نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د مينه کماري په نانه نجلۍ وروسته له خپل مبينه مسلمان خاوند سره یو ځای له خبريالانو سره خبرې وکړې او ویډیو یې خپره چې د دې په وینا، "مسلمانه شوې ده او د خوښې واده یې کړی دی."
د سوات قامي جرګې له حکومته غوښتي دي چې په سیمه کې دې د ناامنۍ مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي. د اګست پر ۱۷مه په مینګوره کې جرګې ته د یوشمېر ګوندونو ګڼ سیاستوالان او قامي مشران ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د اګست په لومړۍ اوونۍ کې سیمې ته د وسله والو د ورتګ خبرونه خپاره شول.
د جرګې اېجنډا په سوات کې د طالبانو بیا راڅنګندېدل او په دې ضلع کې د موټروې سړک د خلکو په کرهڼيزو سيمو کې د تېرلو مخالفت وو.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې په سیمه کې تر پلټنو وروسته "ثابته" شوې چې هلته د وسله والو د فعالیتونو په اړه راپورونه " پر مبالغې ولاړ او ناسم" دي.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې ځايي ولس هلته د امنيت ټينګ ساتلو لپاره مظاهره کړې ده. د اګست پر ۱۲مه په خوازه خېله او کبل کې سلګونه ځايي خلکو "موږ پر خپله خاوره امن غواړو" تر شعار لاندې دا مظاهره وکړه
د خيبر پښتونخوا د سوات په مټه کې يو ځايي کرونده ګر شريف الله د اروپايي هېواد ايټاليې پر طرز د مېوو باغونه لګولي دي. نوموړی وايي، له دې لارې يې له لږ ځمکې د دوديزو لارو پرتله څلور چنده حاصل تر لاسه کوي. نور حال نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې راکوي.
په بیان کې راغلي چې د مټې تحصيل ډي اېس پي پير سيد د شور او سردان په غرونو کې د وسله والو پرضد عملیات کول چې نښته وشوه چې پکې نوموړی ژوبل شو. دا لا نه ده معلومه چې هغه څومره ټپي دی او د درملنې لپاره چېرې لېږدول شوی دی.
د صوبايي اسمبلۍ د غړي خوریي ارشاد علي خان د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې وسله وال ورته پر لاره ناست ول او چې کله یې ګاډی له کور سره نېږدې پر خام (کچه) سړک ورو شو نو هغوی ورباندې "له څلورو اړخونو ناتاره ډزې" وکړې.
د سوات په بحرین کې د چوکېل نومي ورشو (سبزه زار، څړځای یا وښیاڼه هم بلل کېږي) د بحر له سطحې شاوخوا ۹،۰۰۰ فوټه لوړ دی. همدا لامل دی چې هغه ځای ته یوازې له جونه تر اګست پورې تګ شونی دی ځکه چې په نورو میاشتو کې هلته واورې پرتې وي. په دې ویډیو کې مو د سیلانیانو له یوې ډلې سره چوکېل ته بیایو.
دا ۳۰ کسیزه ډله د پاکستان د نورو هغو سیمو په شان چې پکې د بودایانو د لرغوني مذهب "بد مت" اثار پکې موندل کېږي، له سوات څخه هم لیدنه کوي. د پلاوي مشر مشال راډیو ته وویل، په سوات کې د هغوی د مذهب پاتې شونې اثار هغوی ته د عقیدت وړ دي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د خيبر پښتونخوا د سوات په بېلا بېلو کليو کې اوس هم خلک د اوبو په ژرندو دانې اوړه کوي. ځايي اوسېدونکي وايي چې د ژرندې اوړه که يو خوا پاک وي نو بلخوا د بازار پرتله ارزانه ورته پرېوځي ځکه زياتره خلک خپلې هغه دانې ورباندې اوړه کوي چې د دوی په پټو کې شوې وي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ بیان وايي، ګاډی په لاړکو کې په یو موړ کې د ډرېور له کنټروله ووت او سلګونه فوټه ژورې کندې ته پرېوت.
د سوات اندراب ډنډ ته ځايي اوسېدونکي کو ډنډ وايي. هلته هر کال یوازې هغه سیلانیان ورځي چې پر غره د ختو په چل پوهېږي. سیلانیان وايي، ډنډ ته د ورتګ پر مهال یوه شپه په لاره کې کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په سوات کې د انتخاباتو کمېشن دفتر د جون پر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي چې د غیر حتمي نتیجو ترمخه د تحریک انصاف ګوند فضل مولا ۱۷،۳۹۵ او ورپسې بیا د عوامي نیشنل ګوند احمد حسین چې په خان نواب مشهوره دی، ۱۴،۴۰۶ رایې ترلاسه کړي دي.
په سیند او سوات کې د رايې اچولو بهیر د جون پر ۲۶مه د سهار پر اته بجې پيل شوی چې بې له ځنډه به د مازیګر تر پینځو بجو پورې روان وو.
د خیبر پښتونخوا د ځنګلاتو ادارې په یوه رپورټ کې ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د صوبې په یوشمېر ځنګلونو کې د اور لګېدو تر ۲۰۰ زیاتې پېښې وشوې چې پکې لسګونه یې خلکو بل کړي ول او ځینې یې د وچکالۍ او سختې ګرمۍ له کبله لګېدلي. اخوا د ملاکنډ ډېوېژن د سوات، بونېر او دیر په ګډون په یوشمېر ځنګلونو کې لا هم
ګڼ کارکوونکي هر سهار د سوات د الوچو باغونو ته ورځي، پخې الوچې شوکوي، په کرېټونو کې یې بندوي او بیا یې منډيي ته وړي. د زرعي چارو پوهان وايي، په سوات کې یوشمېر قسمه الوچې پیدا کېږي چې ښه خوند لري. خو باغوانان واي، د باغونو لګښت زیات او ګټه یې کمه ده. ویډیويي رپورټ.
د سوات قامي جرګه وايي، حکومت ته هيڅکله اجازه نه ورکوي چې له چکدرې تر فتح پوره دې د "سوات اېکسپرېس وې" په نوم لوی سړک د هغوی د ذرعي ځمکو په مينځ کې تېر شي. د جون پر شپږمه د يادې جرګې ګډونوالو وويل، که حکومت پر ۱۰ ورځو کې دننه د سيند پر غاړه د سړک جوړولو امر ور نکړ نو پراخ احتجاجونه به پيل کړي.
د سوات قامي جرګې مشر مختيار خان یوسفزی وايي حکومت دې د کرهڼې د ځمکو په مينځ کې د لویې لارې له تېرولو تېر شي او د سیند پر غاړه دې دا لاره پر همهغه نقشه جوړه کړي چې د اوبه خور محکمې لخوا جوړه شوې ده.
د سوات د چارباغ تحصیل په چونګۍ کلي کې د یو ابتدايي ښوونځي وداني له شاوخوا پینځو کلونو راهیسې نیمګړې ده چې له وجې یې ماشومان په خیمو کې زده کړو ته اړ شوي دي. ځینې ماشومان د سکول په کوټو کې پر ځمکه ناست وي او ټغر یا مېز او څوکۍ نه لري. چارواکي د دې ستونزو د هواري ژمنه کوي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ