منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو تازه نړیوال رپورټ کې ویلي، که څه هم په پاکستان کې تیر کال د تشدد په پېښو کې د مرګ ژوبلې شمیره۴۰ په سلو کې کمه شوې ده خو په دې موده کې په دې هېواد کې د انساني حقونو یو شمېر سرغړونې هم مخې ته راغلي دي.
د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار یو وار بیا ویلي چې په هېواد کې د عدالتي مارشل لاء خبرې خلک له ځانه کوي او ناسمې دي.
په پاکستان کې د موجوده وفاقي او صوبايي حکومتونو جمهوري موده په می کې سر ته رسیږي او د عامو انتخاباتو او او د هغې په نتجه کې راتلونکیو نویو حکومتونو تر جوړېدو پورې د نګران حکومت لپاره هلې ځلې شروع شوي دي.
د قبایلي سیمو استادان وايي، د حکومت لخوا اعلان شوي نوي ملازمتي قوانین د دوی د پرمختګ مخه نیسي او په هیڅ یو حالت کې یې دوی منلو ته تیار نه دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښیتن د یکشنبې په ورځ په پیښور کې د یوې جلسې پرمهال وویل، له حکومته خپل جایز اییني حقونه غواړي او د ترلاسه کیدلو پورې به یې دا کمپاین جاري وي.
تحریکِ لبیک په نوم یوې مذهبي ډلې پاکستان حکومت ته د یوې هفتې وخت ورکړی چې له دوی سره کړې لوظنامه دې پوره کړي ګینې نو دوی به په ټول هېواد کې د احتجاجونو لړۍ شروع کړي.
نن (د اپرېل اتمه) په پېښور کې پر رينګ روډ د سرحد يونيورسټۍ سره څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سيوري لاندې ښځي او سړي راغونډېږي او د خپلو حقونو غوښتنو لپاره جلسه کوي.
پاکستان وايي له امریکا سره یې په دوه اړخیزو معاملو، د افغانستان او سیمې په اړه پر همکاریو خبرې اترې روانې دي خو لا هم پکې په مشترکو نکاتو نه دي سلا شوي. د خالي پر ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وویل، پاکستان ته د منځنۍ او جنوبي ایشیاء لپاره د امر
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې ګوند به یې د اتلسم اییني بدلون د ختمولو مخه نیسي. نوموړي دغه څرګندونې د خالي په ورځ په بنو کې د یوې جلسې پرمهال وکړې.
د نرښځيانو د ژوند او مشکلاتو یو انځور
د روسیې د انتخاباتو کمېشن وايي، زیاتره رایې یې شمېرلې دي چې پکې ولادیمیر پوتین له ۷۶ فیصده څخه زیات ووټونه ګټلي او په دې توګه د شپږو کلونو لپاره
د اتوار پر ورځ په سوات مینګوره کې د جلسې پر مهال د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر امیرمقام پر مخالفو ګوندونو یو ځل بیا تور ولګاوه چې د سینیټ په انتخاباتو کې یې په پېسو ووټونه اخیستي دي. نوموړي په پاکستان پیپلز ګوند او تحریک انصاف غږ وکړ چې په راتلونکیو عامو انتخاباتو کې به یې له ماتې سره مخامخ کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو سیکتره تهمینه جنجوعه د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې د واشنګټن دوه ورځنې سفر کوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي او منځنۍ ایشیاء لپاره نایب مرستیالې اېلیس ویلز د ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان د طالبانو او پاکستان ځینې ګیلې پر ځایې دي.
د امریکا دفاع وزرات پنټاګون اسلام اباد په ټينګار سره ورياده کړې چې په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ ضد جګړه يوه مهم پړاو ته رسېدلې او د ترهګرۍ ماتولو لپاره پاکستان بايد له دغه موقعې ګټه واخلي.
د اتوار پر ورځ د پښتون تحفظ مومنټ غړو د منظور پښتون په مشرۍ د اسلام اباد په اسلامک انټرنېشنل پوهنتون کې یوه غونډه وکړه چې پکې پښتنو ته پر ورپېښو مسایلو خبرې وشوې.
د افغانستان له خوست ولایته د وزیرستاني کډوالو د واپسۍ سلسله د سه شنبې په ورځ هم دوام لري. د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران افریدی وايي چې په دې لړۍ کې د ګل په ورځ ۴۶ کورنۍ خپل وطن ته ستنې شوي دي.
په کوهاټ کې وژل شوې د طب زده کوونکې عاصمه راني کورنۍ له پېښور های کورټه غوښتنه کړې چې دغه مقدمه دې پېښور ته منتقل کړي. نوموړې د جنورۍ پر ۲۷ مه یو تن له رشتې نه پر انکار کولو وژلې وه.
محمد زبیر موتي والا زیاتوي چې تر څو د افغانستان او پاکستان سیاستونه په خپلمنځي تجارت اغېز لري تر هغو به دا نور کمېږي چې د دواړو هېوادونو ولسونه به متاثره کوي.
د پاکستان په سېنېټ کې د قبایلي سیمو نماینده ګان وايي فاټا ته د اعلا عدالتونو د واک غځولو بل د کورم (د پارلېماني استازيو پکار شمېر) کمي له وجې سېنېټ ته د بحث لپاره وړاندې نه شو او د فاټا ځینې سېنېټران هم غیر حاضر ول.
نور وښیئ