غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د اکتوبر پر ۱۶مه په پېښور پريس کلب کې د "امن، د افغان کډوالو ستونزې او حللارې" تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې د ملتپالو او مذهبي ګوندونو د استازو تر څنګ د مدني ټولنو فعالانو او افغان هنرمندانو هم ګډون کړی وو.
رحمان د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور کې د ګوند د بنسټګر مفتي محمود په نوم کنفرانس ته د وینا په مهال تور پورې کړ چې په ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې اېسټیبلېشمنټ غوښتل چې د هغه ګوند له پارلېمانه باهر وساتي خو د ده په وينا، په راتلونکو ټولټاکنو به يې داسې کولو ته پرې نه ږدي.
افغانستان اوښتو ته منتظرو ځینو کډوالو د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې یو خو په لارو کې له سخت مشکل سره مخامخ ول او بيا وروسته په تورخم کې هم له کړاو سره مخامخ دي.
د اکتوبر پر ۱۱مه د افغان کډوالو د عالي شورا مشرانو او استازو د پېښور د خبریالانو په مرکز کې په خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې له ناراجسټر افغانانو سره ښه سلوک وکړي او هغوی دې نه نیسي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) یې د ثبتولو انتظام وکړي.
د اکتوبر پر نهمه د پېښور های کورټ د وکیلانو له هغې ډلې سیف الله محب کاکاخېل مشال راډیو ته وویل چې هغوی په خپل خواست کې ویلي چې کوم افغانان د پاکستان د تابعيت (شهریت) ترلاسه کولو ټول قانوني شرطونه پوره کوي، باید هغوی ته د هغه هېواد قانوني اسناد ورکړل شي.
د موساخېلو مشران وايي، په سیمه کې کورونه او جایدادونه او کاروبارونه لري نو که دوی په کومې حلقې پورې نه تړل کېږي نو دا ورته ستونزې جوړولی شي. ځینې مشران خو تر دې هم وايي چې کېدای شي د پاکستان حکومت د هغوی سیمې افغانستان ته پرېښې وي.
یادو ملتپالو ګوندونو ويلي چې له پښتنو سره زیاتی روان دی ځکه چې کله حلقې کمې شي نو په پارلېمان کې به د پښتنو سيمو چوکۍ هم کمېږي
له لومړني رپورټ سره سم، په قامي اسمبلۍ کې به د خیبر پښتونخوا ۴۵، د بلوچستان ۱۶، د سیند ۶۱، د پنجاب ۱۴۱ او د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد ۳ عمومي څوکۍ وي.
اېمل ولي خان وايي چې پوځ دي خپل اصلي دنده پر مخ یوسي کومه چې د ملک د امنیت ساتل دي: "د پوځ مشر لګیا دی اقتصاد سنبالوي، له بهره د پاکستان لپاره قرضې راوړي، دا هم ښه خبره ده خو د پوځ خپل اصل کار دفاع کول دي
د اېف ای اې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د سېپټمبر پر اوومه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په راتلونکو ورځو کې به رسنیو ته د ترلاسه کړو پیسو شمېر وښيي.
وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد كې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا مسله په ۹۰مه لسیزه کې د نامناسبو معاهدو، د بلونو وصولۍ نامناسبه عمل او د خرابو ټرانسمېشن لاېنونو له وجې اوږده شوې ده.
په بیان کې زیاته شوې چې وزیراعظم له اړوندو ادارو څخه د هغو چارواکو معلومات وغوښتل چې سرکار ورته وړیا برېښنا ورکوي او امر یې وکړ چې د وزیراعظم په کور او دفتر کې دې هم د بجلۍ استعمال کم شي.
د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې دوکاندارانو د اګست پر ۲۹مه د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه او پر هغه مهال يې د بجلۍ بلونه هم وسوځول. د پېښور دوکانداران وايي چې د ګرانۍ له کبله يې کاروبارونه خراب شوي دي او په وينا يې چې اوس د بجلۍ بلونو درې چنده زيات بلونه هم راځي.
په دې اړه د اګست پر ۲۱مه په پېښور پرېس کلب کې یوه غونډه وشوه چې پکې د جړاوالا په پېښه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه شوې ده.
د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر اعظم خان د اګست پر ۱۸مه د کابینې د غړو نومونه د منظورۍ لپاره ګورنر ته لېږلي او هغه ورباندې لاسلیک کړی وو.
جنرال عاصم منیر په اېبټ اباد کې د کاکول په پوځي روزنیزې اکاډمۍ کې د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د خپل هېواد په دفاع کولو پوهېږي او د پاکستان دننه او بهر د خطرو پر ضد مبارزه کوي.
انتخاباتي کمېشن تېره اوونۍ په یو لیک کې د خیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا محمد اعظم خان ته ویلي ول چې هغه وزیران او مشیران دې ګوښه کړي چې د سیاسي ګوندونو غړیتوب لري او یا په سیاسي هلو ځلو کې برخه اخلي.
جنرال عاصم منير د اګست پر اوومه په پېښور کې د پښتنو د قبايلي سيمو له مشرانو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې ده چې په افغانستان کې د وسلوالو خوندي ځایونه د ناامنۍ د پراخېدو سبب دي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دا جرګه تر هغې وروسته وربللې چې د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې د هغه ګوند د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې خراسان څانګې منلې ده.
نور وښیئ