فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
مرزا محمد اپریدی د مارچ پر ۱۲مه په سېنېټ کې د انتخاباتو له لارې مرستیال چیرمین وټاکل شو. ۴۵ کلن مرزا د خیبر ضلعې د باړې سیمې اوسیدونکی او د سپاه قبیلې سره تړاو لري.
د مارچ پر لسمه نېټه د لنډي کوتل بازار په باچا خان چوک کې یوې احتجاجي جلسې ته د وینا پر وخت د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر ایمل ولي خان وویل، پر تورخم لار د سختیو او مختلفو بندیزونو له وجې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ته سخت تاوان وررسولی دی. نوموړي وویل چې له افغانستان سره ټولې سوداګزیزې لارې
د خیبر ضلعي انتظامیې عوامي نیشنل ګوند ته په تورخم کې د ولسي غونډې اجازه نه ده ورکړې خو اې اېن پي وايي، په هر حال کې به لاریون کوي
دا دواړه ناروغۍ د دوو مختلفو ماشو له چیچلو خپرېږي چې پکې یې ملاریا مرګونې ده خو په لیشمنایسېس یا لیشمېنیا کې پر وجود لوی دانې راخېژي.
د خیبر پولیس وایي، چې اوس فاټا په خیبر پښتونخوا کې ضم شوې ده پولیسو او اینټي نارکوټکس فورس محکمې ورغځېدلي او تر تیرا پورې حکومتي واکمني بحال ده او هېچا له به دا اجازه نه ورکوي چې قانون په خپلو لاسونو کې واخلي
د لوبغاړو د غوراوي لپاره د صوبې په ۳۵ ضلعو کې ازموینې روانې دي چې د مارچ تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د فېبرورۍ پر ۱۸مه د صوبایي حکومت د ثقافت محکمې او خیبر پښتو ادبي جرګې په لنډي کوتل کې د وتلي غزل ګو شاعر امیر حمزه خان شینواري ۲۷ تلین ولمانځل شو. دې لمانځلغونډې ته شاعرانو او لیکوالانو د نوموړي ژوند فن او شخصیت ته کتنه کړې. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
پروفیسر تواب شاه مسرور وویل، حمزه بابا یو ملتپاله پښتون دی، او د جمالیاتو یو ستر فلسفي دی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د فېبرورۍ پر ۱۱مه په يوې خبرپاڼه کې ويلي د یکشنبې یا (اتوار) ورځې پرته باقي شپږ ورځې به د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه وي.
ډومیسایل سرټفیکیټ هغه سند دی چې له دې نه د یو تن د مستقل رهایش ځای مالومات کېږي، د قانون مطابق یو تن پر یو وخت د یوې ضلعې یا د ښار ډومیسایل جوړولی شي.
خوږاخېل قوم وايي، چې په تورخم کې یې دې ادارو ته د خپلو ځمکو څه برخه د میاشتني مراعاتو په بدل کې ورکړې وه خو دوی له تېرو زړو لوظنامو نه هم سرغړونه کړې د خوږاخېل قوم مراعات یې کم کړي او اوس بې له اجازته نور تعمیرات کول غواړي.
په دې وروستیو کې ترسره شوو ۱۶ کالو نه کمر عمر قومي لوبو کې د خیبر پښتونخوا ټیمونو په مجموعي توګه ۵۸ د سرو زرو میډالونه ګټلي وو.
دوی وایي، دغه سیمه د جمرود بازار شمال خواته په ۲۰ کلومیټرۍکې پرته ده، چې یوه پوله یې د پېښور له ورسک سره او بله د لنډي کوتل تحصیل شلمان سره لګیدلې چې شاوخوا ۶۰ زره ابادي لري.
د خاصه دارو کمیټۍ چیرمین سید جلال وزیر مشال ريډيو ته وایي، څه باندې اته ویشت (۲۸۰۰۰) خاصه دار او لیویز غواړي حکومت دې د بندوبستي ضلعو د پولیسو برابر حیثیت او مراعات ورکړي
پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې د باړې په جلسه کې له حکومته د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د ټولو مخکښانو او غړو د خوشې کولو غوښتنه کړې. د ډېسېمبر ۲۷مې جلسې ته لسګونه خلک ورغلي ول چې ورته د غورځنګ مشرانو ویناګانې وکړې. د سیند پولیس وايي، علي وزیر یې د ریاست ضد وینا په تور نیولی.
د غورځنګ مشرانو جلسې ته په ویناوو کې د نیولیو ملګرو د خوشې کېدو غوښتنې تر څنګ خپلې یو شمېر هغه غوښتنې هم تکرار کړې چې تر دې وړاندې یې په جلسو او لاریونونو کې وړاندې کړې دي.
پښتون ژغورني غورځنګ نن د خېبر په باړه کې د خپل يو مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او نورو غړو د ګرفتارۍ پرضد احتجاجي جلسه کوي.
د پاکستان د کورونا کنټرول کولو اداره (این سي او سي) وایي، اوس چې کوم تن له افغانستانه پاکستان ته داخلېږي نو په تورخم دروازه به د کورونا منفي نتیجې ټیسټ ښایي.
نور وښیئ