غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا وکیلانو ټولنې په چارشنبه په یوه بیان کې ویلي دي چې د پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر مېجر جنرال اصف غفور د بیان 'کلکه غندنه' کوي.
د ډېسېمبر پر ۱۱مه، د پېښور د خبریالانو په مرکز کې یوه ناحکومتي سازمان د هندي فلمونو د نومیالي ستوري دلیپ کمار د زوکړې ورځ ولمانځله. د کلتوري میراث شورا (کلچرل هیریټېج کونسل)
مولانا فضل الرحمان د پېښور چټک بس پروژه ناکامه وبلله او زیاته یې کړه کله چې یو عدالت د دې منصوبې پلټنې پیل کړي نو د تحریک انصاف حکومت د بل عدالت تر شا پټ شي.
په پېښور کې خبریالانو د ډوان ورځپاڼې د دفتر ځینو کارمندانو د اېستلو او پر رسنیو د غیراعلانیه بندیزونو پرضد احتجاجي لاریون وکړ. نور د غلام غوث په ویډیويي رپورټ کې وګورئ.
د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په مشري د جنوبي ضلعو د صوبايي او قومي اسمبلۍ د غړو سره تېره ورځ په یوه غونډه کي د پېښور نه تر ډېره اسماعیل خان پوري د موټروې د جوړولو منظوي ورکړې شوي ده.
د پېښور های کورټ د نومبر پر ۲۹مه، د پاکستان مرکزي حکومت او همدا رنګه د خیبر پښتونخوا حکومت ته امر وکړ چې په دې اړه دې یوه تګ لاره جوړه کړي.
د پیپلز ګوند یو مشر او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي اخونزاده چټان پر دغه مهال مشال رېډیو ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د فاټا ورګډولو پس پر ټاکلې تګلاره سم عمل نه کېږي نو په دې وجه یې دا غونډه رابللي ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، پاکستانیو ادارو یې یو مرکزي مخکښ نظیف خان نیولی او نامعلوم ځای ته وړی دی.
له دغو دوو نورو کیسونو د مخې ته راتلو نه پس په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پولیو د مثبتو کیسونو شمېره ۶۶ ته پورته شوې ده.
د خيبر پښتونخوا مدني فعالانو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې پر ماشومانو دې د جنسي تېري د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
په پخوانۍ فاټا کې مرمر، ګرینایټ، میس/کاپر، کرومایټ، سلپرټینو، زرغون ګارنیټ، سور ګارنیټ، هایډوکرېټ، کرسټل او نور معدنیات هم شتون لري.
د نومبر پر ۱۱مه د پېښور په قیوم لوبغالي کې د پاکستان ملي سیالیو د پرانیستو غونډه وشوه. دا د نهو کلونو په موده کې لومړی ځل دی چې په پېښور کې د هېواد د سپورټ تر ټولو لویې سیالۍ کېږي.
د خیبر پښتونخوا د صحت څانګې کارکوونکو خپل کاربندیز پای ته ورسولو او د نومبر له ۱۱مې نېټې نه یې یو وارې بیا خپل کار پیل کړ.
د جمیعت علمای اسلام (ف) مشران وايي، د پاکستان رسنیو یې په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې په اړه هغه ډول خبریالي نه کوله چې په کار وه.
د اکتوبر پر۲۹مه په پاکستان کې سوداګرو د دوو ورځو لپاره کاربندېز پېل کړی دی او د پېښور په چوک یادګار او قیصه خانۍ کې مهیم کاروباري مرکزونه او دوکانونه تړل شوي وي. دوی وايي، د ټېکس په نظام کې د اصلاحاتو او ټېکسونو ورکولو ته ژمن دی خو د ټېکسونو د راټولولو په نوي طریقه کار تحفظات لري.
د خیبر پښتونخوا په پېښور او نورو ضلعو کې هم د جمیعت علمای اسلام مشرانو او پلویانو د اکتوبر پر ۲۷مه د حکومت ضد او له کشمیریانو سره د یووالي په موخه لاریون وکړ.
د شمالي وزیرستان د درپه خېلو قامي مشرانو د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاجي لاریون کې له حکومته د بوراخېل تبي وال قوم سره د هغوی د ځمکې لانجې د هواري غوښتنه کړې ده. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
په قیوم سټېډیم پېښور کې د پاکستان په قامي لوبو کې د ښځینه لوبغاړو د ګډون په اړه غونډه شوه چې په کې نجونو لوبغاړو د پاکستان قامي لوبو مشال هم وګرځوله. دا په داسې حال کې ده چې په پېښور کې د اکتوبر پر۲۶مه ملتوي شوي قامي لوبې به د نومبر پر۱۰ پیلېږي او ښځینه لوبغاړې به په ۲۷ اولمپیک لوبو کې برخه اخلي.
د اپوزېشن سياستوالو پر حکومت غږ کړی چې د جمعيت علمای اسلام (ف) د مشر، مولانا فضل الرحمن لخوا پلان شوي لاريون ته دې خنډونه نه جوړوي.
احسن اقبال زیاته کړه چې مسلم لیګ ن په دې خبره د مولانا فضل الرحمن تاید کوي چې دا حکومت د سبا پرځای نن ختمول، د پاکستان بقا، پرمختګ او خوشالۍ لپاره ضروري دی.
نور وښیئ