غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
میا نواز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت د مذاکراتو له لارې د دې ستونزې حل په رااېستلو کې ډیره سنجیدګي ښودلې وه خو د پاکستان ریاستي ادارې په قبایلي سیمو کې د وسلوال یاغیتوب ستونزې هوارولو لپاره جامع حکمتعملي نه لري.
په پېښور کې سوداګرو او کارخانه دارو د نهې پر ورځ په یوه خبري کانفرنس کې د کلنګ اخیستلو او د پیسو لپاره تښتولو د زیاتېدونکو پېښو پر ضد د احتجاجي تحریک چلولو اعلان وکړ.
مولانا فضل الرحمان وویل چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د تلاشۍ پر پوستو ولسي وګړي ځورول کېږي.
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، چې په صوبه کې یې د خوندي او ټینګ امنیت زندانونو جوړولو پر پلان کار پیل کړی او په لومړۍ مرحله کې به د مردان زندان ودانۍ جوړېږي.
د جماعت اسلامي یوه مشر پروفیسر ابراهیم ویلي دي، اصلي جنګ د پاکستاني پوځ او د طالبانو تر منځ دی او د سولې عمل تر هغې نشي بریالی کېدای چې دوی دواړه مستقیمې خبرې ونکړي. نوموړي د پنجشنبې ورځ د پېښور
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د دې صوبې د نوم بدلولو او په صوبه کې دننه د هزاره صوبې په نامه د بلې صوبې جوړولو په اړه د دوو قراردادونو منظوري ورکړيده.
په دې کمېټه کې وفاقي سېکرټر حبیب الله خان خټک، د وزیراعظم سېکرټر ارباب عارف او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند شامل دي. پوښتنه دا ده چې د جوړ جاړي لپاره جوړه پخوانۍ کمېټه څومره موثره وه او اوسنۍ کمېټه به څومره ګټوره وي؟
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهری نثار علي خان د پنجشنبې په ماښام په پیښور کی د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلا پرویز خټک او ګورنر انجینئر شوکت الله خان سره په یو ګډ خبری کانفرنس کی ویلي چې په هیواد کې د امن پر ځای کولو لپاره دوی پخه اراده لری.
په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په پېښور کې افغانستان ته د سامان وړونکو ګاډو پر مخ د لارو تړلو احتجاج پای ته رسولی دی.
د کلي خلک او پولیس وايي چې ځانمرګی برید ګر ښايي د دې کلي په خوا کې په اپریدو ګړۍ کې د یو تن په جنازه کې د ځانمرګي برید لپاره راغلی وو خو د هغه کلي خلکو پیژندلی وو او ده د تېښتې هڅه کوله چې خلکو ورباندې ډزې وکړې او د یو کور مخې هغه خپل ځان والوځولو.
د پېښې په ځای کې ځینې د پولیس لوړپوړو چارواکو رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه لاسي بمونه کارول شوي دي او یو تن په خپل پټکي کې بمونه سېنیما ته دننه وړي ول.
خیبر پښتونخوا کې مخالف ګوندونه وايي چې موجوده صوبايي حکومت د ترهګرۍ پر ضد واضحه تګ لاره نه لري
د بلدیاتي ټاکنو لپاره به درې واړه سیاسي او مذهبي ګوندونه مشترکه امیدواران ودروي او په دې انتخاباتو کی به د دوی انتخابي نښه هم یوه وي.
په تبلیغي مرکز کې دننه هغه مهال چاودنه وشوه چې تیر ماښام د شب جمعی لپاره راغلی په زرګونو خلک د ماښام په لمانځه ولاړ وو،
په پېښور رینګ روډ ولاړ د یو ګاړي ډراییور محمدي ګل مشال ریډیو ته وویل چې د دې احتجاجي ناستې له وجې د دوی په کاروبار ډیر بد اغیز پریوتی دی.
هغوی په هغو سیمو کې اوسي او هم هلته به اوسي. دا نور خلک هلته نه اوسي. سمیع الحق مولانا صاحب هم هلته نه اوسي. نو په کار ده چې دوی [قبایلیان] په دې خبرو کې وي. خو زما په فکر چې په پیل کې د دې لپاره څه تګلاره جوړه کړي چې په څه به خبرې کوو او په څه به یې نه کوو. د قبایلو له شاملولو بغیر به یو تړون یا لو
په پیښور کې د واپډی د محکمی د کارکوونکو ټولنې آل پاکستان هائیډرو الیکټرک ورکرز یونین په سلګونو کسانو په پاکستان کې د نجکارۍ پر ضد مظاهره ترسره کړې ده.
له جرمني دې کانفرنس ته راغلی ډاکټر سیف الله وايي، دا خبره سمه نه ده چې ګنې د افغانستان او پاکستان د حالاتو سمولو کیلۍ د نړیوالو قوتونو په لاس کې ده. دې چابۍ د دواړو هېوادونو له ولسونو سره ده.
د جنازې په لمانځه کې د خېبر پښتونخوا صوبايي ګورنر انجینیېر شوکت الله د پولیسو مشر ناصر خان دراني او د صحت صوبايي وزیر شوکت یوسفزي هم ګډون کړی وو.
د ورک کړل شوی کسانو د لټون لپاره ګمارل شوي ځانګړي ځواک خپل راپور عدالت ته وړاندې کړ، چې پکې په بېلا بېلو حراستي مرکزونو کې د ۷۰۷ کسانو د ساتلو پخلی شوی دی.
نور وښیئ