غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د شمالي وزیرستان لسګونه کاروباریان له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته په اتڼ احتجاج پیلوي او بیا لاریون کوي او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته کښېني.
د پرلت ګډونوال وايي،هلته د پوځي عملیاتو ۱۱ کاله وشول خو حکومت لا هم د زرګونو ړنګ کورونو تاوان نه دی ورکړی.
د فبرورۍ پر دويمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکش محمد ابراهيم ارمان لوڼي دويم تلين ولمانځل شو. د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې جوړې شوې. ارمان لوڼی په ۲۰۱۹م کال کې
د شمالي وزیرستان په مرامشاه کې له څه باندې یو میاشتنې پرلت وروسته د میرامشاه بازار دوکاندارانو په پېښور کې احتجاج پيل کړی دی. دوی وايي د پوځي عملیاتو له کبله يې ۶۶۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي خو حکومت يې تاوان نه ورکوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وکورئ.
د پېښور یوه عدالت د پښتون تحفظ موومنټمشر منظو احمد پښتین له پېښوره د ډېره اسماعیل خان عدالت ته د لېږلو امر کړی دی او په ضمانت یې د هغه پرېښودلو خواست رد کړی دی.
وکیل شهاب الدین خټک وايي، عدالت ته یې خواست وړی وو چې منظور پښیتن دې په ضمانت ورپرېږدي او دوی به یې خپله ډېره اسماعېل خان عدالت ته وروړي خو عدالت و نه منله
په پېښور کې د نانوایانو کاربندیز د هغوی د غوښتنو منلو وروسته پای ته ورسېد او د۱۳۰ګرام ۱۰روپۍ ډوډۍ وزن ۱۱۵ګرامه ته راکم کړل شوی دی. نور د غلام غوث په ویډيو راپور کې.
د جنورۍ پر ۲۰مه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې نانوایانو کاربندیز کړی وو چې ورسره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شول. دوی وايي، کاربندیز یې د اوړو کمښت پر ضد کړی. حکومت وايي، د ستونزې د هواري هڅې کوي. نور په ویډیو کې.
په پېښور کې د اوړو دکانونو د اتحادیې مشر، رامبيل خان د جنورۍ پر ۱۹مه، په دې اړه مشال راډيو ته وويل، له حکومتي ميلونو څخه اوړه بازار ته ورکړل شوي چې ډېر کم دي.
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسد وايي، پي ټي اېم هم اتفاق غواړي او د اسفندیار څرګندونې هم ډېرې ښه دي خو باید دې ته عملي شکل ورکړل شي.
د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې هغه لوبغاړو لپاره د نقدو انعامونو ترڅنګ د میاشتنۍ مالي مرستو ورکولو اعلان کړی چې د لوبو په نړیوالو سیالیو کې لومړی، دوهم یا درېم مقام ترلاسه کړي. نور په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
په جرګه کې دا هم ويل شوي چې د جګړه ځپلو پښتنو په نامه له نړيوالو اخيستل شوې پېسې دې، پر پښتنو سيمو ولګول شي.
د جنوري پر ۱۱مه د پېښور په نشتر هال کې ((د فاټا تر انضمام وروسته حالت باندې د قبايلو د حقونو قامي جرګه)) وشوه. په جرګه کې د قبایلي سیمو مدني فعالانو، سیاستوالو او ځوانانو د یو قرارداد له لارې ۱۲ نکاتي اېجنډا منظوره کړه.
په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبایلي ضلعو د حقونو په اړه د جنورۍ پر ۱۱مه د پېښور په نشتر هال کې جرګه رابلل شوې ده.
د جنورۍ پر۱۰مه د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون په پېښور کې هم اهل تشیع ټولنې (امامیه جرګې) د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې پرضد لاریون وکړ. نور د غلام غوث په ویډیو کې وګورئ.
په خیبر پښتونخوا کې اپوزېشن د تحریک انصاف پر صوبايي او مرکزي حکومت نیوکې کوي چې امنیتي او انتظامي افسران کار ته نه پرېږدي او په بیا بیا د افسرانو تبادلې کوي.
خو په قبايلي ضلعو کې په دندو بوخت ډاکټران وايي تر ټولو اول د قبايلي ضلعو په روغتونونو کې د بجلۍ نشتوالۍ او د روغتیا عملې د اوسېدو ستونزې هوارول پکار دي.
ملتپاله ګوندونه له پخوا راهیسې دا غوښتنه کوي چې وفاقي حکومت دې د خیبر پښتونخوا صوبې ته د بجلۍ او اوبو د وسایلو په بدل کې خپل حق ورکړي او موجوده حکومت دې زر تر زره د اېن اېف سي اېوارډ غونډه هم راوبولي.
بلاول بوټو زرداري د ډېسېمبر پر ۲۱مه په پېښور کې د ګوند غړو ته په وینا کې وویل، د احتساب قامي اداره پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف جوړه کړې وه
په سیاسي او عقلي ډول د پوځ او د ای اېس پي ار د مشر غبرګون غیر ضروري وو. له دې سره د هېواد دوه لویې ادارې – پوځ او عدلیه – یو بل ته ورمخامخ شوې
نور وښیئ