فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وفاقي وزیر امیر مقام په تورخم دروازه کې طالب چارواکو ته وسپارلې.
د پاکستان لخوا د کډوالۍ کارډ لرونکو افغان کډوالو ته د مهلت له ختمېدو وروسته د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ روانه ده.
د خیبر ضلعې د لرې پرتې غرییزې سیمې تیرا ولسي خلک او مدني فعالان وايي د ناامنۍ او پوځي عملیاتو له وېرې ماشومان سکولونو ته نه شي لېږلی
په تیرا کې د امنیتي ځواکونو یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۲۹مه د ذخه خېلو د پړک بنګلې پر پوځي هیډکوارټر په ځانمرګي برید ګې د مرګ ژوبلې ترڅنګ ودانۍ ته هم تاوان رسېدلی دی.
د خیبر د ګوندونو اتحادیې او ولسي مشرانو له حکومته غوښتي دي چې ملک نصیر کوکیخېل دې ژر پیدا او خوشې کړي. دوی د اګست پر درېیمه په جمرود کې تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وویل، نوموړی پر ضمانتونو ترلاسه کولو سربېره د جون پر ۳۰مه پولیسو د اټک له زندانه یووړ. نور په دې رپورټ کې.
د افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) چارواکي وايي د خیبر ضلعې د مرستیال کمېشنر په امر یې له تیرا څخه د خلکو د کډو ویستلو انتظامات پیل کړي دي.
د خیبر ضلعې د تیرا میدان اوسېدونکو او مشرانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر مشر نور ولي مسید غږ کړی دی چې خپل وسلوال دې له خلکو څخه د عشر په نوم له باج اخیستو وګرځوي او ولس دې نه ځوروي.
د خیبر ولسي مشر او د پښتون قامي جرګې د غړي ملک نصیر کوکيخېل وکیل دعوه کړې چې موکل یې له تېرو شاوخوا ۱۲ ورځو راهیسې ورک دی او تر اوسه معلومه نه ده چې چارواکو چېرې لېږدولی او یا په بله کومه مقدمه کې نیول شوی او که څنګه.
په وروستیو کې د پاکستان وفاقي حکومت په قبایلي ضلعو کې د جرګو بحالولو لپاره کمېټي جوړه کړه چې د هغو سیمو ولسي مشران او سیاستوالان یې اندېښمن کړي دي. په کمېټۍ کې د خیبر پښتونخوا ګورنر، اعلاوزیر او ځینې وفاقي وزیران شامل دي. تفصیل په دې راپور کې.
د خیبر سفاري په نوم په بخاراتو (سټیم) د چلېدونکي اورګاډی انجن په لنډي کوتل کې د سیلانیانو لیدو ته ایښوول شوی دی. په هغه اورګاډي کې به سیلانیان له پېښوره تر لواړګي تلل، تاریخي ځایونه به یې لیدل او له مېچنۍ پوستې به یې تورخم او د ننګرهار ولایت نظاره کوله. ویډیويي رپورټ.
په تیرا کې په دې وروستیو کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې هم زیاتې شوې دي. ځايي ولس وايي په دغه جګړه کې اولسي خلکو ته هم مرګژوبله او مالي زیانونه ور اوړي.
په کابل کې د پاکستان سفارت د جون پر ۲۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې دي چې افغان ډرایورانو او ټرانسپورټرانو ته د یوه کال د مودې داسې وېزې ورکوي چې هغوی به پرې هر څو ځلې چې وغواړي پاکستان ته تګ راتګ کولی شي.
په داسې حال کې چې د خیبر په لرې پرته غرییزه سیمه تیرا کې د بدامنۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي، د هغه ځای سیاسي، قامي او ولسي مشرانو پرېکړه کړې ده چې د امنیت د ښه کولو لپاره پر حکومت هم غږ کوي او یوه لویه جرګه به هم ترسره کوي.
د خیبرضلعې په تیرا میدان کې ځایي اوسېدونکو او قومي مشرانو مشال راډیو ته تصدیق کړی چې هلته ځوانانو د لشکرجنوداُلخیبر په نوم نوې ډله اعلان کړې ده.
د تورخم د مزدورانو اتحادیې غړي وايي چې هلته د بېلا بېلو محدوديتونو له امله يې يو ځل بيا کار بند شوی او وړې تجارتي ګنډې افغانستان ته نه شي وړلی او نه هم له افغانستانه پاکستان ته مالونه راوړلی شي.
په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو چارواکی ارشاد خان وايي چې له پاکستانه د بې اسناده او افغان سیټیزن کارډ لرونکو کډالو د ستنولو بهير روان دی.
د خيبر پښتونخوا د خيبر ځايي ولس وايي چې په هغه ضلع کې د نجونو لسګونه ښوونځي د ښوونکو او عملې د نه شتوالي له امله تړل شوي دي.
شېر زمان وايي، بیا رغول شوي سکولونه په نوي طرز جوړ شوي دي، څلورو خواوو ته دېوالونه لري، لمريز نظام پکې لګېدلی دی، د پاکو اوبو بندوبست پکې شته او فرنیچر هم لري.
د خیبر پښتونخوا د مالي چارو څانګې لخوا د مې پر ۱۵مه مشال راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې پروژو کې د تيرا له دوه توی سیمې نه تر حیدر کنډو پورې د ۲۸ کلومېټره سړک جوړول هم شامل دي.
نور وښیئ