منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې، چې د خپلو نجونو د زړه کړو مخه به، نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.
له بینايي محروم یو ځوان وايي خپلې زدکړې یې له دې صوبې بهر کړي او دا مهال په کوټه کې نابینا هلکانو جینکو ته په یوه سرکاري اداره کې درس ورکوي.
غلام محی الدین وویل، د اوښي یې له یوه بل کس سره لانجه وه او پرون د مظهر حسین په نوم یوه کس د ده ښځې شکیلې ته دیکه یا ټېله ورکړې او په کوڅه کې یې د ده د لور جامې شلولې دي.
په دې جرګه کې علي وزیر، محسن داوړ، ثنا اعجاز، لطیف افریدی، بشرا ګوهر، افراسیاب خټک، عثمان کاکړ او ځیني نور کسان شامل دي البته د تحریک د مشر منظور پښتین نوم پکې نشته.
د پاکستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان پوځي عدالتونو ته د ترهګرۍ ۱۳ نوي کېسونه استول شوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان او لشکر طیبه د کسانو مقدمې هم شاملې دي.
په سوات کې د تر سره شوې ساینس مېلې حال درکوو چې پکې په زرګونو هلکانو او جینکو زدهکونکیو برخه اخیستې وه او د خپلو صلاحیتونو مظاهره یې وکړه.
راو انوار د پولیسو په حفاظت کې عدالت ته په زغره بند ګاډي کې بوتلل شو او هتکړۍ ورته نه وې اچول شوې چې خلکو پرې سختې نیوکې کړي او غواړي چې له نوموړي سره دې د یو ملزم په څېر چلند وکړل شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی خان زمان کاکړ د یکشنبې پر ورځ وویل چې په کراچۍ کې د جلسې تیاریانې روانې دي او د منظور پښتین تر رسېدو پورې به دوی خپلې غونډې ته دوام ورکوي.
د سوات کبل تحصیل د پولیسو د وینا تر مخه په دې کسانو د ریاستي ادارو خلاف د خلکو پارولو د دفعاتو لاندې ایف ای ار درج کړل شوی دی.
د پاکستان پوځ وايي چې جنرال قمر جاويد باجوه ۱۱ ترهګرو ته د مرګ د سزا منظوري ورکړې ده.
زیراعظم شاهد خاقان عباسي پوځ ته په اشارې سره ویلي، راتلونکي انتخابات به خلایي مخلوق کوي، له دې وړاندې پخواني وزیراعظم نواز شرف هم یوې ولسي غونډې ته په وینا کې دغه ډول څرګندونې کړي دي.
په پاکستان کې د اقلیتي ورورولۍ احمدي فرقه وايي په تیر کال کې هم د دوی خلاف د امیتازي چلند او تشدد پېښو دوام وکړ چې پکې څلور احمدیان وژل شوي دي. خو حکومت وايي احمدیان هم په دې
ځايي انتظامیې موږ ته هر ډول مشکلات جوړول. خلکو ته یې ویلي چې تمبووان او کرسۍ مه ورکوئ خو بیا هم موږ خپل انتظامات مکمل کړي او تمه ده چې دا به د سوات په تاریخ کې لویه جلسه وي.
د جرمني حکومت هر کال د اعلا تعلیم لپاره د ډاډ (DAAD) په نوم وظیفې یا سکالرشپونه ورکوي. په دغه پروګرام کې جرمني ته تللي پښتانه ځوانان وايي دا یو لويي اعزاز دی چې پکې د زدکړو ترڅنګ د دوی ټول لګښتونه هم حکومت ورکوي.
د افغان ځوانانو یوه ډله له حکومته د زدکړو لپاره د اسانتیاو د نشتوالي ګله نه کوي او په خپله یې تر خپل وسه دې کار ته ملا تړلې ده.
قبایلي ځوان عرفان الله جان پخپله هم په یوه چاودنه کې معذوره شوی، دواړه پښې یې کار نه کوي خو اوس د نورو معذورانو د خیر ښیګړې لپاره هلې ځلې کوي او په دې وجه نړیوالې خیریه ادارې ریډکریسنټ خپل اعزازي استازی هم ټاکلی دی.
پرون د لاهور په موچي ګېټ کې د پښتون تحفظ مومنټ په جلسه کې د زرګونو پښتنو تر څنګ د پاکستان د نورو قامونو په سلګونو خلکو هم ګډون وکړ چې د دې غورځنګ غوښتنې یې اییني وبللې او د خپل ملاتړ څرګندونه یې ور سره وکړه.
نور وښیئ