو په نړیوالو لوبو کې د سرو زرو میډال ګټلی وو. نوموړی اوس په مېنګوره کې خپل کور ته رسېدلې ده او ځايي خلکو ورته تور هرکلی ویلی دی. د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان په دې اړه دا ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې په نړیواله کچه د واورو لوبو څلور ورځنۍ سيالۍ پیل شوې دي چې پکې د یوشمېر هېوادونو لوبغاړيو برخه اخېستې ده. په دې د نياز احمد خان ويډيويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د صحت محکمې د کرونا وایرس د ممکنه ناروغانو د درملنې لپاره د لسو کټونو یو وارډ ځانګړی کړی دی.
د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر اېمل ولي خان ویلي، د پښتنو ستونزو هواري په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون د سیمې له هر ګوند او ډلې سره جرګې ته تیار دی.
هوتي د جنورۍ پر ۲۶مه د ملاکنډ په بټخېله کې جلسې ته په وینا کې پر حکومتي تګلارو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د پالیسیو له وجې یې هېواد زیانمنېږي.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې د وړو نرخ له لوړېدو سره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د خیبر پښتونخوا سیلانۍ سیمې سوات په مينګوره کې د یوې نوې جوړېدونکې وادني پر یوه بل کور د راپرېوتو له کبله د يوه کور څلور تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په بېلا بېلو سيمو کې د واورو له اورېدو سره که يو خوا ورته سېلانيانو مخه کړې نو بلخوا ځايي خلک هم ورته دي. نور د نياز احمدخان په ویډیويي راپور کې. ساټ ۱ عزيز کالامي ، کبډي تابياکونک
د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې پر واورو د لوبو مېله پیل شوې ده چې ورته یو شمېر سيلانيان او لوبغاړي ورغلي دي. نياز احمد خان پرې ويډيويي رپورټ جوړ کړی دی.
نور وښیئ