غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د سازمان مشرې فرزانه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې تېره اوونۍ په رياض کې پوليسو پر نرښځيانو تشدد کړی او ۳۵ يې نيولي وو.
په پېښور کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره د جماعت اسلامي درې ورځنۍ احتجاجي ناسته، تر وخت مخکې، پر لومړۍ ورځ پای ته ورسېده. د ګورنر هاوس مخې ته دا ناسته ځکه ختمه کړل شوه چې ورته چارواکو ډاډ ورکړ چې د وفاقي کابینې په راتلونکې غونډه کې به د قبایلو پر اصلاحاتو خبرې کېږي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو له حکومته غوښتنه کړې چې د تورخم او چمن لارې دې ژر تر ژره خلاصې کړي. د هغه په خبره د دې لارو تړل کېدو له وجې عامو خلکو ته زيان رسي. نوموړي سره غلام غوث خبرې کړې. دلته يې کتلی شئ.
د قبايلي سيمو آييني حیثيت بدلولو لړ کې بېلابېلو سياسي ګوندونو دې وروستيوو کې غونډې او جرګې کړې دي. ځيني ګوندونه او سياستوال په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د شامالولو ملاتړ کوي خو ځينې نور په دې اړه اندېښنې لري.
د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وزارت سېکرتر ارباب محمد شهزاد هغه خبرونه رد کړي چې ګواکې په ۲۰۱۶ز کال کې پاکستاني حکومت افغان کډوال په زور له هېواده ایستلي ول. نوموړي نن په پېښور کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا تور هم رد کړ چې ګواکې د پولیسو ناروا چلند له کبله کډوال افغانستان ته ستنېدو ته اړ شول.
د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وزارت سېکرتر ارباب محمد شهزاد د پېښور په تهکال کې د پینځو ښوونځیو د بیاودانۍ پروژه پرانیستې چې پکې درې یې د نجونو دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
پاکستان کې دځینو سیاسي ګوندونو مشرانو د ترهګرۍ ضد نيشنل ایکشن پلان او د تازه ترهګر بریدونو وروسته د تورخم او چمن پولو په تړلو نیوکې کړې دي. خيبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر امیر حيدر خان هوتي وايي د لارو تړلو سره ستونزه نه حل کيږي.
د پېښور په حیات آباد کې په یوه ځانوژونکي برید کې د عدلیې د لاندې کچې قاضیانو رسولو یوه ګاډی په نښه کړل شوي. په دغه پېښه کې ډرایور وژل شوی اودرې ښځینه قاضیانې اویو نارینه قاضي ژوبل دي.
د عوامي نیشنل ګوند مشرانو، غړو او پلویانو په پېښور کې د امن لاریون کړی چې موخه یې د باچا خان تلین په مناسبت د هغه د عدم تشدد تګلارې فکر خپرول ول. د دوشنبې یا ګل ورځې د لاریون ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سولې ټینګښت لپاره دې د باچا خان فکر خپور او عملي کړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د صنعتونو لپاره د وزیر اعلا سلاکار عبد الکریم خان مشال راډیو ته وویل چې د پښتونخوا اقتصادي پرمختګ لپاره د رشکۍ انټر-چېنچ دا اقتصادي ښارګوتې یوه لویه منصوبه ده او ټول لګښت به یې د چین هېواد ورکوي
قبايلي مېرمنو د خالي په ورځ، په پيښور کې د يوې جرګې له لاري، له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د راتلونکي کال له انتخاباتو نه وړاندې دې په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې ورته نمائندګې ورکړل شي.په باچاخان مرکز پېښور کي د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ کې د قبایلی سيمو مېرمنو په بلدیاتي نظام کي هم د ښځو د استازيتوب
د افغانستان د تجارت او صنعت د وزارت چارواکي وايي، د پاکستان او افغانستان تجارتي حجم د زیاتیدلو په ځای په تېرو دوو کلونو کي کم شوی دی.
د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ غونډې ته د قدرتي ناورینونو سمبالولو ادارې (اېف ډي اېم اې) له قبایلي سیمو د پوځي عملیاتوله وجې د بې کوره کړل شویو وګړو په باب تفصیلي معلومات ورکړل.
قمر نسیم وویل ، دا ښيي چې یا خو د مېرمنو پر ضد تشدد زیات شوی دی او یا هم د داسې پېښو ثبتول زیات شوي دي.
پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي، د نثار [کورنېو چارو وزير] دغه ادعا داسې ده لکه یوڅوک چې ووايي په پېښور کې د جون جولايي په سخته ګرمۍ کې واوره شوې ده.
په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له مشال راډیو سره په یو مرکه کې ویلي دي، که په افغانستان کې امن وي نو د پاکستان اقتصادي وده به دوه براره شي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نن د معذورانو د نړيوالې ورځې په مناستب چارواکو د معيوبه خلکو د ژوند د ښه کولو وعدې او معيوبو کسانو د خپلو حقونو غوښتنې وکړي.
تېره ورځ پېښور کې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو لپاره د يوې غونډې پر مهال خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د شاملولو ملاتړو او د دغه کار مخالفينو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شو. د غونډې پر مهال د قبايلي سيمو ځينو مشرانو د اصلاحاتو لپاره شوو وړانديزونو پاڼې وشلولې.
د خېبر پښتونخوا د پېښور هايي کورټ د پاکستان وفاقي حکومت ته امر کړی دی چې له هیواده د ترکیو استادانو د ایستلو عمل ودروي.دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ د پیښور هاي کورټ کې پر جسټس یحیا اپرېدي او جسټس اکرام الله مشتمل دوه کسیزې عدالتي جرګګۍ کړې ده. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ د پیښور هاي کورټ کې پر جسټس یحیا اپرېدي او جسټس اکرام الله مشتمل دوه کسیزې عدالتي جرګګۍ کړې ده.
نور وښیئ