غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د خېبر پښتونخوا د حکومت په ګډون ملتپالي سیاسي ګوندونه د مرکزي حکومت د دې پلان سخت مخالف دي او غواړي چې د پنجاب صوبې د اوږدې لارې پر ځای د پښتونخوا لنډه لاره تر ګوادر بندره وغځول شي.
په پېښور کې د زیارت پر ورځ د عالمي متحده علماو مشایخ کونسل د سوري لاندې په یو کنفرانس کې د بېلا بېلو دیني عالمانو د پېښور ارمي پبلک سکول پېښه په سختو ټکو کې وغندله. دوی د حکومت له خوا د ترهګرۍ پر ضد د پوځي عدالتونو د جوړول ستاینه وکړه او ویې ویل د ترهګرۍ پر ضد اقداماتو په ترځ کې دیني مدارسې دې
پېښورپولیسو پر ارمي پبلیک سکول د وسله والو طالبانو د خونړي برید پر ضد د مظاهرې پر مهال د مدني ټولنې یو شمېر فعالان نیولي دي. په نیول شویو کې د پښتونخوا ولسي تحریک ډاکتر سید عالم مسود هم شامل دی. نوموړي تر نیول کېدو وروسته نن له تاڼې څخه په ټیلي فون مشال راډیو ته وویل، پولیس
پېښور: د ګل ورځ د خېبر پښتونخوا حفاظتي ټیکو، واکسینو او ګوزڼ مخنیوي ادارې سره کارکوونکو د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته وکړه او د ټریفک مخه یې ونیوله. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې له تېرو اووه میاشتو بندې تنخاګانې دې ورکړل شي او نوکریانې دې ورته پخې «مستقل» کړل شي. د مشال خبریال غلام
"دا پوځ نوې وژونکې ډلې جوړوي او زاړې وژني، او ترڅو چې روڼ اندي [روښنفکره] خلک یو موټي شوي نه وي نو هم دا ډول به ژاړو"
کورنیو چارو له محکمې چې شمېرې راغلې دي نو د هغو له مخې په کلنګ اخیستلو کې ۹۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی
انجمن حسینیه د هغه پر مړینه څلویښت ورځنی ویر اعلان کړی دی، او پاړه چنار بازار به هم تر درو ورځو په احتجاج کې تړلی وي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند په مشر اسفندیار ولي خان د قومي وطن ګوند پر مشر افتاب شېرپاو د مسلیم لیګ ن پر امیر مقام هم ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي
د بمونو ناکاره وونکې ډلې مشر اې ای جي شفقت ملک د پېښې پر ځای خبریالانو ته وویل دا یوه بمي چاودنه وه ځکه چې د ګاړي درې واړه سي این جې سلینډرونه روغ رمټ دي.
د پېښور صدر ډي اېس پي جاوېد د چاودنې په اړه وايي، دا یو ځانمرګی برید و، د ده په خبره له باروتو یو ډک ګاډی د امنیتي سرتېرو له یو ګاډي سره جنګول شوی.
د پاکستان پارلېمان د دواړو ایوانونو په روانه ګډه غونډه کې د سیاسي ګوندونو مشرانو له وینا دا خبره ښکاري چې د انقلاب او ازادۍ په نوم د احتجاجونو تر شا د پاکستان پوځ او منتخب حکومت تر منځ ښايي ژور اختلافات دي.
تېره اونۍ هم په پېښور کی له توپاني ورښتونو او سیلیو ګڼ خلک مړه او ژوبل شول. هغه مهال خلکو او ځايي سیاسي ګوندونو پر وزیر اعلا پرویز خټک نیوکې کړې وې چې د ولس د ستونزو پر ځای یې د اسلام اباد لانګ مارچ ته مخه اړولې
د خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د باران له کبله د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو د کورنیو لپاره د مرستو اعلان کړی دی.
یوه مظاهره کوونکي بوپال سېنګ مشال راډيو ته وویل، د دوی پر درو بېګناه کسانو وسله وال ډزې وکړې او هېچا تر پوښتنه ونکړه چې دا کسان یې ولې وویشتل. ده زیاته کړه چې که حکومت یې حفاظت نشي کولای نو دوی ته دې ((لار ورکړي چې بل ملک ته ولاړ شي.))
د سي اېن جي د ټولنې یوه مشر د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دوی چې کله په سیلېنډر کې ګیس اچاوه نو چاودنه وشوه.
د پېښور په یوه سي اېن جي پمپ کې چاودنې څلور کسان وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي. چارواکي او د سي اېن جي ټولنې غړي وايي، د ګیس د نامعیاري سیلېنډرو له کبله دا ډول پېښې کېږي. د سي اېن جي د ټولنې یوه مشر د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دوی چې کله په سیلېنډر کې ګیس اچاوه نو چاودنه وشوه. تفصیل په ویډیو کې
د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې ټولو مرستیال کمیشنرانو ته امر کړی چې، چې په ټوله صوبه کې دې د امنیت په موخه د لږکيو په عبادتځایونو کې پټې کېمرې «سي سي ټي وي کېمرې» ولګوي.
د شمالی وزيرستان د اتمانزو وزيرو مشرانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې د خبرو اترو له لارې امن راولي او له پوځي عملیاتو ډډه وکړي.
د وزیرستان جرګې پاکستان دولت ته ویلي چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د دولت پالیسي د دوی په ګټه نه ده او پکار ده، چې بدلون پکې راوړل شي او دوی ته دې د پاکستان پالیسي په ډاګه کړې.
نور وښیئ