نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
سوات ته یو ځل بیا د نړیوالو سیلانیانو ورتګ پیل شوی چې پکې د بودا مذهب منونکي هم شامل دي. چارواکي وايي، د سوات لرغوني اثار یې د سیلګرۍ لپاره بیا پرانیستي دي. په سیمه کې په ۲۰۰۹ز کال کې د وسله والو پر ضد عملیات شوي ول خو پر هغې سربېره تر کلونو ورته بهرني سیلانیان نه ورتلل. ویډیويي رپورټ.
د کلي خلک وايي، د رسیو او تختو دا پُل اوس بېخي په خراب حالت کې دی او تل دا وېره موجوده وي چې ونه لوېږي. دوی وايي حکومت شپږ کاله وړاندې په دغه سیمه کې د یوه پاخه پل د جوړولو منظوري ورکړې وه چې تر اوسه نه دی جوړ شوی.
په شانګله کې د ۱۶ کانکېندونکو له کورنيو سره غمرازۍ ته ځايي ولس ورځي. دا کانکیندونکي نهه کاله وړاندې د ۲۰۱۱ز کال په سېپټمبر کې له خېبر ضلعې څخه تښتول شوي وو. نور حال په دې ویډیويي راپور.
د شانګلې سيمې زېد رحمان مشال راډيو ته وويل چې په يادو مړو کې پنځه د دوی د کورنۍ غړي دي.
د خيبر پښتونخوا د سوات سيدوشريف هوايي ډګر څه باندې ۱۷ کاله وروسته د کورنيو پروازونو لپاره بيا پرانيستل شوی. پر دې هوايي ډګر د مارچ پر ۲۶مه مساپر وړونکې الوتکه کښېناسته. ځايي ولس وايي له دې ډګره دې نړيوال پروازونه هم پيل کړل شي. بلخوا چارواکي وايي د پروازونو بحالي د سيمې د پرمختګ پر لور مهم ګام دی.
د سوات لرې پرته سيمه ګبين جبه کې د خيبر پښتونخوا سيلګرۍ محکمې لخوا درې ورځینې ميلې وشوه. د سيلګرۍ محکمي چارواکي وايي، وړاندې ورته د تګ وسيلې د نيش برابر وې اوس ورته لارې جوړې شوي او د سيلګرۍ یو نوی ځای ګځول شوي چې لیدو ته یې ځینې سېلانیان له لیرې لیرې په پښو ورځي. د مشال ريډيو خبريال نياز احمد خان و
د سوات شهناز وايي چې د ښځو ستونزو هواري لپاره په پوليس کې نوکري کوي. له دې سره چې د سوات په زياتره تاڼو کې يو يا دوه ښځينه پوليس د ښځو د اسانتيا لپاره موجودې دي خو بیا هم ښځې تاڼو ته له تلو ډارېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د سیمې د پولیسو مشر ډي پي او دلاورخان بنګش د جنورۍ پر ۲۹مه مشال رادیو ته وویل چې د خوازه خېله په لېرې پرته سيمه لاښار کې جرګې په یوه کورنۍ شخړه کې یوه شپږ کلنه ماشومه یو ۱۴ کلن هلک ته د واده کولو پرېکړه کړې وه.
د سوات په ملم جبه کې په لومړي ځل د واورو نړیوالې سیالۍ وشوې چې پکې د افغانستان او ځینو اروپايي هېوادونو لوبغاړو هم برخه واخیسته. د جنورۍ له ۲۲مې څخه تر ۲۴مې پورې پر واورې د ښویېدا سیالۍ د سوېټزرلینډ لوبغاړي وګټلې. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د خېبر پښتونخوا د سوات کالام ځايي اوسېدونکي د یخنۍ په موسم کې خپل دودیز خواړه چمه ګيل ډېر خوښوي او په ودونو او نورو ښادیو کې یې مېلمنو ته هم ورکوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د خېبر پښتونخوا د سوات د بريکوټ په نجي ګرام کلی کې د اباصيب چيني پيمانه لرغوني اثارو په لومړی ځل کار پیل شوی چې پکې لویې ودانۍ او نوي لرغونې اثار موندل شوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ ۱۱مې پر ماخوستن د ملاکنډ په بټخېله کې د پي ډي اېم جلسې ته په وینا کې وویل چې پوځ دې سپیناوی وکړي چې د چا تر شا ولاړ دی. تر دې مخکې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې پوځ په سیاست کې هېڅ لاس نه لري.
د خیبر پښتونخوا د سوات په کالام کې ځینو خلکو په واوره کې د کبډي سیالۍ پیل کړې دي چې د جنورۍ پر شپږمه یې پایلوبه وشوه. دوی وايي، که چیرې حکومت ورسره مرستې وکړي نو دغه لوبه د صوبې او ملک په کچه کولای شي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د خېبر پښتونخوا د سوات په سلامپور کې د يخني له زياتېدو سره د شالونو جوړولو کار نور هم زيات شوی دی چې ترې په زرګونو هنرمندانو ته مالي ګټه رسېږي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د سوات په يو کلي کې يو سړي د لرغونو شيانو نندارتون جوړ کړی دی. هغه د تېرو کلونو د هستوګنې د د لوښو تر څنګ د کرکيلې سامانونه هم ايښي دي. له خوا او شا ځوانان ورځي او ځان له خپل کلتوره خبروي. په دې اړه د نیاز احمد خان ويډيو راپور وګورئ.
د خېبر پښتونخوا د سوات جبران يوسف له ګټو لوخې او نور شيان جوړوي، دغه هنر په سوات کې د زرګونو کالو زوړ دی او په لرغونې اثارو کې موندلې کېږي. جبران يوسف مزدور کار دی او خپل هنر ته پوره وخت نه شي ورکولای. نوموړي وايي، که څام ورته وشي نو نورو ځوانننو ته هم دغه ختمېدوکې هنر ورزده کولای شي.نور حال په دې و
د خيبر پښتونخوا په هوارو سيمو کې د باران تر څنګ په غرنیو سيمو کې واوره هم شوې ده، د ملک له مختلفو برخو سېلانيانو واورينو سيمو ته مخه کړې ده. ویډیو رپورټ وګورئ.
د سوات د بریکوټ په بازیره کې اېټالویو لرغونپوهانو یو نوی ځای موندلی چې په اړه یې ویل کېږي چې دا شاوخوا ۲،۰۰۰ کاله مخکې د پوځي څار یو مرکز وو. لرغونپوهان وايي، د غونډۍ پر سر له جوړ ځایه به پوځ د بازیرې ښار او پخواني سوات ادیانه څارل او ساتنه به یې کوله. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ