نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
خوست میشتي وزیرستانیان وايي، د پاکستان پوځ لخوا تر اوسه له خوسته وزیرستان او کورمې ته غځېدلې لارې لا هم تړلې دي، نو دوی نه شي کولای، چې په دې نږدې لارو خپلو سیمو ته ولاړ شي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او پر سیاسي مسایلو نظر لرونکي کسان د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي او افغان حکومت ممکنه سوله ګټوره بولي او زیاتوي، که یاده سلواله ډله افغان حکومت سره یو ځای شي، نو دا کار به نورې وسلوالې ډلې هم سولې ته وهڅوي.
د پنجشنبې ورځې په ماښام د خوست سلګونه ځوانان چې د متون بابا په غونډۍ کې راغونډ شوي ول، د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې یاده پراخه ساحه دې په تفریحي سیمه بدله کړي.
د خوست اوسیدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وايي، چې د مخکې کلونو په پرتله اوسمهال يې د اخترونو د لمانځنې ساحه پراخه شوې ده.
د سېشنبې په ورځ د پکتیکا په ملي لوبغالي کې د ځايي ادارې په نووښت د لوی اختر په ویاړ د ساز او موسیقۍ یو هنري او تفریحي پروګرام جوړ شوی وو.
د خوست ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې خلکو د اختر لمونځونه د امن په فضاء کې وکړل.
د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د بزګرانو سره د اساسي همکارۍ او ګټورو حاصلاتو په خاطر يې د درې نیم زره کیلو په اندازه د زعفرانو تخم ویش کړ.
د پنجشنبې په ورځ د خوست یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د شهید اونۍ د لمانځنې په ناسته کې له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه، چې تر دې وروسته دې ټول په ګډه د سرتاسري سولې، ملي یووالي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
د چارشنبې په ورځ د خوست د اداري کمپلیکس په سیمه کې د غونډو او کنفرانسونو لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو، یاده وداني چې د ښار او کور جوړولو وزرات له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې سرته ورسیږي.
د لوګر د خصوصي ښوونځیو مسوولین د افغان حکومت غواړي، چې د یاد سکټور د ودې، پرمختګ او اغېزمنتوب لپاره دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د دوشنبې په ورځ د لوګر پوهنتون د محصلانو لپاره د یوې دوه پوړیزې لیلیې د جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې چارواکو د خوست له قومي مخورو، دیني عالمانو او عامو وګړو غوښتنه وکړه، چې په یاد ولایت کې د پیلیدونکې اقتصادي-ټولنیزې او دموګرافیکي سروې په برخه کې هر اړخېزه همکاري وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د خوست ښار دوه سړکونه چې د ښاروالۍ ریاست د پرمختیايي بودجې څخه د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي، ګټه اخیستنې ته وسپارل شول.
د سېشنبې ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د سلیمان غر په نوم کلنۍ مشاعره جوړه شوه.
د یکشنبې په ورځ د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پوهنې وزارت سره د یو شمېر نړیوالو همکارو موسسولخوا د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې د برخې لپاره د ځنو ودانیزو پروژو کارونه پیل شول.
له وزیرستانه هغه سلګونه افغانۍ کورنۍ چې ډېری يې د افغانستان د کندز، بغلان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي دي، او په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله دوه کاله وړاندې خوست ته راغلي وايي، چې دوی سره د یونیسیار یا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنری لخوا هېڅ ډول مرستې نه کیږي.
په خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ د یوې غونډې ویناوالو په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو غوښتنه وکړه، چې د خپلو سلیقوي چلندونو په خاطر دې ولس په خپلو کې نه سره ویشي.
د پکتیکا ولایت چارواکي ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغی د واکسینو له تطبیق کوونکو، مبلغینو، د یونیسیف ادارې د ګرځنده کلینکونو له کارکوونکو او ټولو واکسیناتورانو څخه غوښتنه وکړه، چې د یاد ولایت په ټولو سیمو کې د واکسینو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
د خوست مدني فعالان او د سولې شورا غړي د سولې او امنیت په ټېنګښت کې د ځوانانو ونډه ټاکوونکې او مهمه بولي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو تر ۶۰ سلنه ډېر ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي کې په بیدیاوو کې پر زده کړو بوخت دي.
نور وښیئ