فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
دوی د جون پر ۳۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پینځه غړي ووژل او پینځه یې ژوبل کړل.
مظاهره چیانو تر هغه پس تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پینځه کسان ووژل او پینځه یې ژوبل کړل.
د پاکستان حکومت د مې میاشتې له پنځمې نېټې راهېسې د کورونا د مخنیوي په خاطر د تورخم په دروازه په تلو راتلو بندیزونه لګولي. افغانان پاکستان او پاکستانیان افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.
په افغانستان کې ایسار پاکستاني وګړي چې په تورخم وره ورننوځي نو د کووېډ-۱۹ ټيسټ به یې کېږي، که مثبت وي نو بیا به د لواړګي په روغتون کې اته ورځې قرنطینېږي.
حکومت دا اقدام تر هغې وروسته کړی چې د سیمې خلکو ویلي ول چې په مرستندویه مرکزونو کې د پردې انتظام نشته او پکې سړي کار کوي، نو ځکه ښځې نه وراستوي.
احسان داوړ د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، اوس به صوبايي حکومت د کډوالو هرې کورنۍ ته هره میاشت ۸،۰۰۰ روپۍ ورکوي. د ده په خبره، صوبايي حکومت د نغدې مرستې منظوري ورکړې نو ژر به یې وېش پیل کړي.
د ځوان کوکيخېل اتحاد صدر اشفاق اپرېدی وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې په مختلفو طریقو سره د کوکيخېل پر خاوره د امن خرابولو کوښښ روان دی.
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانکړې ویب پاڼې لیکلي دي چې په تېر یو شواروز کې ۵۰۵۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
دوي وایي، د ځایي قبایلو په څیر د دوی کورونه هم ویجاړ شوي خو د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو په سروې کې لا چا نه دي شامل کړل شوي.
په دې غونډه کې شریک فعال او کلینیکل سایکالوجسټ محمد شیراز مشال راډیو ته وویل:"د پاکستان د نورو سیمو په څیر په خیبر ضلع کې هم په ایس، چرس او هیرونو روږدو کسانو کې زیات شوي دي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو قومي مشرانو د د مارچ پر ۲۸مه د خیبر ضلعې له قومي مشرانو سره په لواړګې کې جرګه کړې ده. دوي وویل چې د ډیورنډ دواړو غاړو ته اباد پښتانه قبایل په تورخم کې د بندیزونو له امله له یو لړ مشکلاتو سره مخ دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د خیبر استازي شفیق شیر اپرېدي جرګې ته وویل چې افغان میرمنو ماشومانو او مریضانو ته په تورخم کې د سفر په وخت ډير مشکلات دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ هره ورځ په سلګونه ګاډي او په زرګونه مسافر نه یوازې ځي راځي بلکې پر پاسپورټونو د وتو او ننوتو ټاپو لګولو لپاره په قطارونو کې ولاړ وي.
په تورخم کې د ایف بي ار چارواکي وایي چې دوي د کسټم قوانینو مطابق ایکسپورټ او امپورټ کوي او چې کوم نوي قوانین ورته د مرکز نه راشي نو هغه عملي کوي.
دوی وايي چې کله هم خپلو جلسو او غونډو ته صوبایی یا مرکزي رهبران وربولي نو انتظامیه ورته مختلف جوازونه پیدا کړي او قبایلي ضلعو ته یی نه ورپریږدي.
نور وښیئ