نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د ملي پیوستون پروګرام په وروستۍ مرحله کې د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او کلیو کې ۱۴۴ پروژې چې ۲۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان د کرنې او اوبولګو وزیر اسدالله ضمیر وايي، چې سږ کالپه لوګر کې د ۳۳۰ میلیونه افغاینو په ارزښت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګو په برخو کې پروژې پلي کیږي.
د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي چې د ماینپاکۍ د یوې موسسې یو شمېر کار کوونکي چې پرون په دې ولایت کې د نامعلومو وسلهوالو لخوا تښتول شوي وو، خوشې شوي دي.
د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د چارشنبې ورځې سهار مهال د یاد ولایت مرکز اړوند د الیاس خان کلا ...
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې په راتلونکې کال کې به د یاد ولایت د کرنیزو ځمکو د خړبولو لپاره سل سربندنه همدارنګه یو شمېر مهمې ویالې په پاخه ډول جوړې او ورغول شي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو ټولنیزو سازمانو غړي او روڼ اندي د افغان حکومت غوښتنه کوي، چې په امنو سیمو کې دې د ولسي جرګې لپاره حوزوي ټاکنې ترسره کړي.
د غونډې ګډونوالو په دې وروستیو کې د سرتاسري سولې لپاره د افغان ولسمشر دهڅو یادونه وکړه او یو شمېر هغه زیربنايي پروګرامونه او پروژې يې هم ارزښتناکې وبللې، چې پدې وروستیو کې د ولسمشر لخوا تر کار لاندې نیول شوي دي.
د لوګر ولایت یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، چې د مسلکي او لوړو زده کړو لرونکو ښځو ته تر اوسه د کار مناسب شرایط ندي برابر شوي.
مدني فعالان وايي، د هلمند او کندز په جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله همدارنګه د دوی د شتمنیو سوځیدل د تحمل او زغم وړ نه دي.
د وزیرستاینو کډوالو مشران له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی د یو تن قومي مشر ملک محمدعمر خان د وژنې قضیه تعقیب کړي او د دا ډول هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې جدي تدابیر ونیسي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو یو مشهور مشر ملک محمدعمر خان وزیر تېره شپه د نامالومو وسلوالو لخوا ووژل شو.
د خوست قومي مشران، د بېلابېلو ټولنیزو بنسټونو غړي او روڼ اندي په هېواد کې شته سیاسي او ټولنیزې ناخوالې د خلکو تر منځ د بې اتفاقیو او د سیمې د هېوادونو د استخباراتي کړیو د مداخلو له کبله بولي.
که څه هم سږ کال په لوګر کې د نورو کرنیزو محصولاتو تر څنګ د پیازو حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې ده، خو کروندګر بیا شکایت لري، چې د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار نه لري او بيې دومره ټيټې دي، چې په کروندو شوی لګښت هم نه پوره کوي.
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامه کتابتونونو لپاره د معیاري ودانیو د جوړولو پروګرام لري. دوی یادې څرګندونې تېره ورځ په خوست کې د عامه کتابتون لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبرې د اېښودو په ځای کې وکړې.
د میدان وردکو ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند د ملاخېلو په کلي کې د حاجي یوسف په نوم د حقاني شبکې د یو ګروپ د قوماندان په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د چارشنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینوشوراګانو او ځنو مدني ټولنو او سازمانونو په یو ګډه خبري ناسته کې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي تر منځ د سولې د وروستۍ موافقې ملاتړ وکړ.
د سې شنبې په ورځ په خوست ښار کې د حکیم تڼیوال جاده د خوست د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.
د پاکستان له حکومته هم دا غواړو چې له قبایلو سره دې دا ظلم بند کړي، لارې دې خلاصې کړي چې خپل وطن ته ولاړ شي او دا جنګ جګړې دې نورې ختمې شي.
په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستانیو استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پکتیکا په لمن سیمه کې، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې طالبان وژل شوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان د مسود (مسید) ډلې یو ویاند اعظم طارق هم وژل شوی دی.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او روڼ اندي وايي، چې د افغانستان د روانې سیاسي او امنیتي کشالې یواځنۍ حل لاره سوله ده.
نور وښیئ