نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د ۲۰۲۲ز کال په راتګ د سوات په اوډیګرام کې د پوهنتون زده کوونکو او فعالانو د "کلتوري شپې" په نوم محفل جوړ کړی وو چې پکې د پښتو مشاعرې ترڅنګ د موسیقۍ بنډار هم وشو. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
څه موده وړاندې په سوات کې پخوانۍ ژبه توروالي د ورکېدو په حال کې وه، خو د یوې ځايي ټولنې د پام له وجې اوس دا ژبه د بحرین په څلورو سکولونو کې ښوول کېږي او په دې توګه یې د ورکېدو مخه نیول شوې. دا ژبه په بحرین او شاوخوا سیمو کې ویل کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د خیبر پښتونخوا د سوات اخبار پلورونکي وايي، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د ټولنیزو رسنیو له کبله مقامي، صوبايي او قامي اخبارونو پلورل ۸۰ سلنه کم شوې چې ورسره په زرګونو اخبار پلورونکي متاثره شوي دي. دوی وايي، که چېرې هم دغه شان دا سلسله روانه وه، نو زیاتره اخبارونه به چاپ کېدل بند شي.
د سوات په جهانزيب کالج کې د پښتو ژبې څانګې یوه مشاعره جوړه کړ چې پکې د سيمې نامتو شاعرانو برخه اخیستې وه. خبريال نياز احمد خان ویډيو راپور
محمود خان دا اعلان د نومبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د سوات په سنګوټه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې کړی دی.
حکومتي چارواکي د روانې ګرانۍ او په خصوصي توګه د تېلو نرخونو په زياتوالي وايي چې په ټوله نړۍ کې یې بیې ختلې دي. په پاکستان کې بيا هم د ګاونډي هېوادنو په نسبت د تېلو نرخونه کم دي،
''وړاندې چې به د یوچا د کور ګوزاره د ورځې په درې سوه روپۍ کېده هغه اوس په ۱۵۰۰ روپۍ هم نه کېږي. نوموړي غوښتنه وکړه چې په بازار کې دې خوراکي توکي په سرکاري نرخنامه وپلورل شي.''
د سوات د مینګورې بڼ سیمه له شاوخوا ۱۰۰ کلونو راهیسې د موسیقارانو په نوم پېژندل کېږي. له هغه ځایه یوشمېر سندرغاړو او موسیقارانو زده کړې کړې دي او د پښتو هنر په میدان کې یې نوم ګټلی دی. ۱۶ کلنه حنا ګل هم په دې تکل بڼ ته ورغلې او سندرې زده کوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
(يو اېس اې پي) په نوم د امن لپاره د امريکا يوې سراکري ادارې د سوات د تبسم عدنان د يو نړیوال ایوارډ لپاره نومولې ده. له ټولې نړې څخه نوماند دغه جايزې لپاره ۱۰کسان منتخب شوي دي.
په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړې تاڼې کار پیل کړی چې پکې یوازې ښځې پولیسانې دي. چارواکي وايي، په تاڼه کې به د ښځو مسلې هواروي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په لیرې پرته سیمه کالام کې مشروم ډنډ ته یوازې په څو میاشتو کې تګ شونی وي او دا ځکه چې هغه ځای د کال شاوخوا اته میاشتې په واورو پوښلی وي. سیلانیان وايي، مشروم ډنډ ته تللې لار خامه (کچه) ده خو په ورتګ ارزي. ویډيويي رپورټ.
سوات چې سېلګرۍ یې د ګټې وټې لویه سرچینه ده، په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ او ورپسې سختو سېلاوونو زښته ډېر وځپلی.
د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د محدودیتونو تر ختمېدو وروسته په اختر کې زرګونه سیلانیانو سوات ته مخه کړې چې له وجې یې پر سړکونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د سیمې د تېلو په پمپونو کې پېټرول او ډیزل هم کم شوي دي. ویډیويي رپورټ.
په دې پروسه کې ۳۵ زرو کسانو کاغذونه جمع کړي او ټسټونه یې هم وار له مخې ورکړي خو اوس دغه کسان وايي، پبلک سرویس کمېشن خپله پالیسي بدله کړې چې له وجې یې اکثره کسان به د امتحان دوهم پړاو ته د تلو جوګه هم نه شي پاتې.
پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ویلي دي چې ژر د حکومت پر وړاندې نوې تګلاره جوړوي او پرځوي یې. د اپوزیشن د یو شمېر ګوندونو د غورځنګ مشرانو د جولای پر څلورمه په سوات کې جلسې ته وویل چې د عمران خان په مشرۍ حکومت غیر جمهوري دی او اقتصادي تګلاره یې ناکامه ده. د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي
دا لومړی ځل دی چې له پي ډي اېم څخه د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند له وتلو وروسته ياد سياسي اتحاد جلسه کوي.
د سوات په مینګوره کې په یوه شخصي ښوونځي کې د ساینسي نمونو نندارتون جوړ شوی چې پکې جینکو خپل جوړ کړي شیان اېښودي ول. نندارتون ته ورغلي پوهان او استادان وايي چې زده کوونکو د فزکس او کېميا په فارمولو او اصولو ولاړ داسې نمونې جوړ کړې چې هغه په ورځني ژوند کې استعمالېږي.
د سوات ملم جبه کې د برقي زانګوګانو د بندېدو له کبله کاروبارونه اغېزمن شوي او خلک بېروزګاره شوي دي. دا سېلانۍ سيمه د حکومت او شخصي کمپنیو ترمنځ د شخړې له وجې تړل شوې ده. ویډیويي رپورټ.
د سوات کروندګر وايي، د مې پر ۱۳مه ږلۍ یې د شفتالانو حاصلات خورا زیات زیانمن کړي دي. د کرنې ادارې چارواکي وايي، باغوانانو ته تر ۳۵ کروړه روپیو زیات تاوان رسېدلی چې حکومت یې د پوره کولو توان نه لري. ویډيويي رپورټ.
نور وښیئ