نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د اګست پر پنځمه، د خوست قومي مخورو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې په لوی اختر کې دې دایمي اوربند وکړي او ستونزو ته دې د مخامخ خبرو اترو له لارې حل لارې پیدا کړي.
د خوست یو شمېر استادان، ځوانان، محصلان او زده کوونکي وايي، په اوسني وخت کې خپلو هدفونو ته د رسیدو په خاطر د انګلیسي ژبې زده کړه مهمه ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د پکتیا په مرکز ګردېز کې په یوه امام باړه کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۸۰ زخمیان دي.
د خوست چارواکي وايي، ځايي اداره پدې هڅه کې ده چې د اداري کمپلیکس چاپیریال چې اوسمهال تر ډېره شاړ او تش ډاګ دی، په چمنونو او زینتي ونو سمسور کړي او تفریحي پارکونه په کې ورغوي.
د افغانستان د خوست ولایت د سرحدي ولسوالۍ سپیرې ۹ کلیو ته د څښاک اوبو د رسولو د شبکو پر جوړولو د اګست پر لومړۍ نېټه کار پیل شو.
د چارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست د سپیرې د سرحدي ولسوالۍ ۹ کلیو ته د څښاک اوبو د رسولو د شبکو پر جوړولو کار پیل شو.
د سې شنبې په ورځ د خوست د عامه کتابتون نوې وداني له جوړولو وروسته ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان د خوست ولایت هندوان له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دوي د کلي، ښوونځي، کلینیک او عبادتځي په رغولو کې دې ورسره مرسته وکړي.
په خوست کې د کرنې وزارت په چوکاټ کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام «کارډ-اف» له خوا د نسلي د چرګانو د پاللو لس زریز فارم له جوړېدو وروسته خپل فعالیت پیل کړ.
د سې شنبې په ورځ په خوست کې یو شمېر بې وزلو او کونډو ښځو لپاره چې د کورنیو د نفقې مسوولیتونه پر غاړه لري، د پردې جوړولو، ګلدوزی او خیاطۍ د زده کړو ۶ میاشتنۍ پروګرام پیل شو.
د لوګر تعلیم لرونکي ځوانان او د پوهنتونونو فارغان وايي، چې دوی ته په حکومتي ادارو کې د کار کولو زمینې نه برابریږي.
نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې میشتو لسګونو وزګارو او بې کسبه وزیرستانیو کډوالو لپاره په څلورو برخو کې د کسبونو او حرفو د زده کړې شپږ میاشتنۍ پروګرام پیل شو.
د سې شنبې په ورځ د خوست د یوې مرکزي لیسې په انګړ کې د یاد ولایت د ناامنو سیمو د سلګونو زده کوونکو د اوسیدو لپاره د لیلیې د څلور پوړیزې ودانۍ د جوړولو کارونه پیل شول.
د پکتیا چارواکي د احمدابا او زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د لسګونو وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلېادعا کوي.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې نن د سې شنبې ورځې سهار مهال د یاد ولایت د مرکز اړوند د شولک لومړنی ښوونځی سوځول شوی دی.
په سیمه کې یوه وزیرستاني کډوال برمل خان سیدګي د جولای پر نهمه په ټېلېفون مشال راډیو ته وویل، له وزیرستانیو سره مرستې هم کمې کېږي او ان خواړه هم په وخت نه ورکول کېږي.
خلکو د وژل شویو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وروړي ول او د خوست او ځاځي میدان تر منځ لاره یې تړلې وه خو د دوی په قناعت ورکولو یې مړي خاورو ته وسپارل او احتجاج یې پای ته ورساوه.
په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زیږنتون چې شپږ کاله وړاندې يې په یاد ولایت کې فعالیت پیل کړی، د نویو زیږیدلو ماشومانو شمېر په کې یو لکو ته ورسید.
په خوست کې د OHPM یا د روغتیا د ادارې او پرمختیا موسسې لخوا یولس هغه فرعي روغتیايي مرکزونه له لمریزې برښنا برخمن شول، چې دوه میاشتې مخکې په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې فعال شوي دي.
د خوست قومي مشرانو، دیني عالمانو، پخوانیو جهادي قوماندانانو او اوسیدونکو د افغانستان له دولت او وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې جګړه ودروي، اوربند دې وکړي او د شته ستونزو د حل لپاره دې مخامخ خبرو اترو ته سره کیني.
نور وښیئ