غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
قمر نسیم وویل ، دا ښيي چې یا خو د مېرمنو پر ضد تشدد زیات شوی دی او یا هم د داسې پېښو ثبتول زیات شوي دي.
پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي، د نثار [کورنېو چارو وزير] دغه ادعا داسې ده لکه یوڅوک چې ووايي په پېښور کې د جون جولايي په سخته ګرمۍ کې واوره شوې ده.
په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له مشال راډیو سره په یو مرکه کې ویلي دي، که په افغانستان کې امن وي نو د پاکستان اقتصادي وده به دوه براره شي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نن د معذورانو د نړيوالې ورځې په مناستب چارواکو د معيوبه خلکو د ژوند د ښه کولو وعدې او معيوبو کسانو د خپلو حقونو غوښتنې وکړي.
تېره ورځ پېښور کې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو لپاره د يوې غونډې پر مهال خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د شاملولو ملاتړو او د دغه کار مخالفينو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شو. د غونډې پر مهال د قبايلي سيمو ځينو مشرانو د اصلاحاتو لپاره شوو وړانديزونو پاڼې وشلولې.
د خېبر پښتونخوا د پېښور هايي کورټ د پاکستان وفاقي حکومت ته امر کړی دی چې له هیواده د ترکیو استادانو د ایستلو عمل ودروي.دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ د پیښور هاي کورټ کې پر جسټس یحیا اپرېدي او جسټس اکرام الله مشتمل دوه کسیزې عدالتي جرګګۍ کړې ده. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ د پیښور هاي کورټ کې پر جسټس یحیا اپرېدي او جسټس اکرام الله مشتمل دوه کسیزې عدالتي جرګګۍ کړې ده.
پاکستان، ستنېدونکو افغان کډوالو ته د ۳۰۰ کیلوګرامه غنم ورکوي. دا د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته پیل شوې پروژه ده چې د پاکستان قبایلي او سرحدي چارو وزارت یې انتظام کوي. پاکستاني چارواکي وايي، دا پروګرام به تر درو کلونو روان وي. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.
په پاکستان کې د پاک - ترک تعلیمي ادارو استادانو د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې ترک ښوونکي دې له هېواده نه باسي. دغو استادانو په پېښور پرېس کلب کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پرمهال زياته کړه چې دا ښوونکي ترهګر نه دي چې پاکستان يې په زوره له هېواده شړي. په دې اړه د غلام غوث وګورئ.
د نومبر ۱۴مه نېټه د ذیابطیس یا شکر ناروغۍ نړیواله ورځ ده چې موخه یې د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی پیدا کول دي. په دې لړ کې د ګل (دوشنبې) پر ورځ په پېښور کې وړیا روغتیايي کیمپ لګول شوی وو چې ورته ډاکتران ورغلي ول او نه یوازې یې د خلکو د شکر معاینه کوله بلکې ورته یې معلومات او مشورې هم ورکولې. ویډیو وګورئ
په پېښور کې د قبایلي سیمو مشرانو، ځوانانو، فعالانو او سیاستوالانو یوه جرګه کړې چې پکې یې په خیبر پښتونخوا د هغو سیمو ورګډولو په حق کې ویناګانې کړې دي. دوی وویل، د قبایلي سیمو اوسېدونکي دې ځانته قبایل نه وايي، بلکې ځان دې پښتانه بولي. دوی په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو ګټې بیان کړې. رپورټ وګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا عامې روغتیا وزیر شاه فرمان وايي، عدالتونو ورته د مظاهرو او لاریونونو اجازه ورکړې خو د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت یې مخنیوی کوي. نوموړي د دوشنبې پر ورځ د صوابۍ له انټرچېنج سره نېږدې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی به هرومرو لاریون کوي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف یوه احتجاجي قافله د ګل (دوشنبې) پر ورځ د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر او صوبايي وزیرانو په مشرۍ د اسلام اباد لوري ته روانه وه چې د صوابۍ له انټرچېنج سره نېږدې د پولیسو له خنډونو سره مخامخ شوه. پر دې قافلې پولیسو اوښکې تویونکی ګیس پاشلی دی. قافله وروسته اسلام اباد ته روانه شوه.
اسلام اباد های کورټ پاکستان تحریک انصاف ګوند ته حکم ورکړی چې له سرکاري ټاکلي ځای پرته دې له پر لت یا درنې کولو ډډه وکړي.
مولانا فضل الرحمان مشال راډیو ته وويل چې دغه سپارښتنې څرګنده نه دي او په دې پروسه کې له قبايلي ولس سره سم مشاورت نه دی شوی.
نن دوشنبه په ټوله نړۍ کې د ګوزڼ مخنیوی نړیواله ورځ لمانځل کېږی او په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا،قبایلي سیمو، بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کي دستورې ترسره شوې.
له ټوکمار میراوس سره په پېښور کې د مشال راډیو خبریال غلام غوث ځانګړې ویډيو مرکه کړې. غلام غوث ويډیو
په پېښور کې ټرانسپورټرانو د مالیې یا ټول ټیکس زیاتېدو ضد مظاهره کړې. دوی حکومت ته وخت ورکړ چې د لویو لارو ادارې مشر دې له دندې لرې کړي او د روانې میاشت تر ۲۶مه دې د مالیو زیاتولو له پرېکړې په شا شي ځکه چې دوی دا پیسې نشې ورکولای. د احتجاج له کبله لویې لارې تړلې وې. تفصیل په رپورټ کې.
نوموړي دا خبره په داسي حال کې کړې ده چې د اکتوبر پر اتلسمه نېټه د پاکستان منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال د پېښور په ګورنر هاوس کې د اقتصادي راهدارۍ په اړه سیاسي مشرانو او د پښتونخوا د اسمبلۍ غړو ته د سپیناوي په موخه مالومات ورکوي.
له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال وايي، هیله من دي چې په خپل وطن کې به کورونه ولري او اسانتیاوې به تر لاسه کړي. دوی د دوشنبې یا ګل پر ورځ په پېښور کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له مرکزه د روانېدو پر وخت مشال راډیو ته وویل، دوی به خپل ((ګل وطن)) ابادوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ