نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د لوګر ولایتي روغتون، چې دا مهال د سلو بسترو په ظرفیت فعالیت لري، روغتیايي خدمتونه يې له هغه اندازې څو برابره لږ دي، چې په یاد ولایت کې يې خلک ورته اړتیا لري.
فغان چارواکي وايي د جنورۍ د شلمې په سهار، په لوګر ولایت کې په یوه بمي چاودنه کې اته سرتیري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
یاد ولسي لاریون چې د سولې د ولسي حرکت په بلنه جوړ شوی وو، ویناوالو په کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د پردیو پر ځای له خپلو افغانانو سره خبرو اترو ته تیار شي.
د لوګر پوهنتون استادان، محصلان او مدني فعالان وايي، چې په افغانستان کې په ټولو وګړو د اساسي قانون یو ډول نه پلي کیدلو حکومت او ولس ته ستونزې جوړې کړي دي.
د خوست ځوانانو او اوسېدونکو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوږد مهالې اقتصادي پروګرامونو او پهدې برخه کې یو شمېر پرمختګونه وستایل او د دې برنامو عملي کول يې د افغانانو د لسګونو کلونو هیله وبلله.
د خوست چارواکي وايي چې نن د [جنورۍ پر اتمه] له غرمې مخکې د خوست ښار په سپین جومات سیمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د خوست نوی والي حلیم فدايي وايي، چې په یاد ولایت کې د ډاډمن امنیت، قومي جوړښتونو او تړونونو، سوداګریزو او ترانزیټي فرصتونو همدارنګه، د علمي او اکاډمیکو مرکزونو او د مدني او فرهنګي ټولنو له شته ظرفیتونو څخه به د خلکو د هیلو او توقوعاتو د ترسره کولو لپاره استفاده وکړي.
په خوست کې ۱۲۰ تنو نارینه وو او ښځینه وو، چې اویا سلنه يې وزیرستاني کډوال دي، په څلورو بیلابیلو برخو کې د کسبونو د زده کړو شپږ میاشتنۍ پروګرام ډسمبر په ۳۱ مه پای ته ورساوه.
(د سولې سندرې) پروګرام چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معینیت په نوښت د خوست د فرهنګیانو، شاعرانو او هنرمندانو په ګډون جوړ شوی وو، فن کارانو او هنرمندانو په کې د سولې سندرې وویلې او ګډونوالو يې د لاسونو په پړقا ملګرتیا او بدرګه وکړه.
د خوست قومي مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د بهرنیانو پر ځای دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.
معترض نوماندان غوښتنه کوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون هغه پرېکړه عملي کړي، چې دغه ولایت کې یې د یو شمېر ټاکنیزو مرکزونو
د خوست چارواکي وايي، تر دې وروسته به په یاد ولایت کې د بهرنۍ کرنسۍ پر ځای په افغانیو راکړه ورکړه کیږي.
د خوست د امنیه قوماندانی چارواکي وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې يې د ۳۷۴ بېلابېلو قضیو په تړاو ۴۵۵ کسان نیولي او د تحقیاتو لپاره يې عدلي او قضايي ادارو ته ورپيژندلي دي.
د ډېسېمبر پر ۲۰مه په خوست کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر یا یو اېن اېچ سي ار وزیرستانیو کډوالو او همدارنګه داخلي بې ځایه
د لوګر زده کوونکي او ښوونکي په یاد ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو له کمښته شکایت کوي او وايي، چې یخې هوا، باد او باران د دوی د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
په خوست کې د یو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو د پرلپسې هڅو او کوښښونو وروسته بالاخره د یاد ولایت په اداري مجلس کې پرېکړه وشوه، چې تر دې وروسته به پدې ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر ځای په افغانۍ راکړه ورکړه کیږي.
په خوست کې لسګونو ځوانانو او سپین ږیرو د ( افغان ولسي خوځون) په نوم د یو مدني حرکت له لارې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل، چې دایمې اوربند وکړي.
که څه هم پخوا په خوست او نورو پښتون میشتو سیمو کې د کوژدن په مراسمو کې د جینۍ او هلک کورنیو او د هغوی نږدې خپلوانو برخه اخیسته او یو بل ته يې دستمالونه، جامې او لونګۍ کولې، خو اوسمهال خوست کې ځينې فرهنګیان د کوژدن مراسم په نوې بڼه نیسي.
د خوست د بې پولې ډاکټرانو په زیږنتون کې هره میاشت تر دوه زره زیات ماشومان دنیا ته راځي، دې روغتون له ۲۰۱۲ زیږدیز کال راهیسې په خوست کې فعالیت پیل کړی او دا مهال د نویو زیږدلیو ماشومانو شمېر په کې له یو لکو اوښتی دی.
د خوست یو شمېر روڼ اندي، قومي مخور او فرهنګیان وايي، چې افغان حکومت د نورو په شان د یاد ولایت د ملي، تاریخي او ټولنیزو شخصیتونو د مبارزو او کارنامو یادونې او لمانځنې ته پاملرنه نه ده کړې.
نور وښیئ