غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پېښور پر چارسدې سړک یا روډ یو کلی دی چې ګل بېله نومېږي. هلته د جمعې پر ورځ خلک خپل ښکاري سپي ورولي او د ځغل سیالي یې کوي. دوی له دې لارې د خپلو سپیو روزنه هم کوي او د ښکار لپاره یې د توان اندازه هم لګوي. ویډیويي رپورټ.
پېښور های کورټ د دوشنبې ورځ ناوخته د تحریک نفاذ شریعت محمدي د مشر خوشېکولو خواست منظور کړی دی او د یاد عدالت وقار احمد نومي قاضي په ضمانت د هغه د خوشي کولو منظوري ورکړی ده.
پېښور: وزیر اعلا سیکرټرېټ پېښور د خپور شوي بیان ترمخه د نهې په ورځ د صوبې اعلا وزیر په مشرۍ په یوه غونډه کې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د جماتونو امامانو ته د میاشت په سر د ۱۰ زرو روپو د وظیفې ورکولو منظوري ورکړه.
پېښور:د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر ای جي پي صلاح الدین مسود د دوشنبې پر مازیګر په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې د تېر کلونو په نسبت په مجموعي توګه سږ کال د ترهګرۍ په پېښو کې۵۱ فیصده کمی راغلی دی.
پېښور: پېښور های کورټ نن (چارشنبه) د تحریک طالبان پاکستان او تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار د پخواني ویاند احسان الله احسان د نه پرېښودلو لنډه پرېکړه واوروله.
ميا افتخار حسين وايي، په پېښور، کوټه او وزيرستان کې چاودنې ښيې چې په پاکستان کې لاهم ترهګري ختمه شوې نه ده.
په پېښور کې اسلامیه کالج پوهنتون ته مخامخ د زرعي روزنیز مرکز پر لیلیې یا هاسټل برید شوی دی. پولیس وايي، د جمعې پر سهار تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو د روزنیز مرکز ودانۍ دننه وسله وال وژلي دي.
پیښور کې په زرعي روزنیز مرکز ترهه ګر برید سره ته رسېدلی دی چې د ځايي چارواکیو په خبره د درېو بریدګرو په ګډون دولس کسان وژل شوي دي.
له حکومت سره تر موافقې وروسته د تحریک لبیک یا رسول الله غړو په پېښور کې هم خپل احتجاج ختم کړی دی. دوی د نومبر له شپږمې راهیسې په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کوله
تر اسلام اباد او نورو ښارونو وروسته د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د تحریک لبیک یا رسول الله ځېنې غړو په پېښور او نوښار کې هم مظاهرې او لاریونونه کړي. دوی په خپلو ویناګانو کې ګواښ وکړ چې د حکومت تر استعفا به احتجاج کوي. ویډیو وګورئ.
د اسلام اباد په فیض اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاج ختمولو لپاره چې پوليسو کوم عملیات پیل کړي وو، هغه تېر مازیګر ودرول شوي او د حساسو ځايونو حفاظت لپاره پوځ ورغوښتل شوی دی. د تېرې ورځې په عملیاتو کې د مظاهره کونکیو او پولیسو ۲۰۰ کسان ژوبل شوي دي.
پر ښځو د تشدد مخنیوي او ښځو ته د واک اختیار تر لاسه کولو لپاره کارکوونکې ادارې - روزن - په یو تازه رپوټ کې ویلي چې په پاکستان کې ۳۶ فیصده ښځي د کورني تشدد ، ۲۶ فیصده د نفسیاتي تشدد او ۳۰ فیصده ښخي د اقتصادي تشدد ښکار دي.
په پېښور کې د سېکانو په ښوونځي له عصري او دیني تعلیم سره سره موسیقي هم زده کوي. دا سکول په ۱۹۹۰مه لسیزه کې جوړ شوی او منتظمین یې وايي چې د سېکانو ټولنه یې تمویلوي. دوی له شاوخوا ۱۰۰ بې وزله ماشومانو څخه پیسې هم نه اخلي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د قامي وطن ګوند د ښځو څانګې په ډېره اسماعیل خان کې د یوې نجلۍ د بې پردې کولو په کلي کې د ګرځولو د پېښې غندنه کړې. د ۱۶ کلنې نجلۍ د بې حجابه کولو پېښه د اکتوبر پر ۲۷مه شوې وه. پولیس وايي، یو شمېر کسان یې نیولي. پر دې موضوع مو د قامي وطن ګوند له دوو مخکښانو نصرت خټک او نرګس امین سره خبرې کړې دي
د پېښور په نشترهال کي د خالي په ورځ ځینو قبايلی مشرانو او ځوانانو په یوه جرګه کي د قبايلي سیمو په خېبر پښتونخوا صوبه کي د ضم کولو سخت مخالفت وکړ. د دوی په وینا د قبایلو ګټه په دې کې ده چې د ازادې صوبې حیثیت دې ورکړل شي. دوی دا هم ویل چې که قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شوې نو قبایلی
نه د پاکستان حکومتي چارواکو او نه هم د پېښور پولیسو د دې خبر تر خپرېدو د قاضي محمد نبي احمدي په اړه څه نه دي ویلي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په اسلام اباد کې پر خبریال احمد نوراني د نامالومو کسان له خوا شوی برید غندلی دی.
د اکتوبر ۲۰مه نېټه هر کال په کور دننه د کار روزګار کوونکو د حقونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې اړه په پېښور پریس کلب کې هم د مدني فعالانو له خوا یوه غونډه جوړه شوې وه.
د دې غورځنګ مشر احسان الله مشال راډیو ته وویل، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف د کمېټۍ دا منظوري چې حکومت دې د اسلام اباد پر ځای د پېښور های کورټ واک تر قبایلو وغځوي، اصلاً د قبایلو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو په
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د یکشنبې په ورځ په متنو کي د خپل ګوند د کارکنانو یوې جلسې ته په وينا کې د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کي د ضم کولو دفاع وکړه. نوموړي د مولانا فضل الرحمان په وروستیو څرګندونو سختي نیوکې وکړې . مولانا
نور وښیئ