غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور کې د قبایلي سیمو د ځوانانو غونډه رابللې ده.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي ، په پېښور کې د قبایلي چارو مرکزي دفتر – فاټا سیکرټرېټ – په اوسني نظام کې د درغلیو یو اډه ده.
سليم خان مشال راډیو ته وويل چې د تېکسونو وفاقي ادارې له لورې د پېښور د مځکو له کاروباريانو زيات ټېکس اخستل کېږي چې پر د مځکو پر کاروبار يې ناوړه اغېز کړی دی.
په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ غړي ضیا الله اپریدي په مشرۍ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې تګلارې پر ضد لاریون شوی. مظاهره کوونکو د ټرمپ پر تګلارې ټکونه وکړل او پر ضد یې نعرې ووهلې. رپورټ وګورئ.
فرحت الله بابر وايي دا یې وخت دی چې د فاتا ولس خپل واک ولري
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي ادارې آی اېس پي آر د ویاند مېجر جنرال آصف غفور لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې بېګا شپه د بر دیر په یو غرنۍ سیمه کې د عملیاتو پر مهالرامنځ ته شوې ده او په دغه پېښه کې د یو پوځي میجر علي سلمان په ګډون څلور پوځي سرتېري وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک ویلي دي حکومت یې تیار د چې قبایلي سيمي په خپله صوبه کې ورسره شاملې کړي خو وفاقي حکومت په دې خبره کې سنجیده نه ښکاري.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي د سپریم کورټ پر پرېکړه ځینې تحفظات لري خو بیا هم دا پرېکړه تسلیموي.
د پېښور په پرېس کلب کې د بشري حقونو تنظیمونو او د سیاسي ګوندونو په غونډه کې له صوبايي حکومته غوښتنه شوې ده چې د نرښځیانو د بشري حقونو د ساتنې په اړه دې صوبایي حکومت قانون سازي وکړي.
د پېښور په ابدره کې د نارجسټر شویو افغانانو نوملیکنه روانه ده. دا بهیر د جولای له ۲۰مې راهیسې په اسلام اباد او پېښور کې روان دی خو چارواکي وايي، د اګست له ۱۶مې به په ټول هېواد کې د رجسټرېشن بهیر پیل شي. غلام غوث معلومات راکوي.
په پېښور کې د امريکا کونسلګري وايي، داسې سامان و الات پخوا هم پاکستان ته ورکړل شوي چې د ۱۲۸ ملينه ډالر مرستو برخه ده.
د وزيراعلی له دفتره خپور شوی بيان وايي، د سېشنبې مازيګر پرويز خټک د بټګرام او کوهستان ضلعو د مشرانو له جرګې سره وليدل او دا خبره يې وکړه.
د امریکا په مالي مرسته د ایف سي ځواک - فرنټیر کانسټبلري – لپاره جوړه شوې ودانۍ په یو دستوره پرانستل شوه.
د قبایلي سیمو د زده کوونکو تنظیم ښځینه څانګه وايي ، د جولایي پر ۱۹مه به پېښور کې د ګورنر د کور مخې ته په احتجاجي ناسته کې ګډون کوي.
تر اختر وروسته ګڼ خلک د دیر کمراټ ته چکر ته ځي. هلته د کالج یو لېکچرر ابرار احمد رباب غږوي او له خپلو ملګرو سره ساعت تېری کوي. په عین وخت کې ځېنو کسانو ګیله کړې چې په کمراټ کې ځېنې خلک د موسیقۍ د محفلونو اجازه نه ورکوي خو انتظامیه له داسې پېښو څخه بې خبري ښيي. ویډیو وګورئ.
د پېښور خلکو د یکشنبې په ورځ اختر وکړ. د مشال خبریال د اختر په شپه د پېښور په بازارونو کې ګرځېدلی او د اختر په اړه یې د خلکو سره خبرې کړې دي. د نوموړي ښار اوسیدونکي وايي، دوی ځکه د یکشنبې په ورځ اختر وکړ چې ګڼو خلکو د اختر میاشت لیدلې وه. نور حال په دې ویډیويي راپور کې چې غلام غوث جوړ کړی دی.
د خېبر پښتونخوا د ټېکسټايل يا کپړو تاجرانو ګواښ کړی چې که يې غوښتنې و نه منل شوې نو له وړوکي اختر وروسته به احتجاج پېلوي.
سیکان او هندوان په پېښور کې د خپلو مړیو سوځولو لپاره شمشان ګاټ نه لري او اړ دي چې خپل مړي نېږدې ۷۰ کیلومیټره لیرې اټک پله ته نېږدې شمشان ته یوسي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث د دوی پر دغه ستونزه ځانګړی ویډيو راپور کښلی او د هغوی له یوې جنازې سره تر اټک پله تللی دی.
په پېښور کې یو شمېر ښځینه او نرینه فعالانو د کابل د وروستي برید پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده او د چارشنبې په برید کې یې د وژل شویو په یاد شمې بلې کړې. د شنبې یا خالي پر ماښام په دې احتجاج کې ګډونوالو وویل، د افغانستان وروستي بریدونه د افغانانو او پښتنو توکم وژنه ده. ویډیو وګورئ.
مظاهرچيانو د حقاني شبکې پرضد، د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو، د وسله والو د پټن ځايونو ختمولو په اړه شعارونه ورکړل.
نور وښیئ