نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست یو شمېر سندرغاړي او هنرمندان وايي، چې په ځینو ودونو او شخصي مجلسونو کې د کلي او مالت خلک له دوی د مبتذلو او بازاري سندرو غوښتنه کوي، چې دا ډول سندرې له یوې خوا د دوی ټولنیز موقف زیانمنوي او بله خوا ټولنې او ځوان نسل ته هم ښه پیغامونه نلري.
د سېشنبې په ورځ په خوست کې د ملي، نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو دېرشو خبریالانو او کارکوونکو لپاره د ژورنالیستانو د ملي اتحاديې لخوا د انټرنیوز ادارې په ملاتړ د خوندیتوب ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
ژورنالیستان د دوه قسمه ستونزو سره مخامخ دي، یو داچې کله پېښه کیږي، دوی د ځان د خوندیتوب لپاره هغه امکانات نلري، دوی د پيښو په حالت کې د تدابیرو په اړه هم تجربې نلري، چې د هغې په واسطه ځان خوندي وساتي
د خوست یو شمېر لیکوال او فرهنګیان وايي، چې د یاد ولایت په لیرې پرتو سیمو کې کلتوري فعالیتونه لږ شوي او د بیرته ښه کیدو لپاره يې اساسي کار ندی شوی.
د خوست ځوانان او اوسیدونکي وايي، چې دا اختر يې د سولې اختر وو او دوی وکولی شول د اوربند څخه په استفادې دا ځل د اختر د لمانځلو لپاره هغو سیمو ته ولاړ شي، چې تېر اتلس کاله يې د امنیتي ګواښونو له کبله نه وې لیدلې.
د خوست قومي مشرانو او اوسیدونکو د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو له مشرتابه غوښتنه وکړه، چې په خپلو کې د خبرو اترو، تفاهم او جوړ جاړې په خاطر دې، اعلان شوی اوربند تر لوی اختره وغځوي.
سره له دې چې نن د سېشنبې په ورځ د افغانستان په ښارونو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پای ته رسیږي، خو خوستۍ ښځې او فعالانې انديښنه څرګندوي، چې په دې ولایت کې د ښځو او پیغلو ډېره برخه پېژند پاڼې نلري او دوی به ونشي کولی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
د خوست ولایت چارواکو له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنو او رسنیو غوښتنه وکړه، چې د ځنګلونو د وهلو او چاپیریال ته د کثافانو، پلاستیکي بوتلونو او کڅوړو د غورځولو د زیانونو او نورو چاپیریالي ستونزو په باب خلکو ته پوهاوی ورکړي او د چاپیریال د ککړتیا مخه دې ونیسي.
په خوست کې د تندر قول اردو د اولې ښایسته لواء چارواکي وايي، چې د خوست ښار په مجاهد څلور لارې کې يې ۳۰ قبضې نوې ګریس بندې تفنګچې نیولې دي.
نن د سې شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د ارګون زون د لسو ولسوالیو قومي مشرانو د یوې غونډې له لارې کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د هغې طرحې ملاتړ وکړ، چې د کابل پروسي د غونډې پرمهال يې ددولت وسلوالو مخالفینو ته وړاندې کړی دی.
نن د دوشنبې په ورځ د لوګر په مرکز کې د اوبو لښتيو، د څښاک اوبو نل-لیکې او څاه ګانې او کلیوالو سیمو ته د سړکونو غځولو د ۴۷ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.
د خوست یو شمېر ښځې او مدني فعالانې وايي، چې په یاد ولایت کې د تذکرو د وېش په پروسه کې د ښځو لپاره ستونزې شته او دوی نه دي توانیدلې، چې په خپلو سیمو کې تذکرې واخلي.هغوی له افغان حکومت غوښتنه کوله، چې د تذکرو د وېشلو موده دې وغځوي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د غلام خان بندر د بېرته پرانېستلو وروسته د سوداګریزو توکو او مالونو وړل، راوړل ډېر شوي، خو دوی هڅه کوي چې د افغان دولت له اوسنۍ پالیسۍ سره سم دا سوداګري دواړو لورو ته یو ډول شي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې نېږدې هره ورځ د قتل یوه پېښه رامنځته کېږي او د رواج بڼه يې پیدا کړې ده...
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې، چې د خپلو نجونو د زړه کړو مخه به، نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.
د خوست قومي مشران او دیني عالمان وايي، چې په هېواد کې د شته امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو سره-سره حاضر دي چې تذکرې واخلي، نوم لیکنه وکړي او د پخوا په شان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
د لوګر ولایت اوسیدونکي، مدني فعالان او چارواکي د کابل-لوګر د دویم سړک د جوړولو چارو ته خوشاله دي او هیله څرګندوي چې یاد سړک به په راتلونکې کې د خوست له غلام خان بندر سره ونښلول شي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د وروستیو دوو بریدونو عامیلین د کشفي او امنیتي ادارو لخوا نیول شوي، چې د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.
تېلیسیمیا یا د وینې کموالۍ چې یوه ارثي ناروغي ده، داسې مهال يې په خوست کې د نړیوالې ورځې لمانځنه کیږي، چې لا هم د یاد ولایت په ګډون يې د هېواد په کچه د درملنې لازمې اسانتیاوې نشته.
ډاکټر حبيب شاه له دیني عالمانو، قومي مخورو او روڼ اندو هیله وکړه چې ماشومانو ته واکسین ورکولو لپاره د کورنیو په هڅولو کې دوی سره همکاري وکړي.
نور وښیئ