نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د سوات شخصي سکولونو اتحاديې د اګست پر ۱۷مه د مقامي انتظامې له خوا د سکولونو تړلو او د استادانو نیولو پرضد احتجاجي مظاهره کړې.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې ځايي انتظاميې د اګست پر ۱۵مه هغه ۲۵ شخصي سکولونه تړلي چې پر حکومتي پريکړې سربېره يې ښوونځي پرانيستي وو.
خلک چړې، تبرګي، چاقوان او د دوی د تېره کولو لپاره سوانونه اخلي. په مينګوره کې لوهاران چې ځيني خلک یې پښان او اهنګران هم بولي، د شپې تر ناوخته پورې کار کوي.
د سوات په مينګوره ښار کې ۳۶ کلن ښوونکی حيدر زمان ماشومانو ته په ښوونځي کې د درس ويلو پر ځای په کوڅو کې پاخه مټر پلوري.
د سوات د بحرین تحصیل د مانکیال اوسېدونکي وايي، په شپږو بانډو کې د شاوخوا ۹۵ کوټو تر سوځېدو وروسته اوس سرپنا نه لري. پولیس وايي، دا پېښه د جولای پر شپږمه شپې
د سوات تحصيل مټې ، خوازه خيلې، بحرين او نورو سيمو ځايي کرونده ګر وايي، د اتوار په مازيګر شوې ږلۍ او توپاني سیلۍ تیار فصلونه ویجاړ کړي.
د خیبر پښتونخوا سوات نه یوازې د صوبې پر کچ بلکې په ټول ملک کې یو له هغو سیمو دی چې کورونا وایرس ډېر ځپلی دی.
د خېبر پښتونخوا د سوات کروند ګران وايي، چې سږ کال د شفتالانو پر ميوې ډېر بارونونه او ګلۍ شوي چې له زښتو تاوانونو سره مخ کړي دي.
د سوات په بېلا بېلو برخو کې لسګونه څړونه (ځړوبي یا ابشارونه) دي چې ورته سیلانیان ورځي. خو د تمبه ګټ سیمې څړ په اړه د معلوماتو نشتوالي له وجې ورته زیات خلک نه ورځي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتوتخوا په سوات کې ځايي چارواکي له کورونا وایرسه د مړو شوو کسانو په ښخولو کې مرسته کوي. دا چې دوی دا کار څنګه کوي او له کورونا وایرسه د مړو شوو کسانو جنازې د پخوا په نسبت څنګه وي؟ دا د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې...
د ټولبند تر نرمېدو وروسته په سوات کې بازارونه پرانیستل شوي او ګڼ خلک د اختر لپاره د شیانو اخیستو ته ورځي. دوکانداران وايي، لازم احتیاطي تدابیر یې نیولي چې د کورونا وایرس مخه ونیسي. په دې ویډیو کې مو د مینګورې بازار ته بیایو.
د سوات د محکمه صحت د چارواکو په وینا، کورونا وایرس ډېر په تېزۍ هلته په خپرېدو دی چې له وجې یې تراوسه ۲۱ کسان مړه شوي ۳۲۲ نور بیمار شوي دي.
په سوات مينګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ سردار عارف وزیر د وژنې خلاف احتجاجي مظاهره وشوه. مظاهرچیانو غوښتنه کوله چې د سردار عارف وزیر وژونکي دې ګرفتار او سزاوار شي. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
په سوات مينګوره نشاط چوک کې په سلګونو دوکاندارانو د احتجاجي مظاهرې پر مهال له حکومته د ټولبند ختمولو غوښتنه کړې ده. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
د سوات په روغتون کې د کورونا وایرس ناروغانو د ځانګړې څانګې کارکوونکي وايي، پوره احتیاط کوي او هڅه کوي چې د ټولو ناروغانو ښه درملنه وشي.
د خيبر پښتونخوا د سوات روغتیا اداره وايي، په مینګوره کې د یوې کورنۍ درې کسان د کورونا وايرس له کبله مړه شوي دي. په زمردکان محله کې ګوهر ايوب او د هغه مور او پلار پرله پسې مړه شوی دی. خو د دې کورنۍ نور غړي هم په کورونا ناورغۍ اخته شوي. د سيمي خلک چې په جنازه کې يې ګډون کړي وو اوس سخت اندېښمن کړي دي
د خیبر پښتونخوا په سوات کې ټولنیز فعالان او ځوانان د کورونا وايرس له وجې متاثره شويو خلکو سره د خوراکي توکيو مرستې کوي. ځوانانو په دې لړ کې د يوې مياشتي راشن برابر کړی دی. نور تفصيل د نياز احمد خان په دې ويډيو کې وګورئ.
د سوات د سیدو شریف روغتون یو ډاکتر وايي، خلک دې له کورونا وایرسه د ځان ژغورنې لپاره احتیاط کوي. د روغتون بیړنۍ څانګې د مشر په وینا، د کورونا وایرس د ناروغۍ یعنې کووېډ – ۱۹ هېڅ علاج نشته او خلک دې په ګونګوسو او اوازو باور نه کوي. نور په ویډیو کې.
په سوات کې د بازارونو له بندېدو سره د سبزو نرخونه کم شوي دي چې ګڼ کاروباریان له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. بل خوا ځايي خلک بیا وايي د کاروبار نشتوالي له کبله د ارزانو سبزو اخیستو توان هم نه لري. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
نور وښیئ