نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا ریاست د کلیوالي لارو د جوړولو د برنامې په چوکاټ کې د منده او عباس خېلو د سیمو تر منځ د اته کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو.
د خوست چارواکو له رضاء کارانو غوښتنه وکړه، چې د نورو ټولنیزو فعالیتونو تر څنګ دې، په ټولنه کې د ځینو ناسمو دودونو او نشه يي توکو د کارونې په مخینوي، ښوونځیو ته د ماشومانو په هڅونه او همدارنګه د سوله ییز فکر په خورولو کې خپله ونډه پراخه کړي.
په پکتیکا ولایت کې د ۱۵۳ ښوونځیو لپاره د کلیو پراختیا وزارت د اقراء برنامې په چوکاټ کې د ودانیو د جوړولو پروګرام پیل شو.
د جمعې په ورځ ناوخته د خوست په ملي لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د سولې په نوم د فوټبال لوبۍ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې له څو ورځو راهیسې امنیتي ځواکونو د کابل-لوګر د لويې لارې د امنیت د ښه کولو لپارهعملیات پیل کړي او یو شمېر سیمې يې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي دي.
نن د نومبر پر ۲۳مه نېټه د جمعې د لمانځه پر مهال په خوست کې د ملي اردو د لواء په جومات کې چاودنه شوې ده.
د خوست یو شمېر روڼ اندو، فرهنګیانو او مدني فعالانو دیارلس تنه هغه ښوونکي چې له دېرشو تر پنځوسو کلونو پورې د ښوونکو په توګه پاتې شوي او د نوي نسل په ښوونه روزنه کې يې برخه اخیستې، وستایل او د دوی د خدمتونو قدرداني يې وکړه.
د خوست لسګونه اوسیدونکي او د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان د بیا ځل لپاره د اعتراض په ډول د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د دروازې مخې ته ورغلل او له یاد کمیسیون څخه يې د عدالت او شفافیت د تامین غوښتنه وکړه.
په خوست کې د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست چارواکي وايي، چې د روان لمریز کال په ۷ میاشتو کې د سیلابونو، توفانونو او سختو ګلیو له کبله ۳۸ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.
په لوګر کې یو شمېر ځوانانو او محصلانو له څو ورځو راهیسې د یاد ولایت پوهنتون لپاره د کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
په خوست کې ۶۳ ښوونځيو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو، یادې ودانۍ چې ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې سرته ورسیږي، ۳۶۵ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت کیږي.
د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په لوګر کې هم د ولسي جرګې نوماندان او مدني فعالان د ووټونو په پروسه کې د سرغړونو او درغلیو یادونه کوي.
د خوست د ولایتي شورا غړي، روڼ اندي او قومي مخور وايي، دا هېواد هغه مهال له شته ستونزو او ناخوالو څخه راوتلی شي، چې افغانان په صادقانه ډول په خپلو کې یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، یو بل وزغمي او پردیو ته اجازه ورنکړي، چې په دوی کې تفرقې واچوي.
د شنبې په ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو د یوې خبرې ناستې پر مهال د امنیتي ګواښونو له کبله د یاد ولایت په اتو ولسوالیو کې د رای اچونې د ۲۷ مرکزونو د تړل کیدو پرېکړه ناسمه وبلله.
د لوګر یو شمېر بڼوال او بزګر وايي، چې د افغان حکومت لخوا دوی ته پدې وروستیو کې د ممیزو یو شمېر خونې جوړې شوي چې پدې سره يې د انګورو ضایعات لږ شوي او اقتصادي يې ورسره ښه شوی دی.
د خوست ملکي او پوځي چارواکو د ولسي جرګې له نوماندانو وغوښتل، چې د ځینو احتمالي ګواښونو له کبله دې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د سترو غونډو له جوړولو ډډه وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د څلورو نورو ولایتونو په شان په خوست کې همد پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نمونوي لیسې لپاره د تدریسي کمپلیکس د جوړولو کار پیل شو.
د خوست د ښار او کور جوړولو ریاست چارواکي غوښتنه کوي، چې خلک دې په ښار او د ښار په نږدې سیمو کې له خپلسرو او غیر پلاني ابادیو ډډه وکړي.
په لوګر کې یو شمېر بڼوال او بزګران وایي، چې د انګورو باغونه یې وچکالۍ، طبیعي افتونو او نباتي ناروغیو ځپلي چې له کبله يې د نورو کلونو په پرتله حاصلات کم شوي دي.
د خوست صنعت کاران وايي، چې د دوی تولیداتو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ښه بازار پیدا کړیدی.
نور وښیئ