غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په خار تحصيل کې د جمعيت علمای اسلام (ف) د ضلعي غونډې پرمهال په ځانمرګي بريد کې د وژل شویو شمېر د اګست پر دویمه ۶۳ ته ورسېد. په هغه حمله کې تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.
د پاکستان تحریک انصاف پارلېمنټيرينز په نوم د یوه نوي ګوند د اعلان په اړه د پېښور له خبریالانو سره یوه اعلامیه هم شریکه کړل شوې ده چې پکې دعوه شوې چې له پرویر خټک سره په دې نوي ګوند کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لسګونو هغه مشران شامل دي چې د قامي یا صوبایي اسمبلیو پخواني غړي پاتې شوي
دا خطونه پرون (د جولاي پر پینځمه) مشال راډیو د صوبې له خزانې محکمې څخه ترلاسه کړي دي چې پکې له مرکزي حکومته غوښتنه شوې چې صوبې ته دې د بجلۍ خالصې ګټي او د قبايلي سيمو د پرمختيايي پروژو لپاره بقایه پیسې ورکړي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جون پر اوومه په راولپېنډۍ کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د مهمو پوځي قوماندانانو تر غونډې (فارمېشن کمانډرز کنفرانس) وروسته په بیان کې د چا نوم نه دی یاد کړی خو ویلي یې دي چې چارواکو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د مې نهمې د پېښو "کلکه غندنه" وکړه.
په داسې حال کې پولیسو د هغو پېښو په تړاو د تحریک انصاف ګڼ پلویان او ځینې مشران نیولي د هغه هېواد په سیاست کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
د جون پر درېیمه په پېښور کې له باچاخان مرکزه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا لیک د یاد ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان لېږلی دی.
د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي. هغه دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی. خو پوځ او حکومت وايي، ويډيويي او نور ثبوتونه ښيي چې د تحريک انصاف ځينې مشران د حملو په پلانولو کې ښکېل ول.
د مې پر ۲۹مه په پېښور کې د جماعت اسلامي له خوا د "قبایل ال پارټیز کانفرنس" په نامه جوړه شوې غونډه کې غوښتنه وشوه چې حکومت دې د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره کړې "ژمنې" پوره کړي.
عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه له ګوښه کېدو راهیسې تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو لپاره مظاهرې کړې دي. د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای.
شهباز شریف حکومتي دریځ تکرار کړ چې رېډیو پاکستان او نورو حکومتي او پوځي ودانیو ته زیان رسوونکي به د قانون منګولو ته سپاري. "چې کومو خلکو دا شرمناک کار کړی دی، په هغو او ترهګرو کې هېڅ توپیر نه شته."
فریډم نېټورک خپل رپورټ د مې پر درېيمه د رسنيو د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپور کړی دی. د تنظیم مشر اقبال خټک د مې پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل تر ټولو زیاتې ۴۰ سلنه پېښې په اسلام باد کې شوي دي.
د خبرپاڼې تر مخه، په دې معامله کې د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان ، ولسمشر عارف علوي، د پخواني اعلا وزير محمود خان سلاکار بیرسټر محمد علي سیف او د استخباراتي ادارې "ای اېس ای" پخوانی مشر جنرال فیض حمید فریق جوړ کړل شوي دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، پرون قامي اسمبلۍ هم د هغې جرګګۍ پرضد قرارداد منظور کړ او و یې ویل چې پکې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د قاضیانو نه شاملول ښيي چې بې طرفه نه ده.
د سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ امر کړی دی چې د پنجاب اسمبلۍ لپاره دې د ۲۰۲۳م کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه انتخابات وشي.
د پېښور ولسي پاڅون په نوم د مظاهرې ګډونوالو تېر ماښام (د مارچ پر ۳۰مه) د پولیس افسر او نوميالي پښتو شاعر اقبال مومند او درو نورو سرتېرو وژنه وغندله.
کمېشن د مارچ پر ۲۹مه نېټه په بیان کې ويلي چې دغه نېټه يې د خیبر پښتونخوا د ګورنر پر سپارښتنه ټاکلې ده.
مولانا فضل الرحمان د چا نوم وانخیست خو په وروستیو کې سیاسي پرمختګونو ته په کتو یې ښايي اشاره د تحریک انصاف مشر عمران خان قضیو ته وي.
د شورا مشر ډاکتر قبله ایاز د مارچ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د نرښځیو د حقونو د ساتنې قانون ته د بیاکتني په اړه په اسلام اباد کې دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې پکې د دیني عالمانو په ګډون د بشري حقونو د چارو وزارت چارواکو، د نرښځیو استازو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون وکړ.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د زمان پارک د جلسې د مشرۍ کولو په اړه د عمران خان تر اعلان وروسته تور پورې کړ چې هغه د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د موافقې د مخنیوي هڅه کوي.
نور وښیئ