غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشران وایي، په صوبه کې د ګېس پېداوار له ضرورت نه زیات دی او د بنو او لکي مروت پشمول په ځینو نورو ځایونو کې هم د ګېس ذخیرې شته
عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."
د جرګې مشرانو د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه په پېښور کې د خبريالانو په مرکزي دفتر کې د قبايلي سيمو د اوسنيو حالاتو په اړه په يوې غونډې ته په خپلو ويناوو کې وويل چې په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د ورګډولو په نتیجه کې یې سیمو ته د ګټې پر ځای تاوان رسېدلی دی.
د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د فبرورۍ پر ۲۲مه د انتخاباتو په اړه له خپلې خوا نوټس واخیست او نهه کسیزه جرګګۍ یې جوړه کړه چې پکې قاضیان اعجاز الاحسن، سید منصور علي شاه، منیب اختر، یحیا اپرېدی، سید مظاهر علي اکبر نقوي، جمال خان مندوخېل، محمد علي مظهر او اطهر من الله شامل دي.
باجوه د خپلې دندې ختمېدو پر مهال ویلي ول چې "تر ډېر غور و فکر وروسته" یې پرېکړه وکړه چې پوځ به نور په سیاست کې ګوتې نه وهي. تر دې مخکې هم د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیا بیا په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
د فبرورۍ پر اتمه د پنجاب صوبې هغه عدالت د قامي اسمبلۍ د سپیکر راجا پروېز اشرف د جنورۍ ۲۵مې نېټې امر معطل کړ او پر هغو ۴۳ حلقو یې په مارچ کې کېدونکي ضمني انتخابات هم ځنډولي دي.
په پښتون قامي اتحاد کې د شریکو ملتپالو ګوندونو غړو ویلي چې د پښتون قامي اتحاد تر سیوري لاندې به د صوبې په بېلا بېلو ښارونو تو سیمو کې د بدامنۍ پرضد د "ولسي پاڅون" په نامه غونډې کوي.
اېمل ولي خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور د پولیس لاینز پر جومات په برید کې ۱۰۱ کسان ووژل شول.
د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان ووژل او ۲۲۱ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جا انصاري ویلي چې تېر کال د وسله والو په بریدونو کې تر ټولو زیات ځاني او مالي تاوان پولیسو ته رسېدلی وو.
د خبرپاڼې له مخې، وزیراعلا غونډې ته په خپله وینا کې د صوبې امنیتي حالت د اندېښنې وړ وباله خو زیاته يې کړه چې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره به ټولې وسیلې په کار راولي.
وزیراعلا محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه شپې نهه بجې ګورنر غلام علي ته د اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک استولی وو چې هغه څه وخت وروسته لاسلیک کړ.
ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ پر ۱۴مه ناوخته په بیان کې ویلي دي چې د صوبايي اسمبلي د پاکستان د ایین د ۱۱۲مې مادې له مخې ماته شوې ده. په هغه ماده کې راغلي دي چې که ګورنر د اسمبلۍ ماتولو په اړه د وزیراعلا د سپارښتنلیک تر وررسېدو وروسته په ۴۸ ساعتونو کې اقدام و نه کړي، نو اسمبلي خپله ړنګېږي.
د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچونې لپاره غونډه د جنورۍ پر ۱۱مه ماښام پینځه بجې پیل شوه خو د حکومت او مخالفه ډلو ترمینځ د ناندریو له وجې قرارداد وړاندې نه شو. خو شپې ناوخته له نوې اجنډې سره د ووټونو په اړه کاروايي پیل شوه خو د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ مخالفه ډلو له بهیره پرېکون (بایکاټ) وکړ.
د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر فضل شکور خان د جنورۍ د نهمې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې د غنمو او اوړو کمی نه دی بلکې د حکومت له خوا د ارزانه اوړو ورکولو برخه کمه ده.
د یاد ګوند مشران وايي، دا احتجاج د دې لپاره کوي چې مرکزي حکومت په پنجاب اسمبلۍ کې د هغوی د مینډیټ (سیاسي ځواک) د ختمولو لپاره لاس په کار دی.
نور وښیئ